د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۴

د لويې پکتیا د قومونو شورا: د پکتیکا مسوولین دې محاکمه شي


د لويې پکتیا د قومونو شورا وايي، د پکتیکا ولایت مسوولین دې محاکمه شي.

د دې شوراغړي د پکتیکا ولایت والي او امنیتي مسوولین تورنوي چې د یاد ولایت د امنیت په برخه کې یې بې پروايي کړې ده.

د دې شورا غړیو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د پکتیکا د قربانیانو د فاتحې په مراسمو کې وویل، د طالبانو په لاس د افغانانو په وژلو کېپاکستان لاس لري.

دوي وویل، له دې وروسته ورته دا ډول حملې د زغملو، نه دي او مجبور دي چې د خپلو امنیتي ځواکونو ترڅنګ ودریږي.

د دې شورا غړیو له حکومته وغوښتل چې د پکتیکا د پیښې د قربانیانو له کورنیو سره دې لازمې مرستې وکړي.

تفصیل د خان محمد سیند په راپور کې اورو:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:08 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG