د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۸

د امریکا په فرګیسون او میسوري ښارونو کې شخړې


د امریکا په فرګیسون او میسوري ښارونو کې وروسته له هغې شخړې پیل شوې چې قضایي هیئت د یوه تور پوستي تنکي ځوان د وژنې په قضیه کې د پولیسو یو سپین پوستی افسر محکوم نه کړ.

په دې ښارونو کې دوکانونه او مغازې لوټ شوې، ډزې اوریدل کېدلې او پولیسو وویل چې د فیرګسین د سینټ لویس په ناحیه چې اکثریت اوسیدونکې یې تور پوستي دي، څو ودانیو ته اور واچول شو.

پولیسو د زغره والو وسیلو له داخله د اعتراض کوونکو د خورولو په مقصد له اوښکې بهوونکې غازه کار واخیست.

د امریکا د هوایې چلند ادارې، فیرګیسن ښارته د الوتکو الوتنې د موقت وخت لپاره بندې کړي دي.

د سینټ لوییس د ناحیې د پولیسو مشرجان بیلمر وویل، دا د هغو شخړو په نسبت چې د اګست په نهمه نیټه د اتلس کلن مایکل براون له وژل کېدو وروسته پیل شوې وې، ښایي ډیرې ناوړه شخړې وي.

د نیویارک او لاس انجلیس په ګډون، په نورو ښارونو کې هم د قضایي هیئت د پریکړې پر ضد مظاهرې شوي دي. خو د لوټ او تالان راپورونه ندي ورکړل شوي.

د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما په اعتراض کوونکو غږ کړی چې سوله ییز حرکت دې وکړې او پولیس باید له حوصلې کار واخلي.

اوباما له سپینې ماڼۍ څخه په څرګندونوکې وویل چې دا هېواد د قانون د حاکمیت پر اساس جوړ شوی او موږ ته پکار ده چې د قضایي هیئت پریکړه ومنو:

″موږ باید هغه پریکړه ومنو چې قضایي هیئت کړې ده. یو شمېر امریکایان به له دغی پریکړی سره موافق وی خو نور به ډیر خواشینی او ان په قهر وي. دا عکس العمل د درک وړ دی.″

د اګست په نهمه د پولیسو افسر ډارین ویلسن، تورپوستي ځوان مایکل براوون په ډزو وژلی و.

د براون وژنې په فیرګسن کې قهرجن اعتراضونه راپارولي و چې څو اونۍ یې دوام وکړ.

دغو اعتراضونو په امریکا کې له اقلیت تورپوستو سره د پولیسو د چلند په اړه پوښتنې راپورته کړي دي. ویلسن ویلي:

براون پرده باندې د حملې هڅه کړې وه، خو عیني شاهدانو دغه ادعا غلطه بللې او ویلي وچې هغه د تسلیمدیو په وخت کې لاسونه پورته نیولي او بې وسلې و.

خو د دغې قضیې په اړه قضایي هیئت د څو نویو شاهدانو خبرې واوریدلې چې له مخکنیو سره په تضاد کې وې.

XS
SM
MD
LG