د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۶

خالد: د داعش له اسارته تښتېدلې یزیدې میرمنې مصونیت ته اړتیا لري


د کردستان د خودمختارې سیمې د پارلمان سلاکاره خالده خالد وايي، هغه یزیدۍ مېرمنې چې د اسلامي دولت ډلې د وسله والو له اسارته تښتېدلي، مصوونیت ته اړتیا لري.

فعالان اندېښنه لري چې د داعش د وسله والو له منګولو تښتېدلې مېرمنې ښايي په ټولنه کې له تبعیض یا تشدد سره مخامخ شي.

له دې مخکې د عراق د پارلمان یوې غړي له امریکا غوښتنه کړې وه چې نژدې پنځه زره تښتول شوې یزیدي نجونې او ښځې د داعش د وسله والو له اسارته وژغوري.

د کردستان د خودمختارې سیمې د پارلمان د مشرسلاکاره وايي، هغه یزیدۍ ښځې چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش له اسارته تښتېدلي دي کورته له ستنېدو وروسته مصوونیت ته اړتیا لري.

خالده خالد وايي، دا اندېښنه شته چې د داعش د وسله والو له منګولو تښتېدلې مېرمنې په خپلوکورنیو کې له تبعیض یا تشدد سره مخامخ شي نوځکه د کردستان د خودمختارې سیمې پارلمان د دې مېرمنو د مصوونیت لپاره پر قوانینو بحث کوي.

مېرمن خالد وايي، په دې قوانینو کې د جنسي تېري د قرباني مېرمنو لپاره د جنین د سقط یا له منځه وړلو قانوني اجازه هم شامله ده.

د کردانو اړوند د یزیدي مذهبي فرقې زرګونه کورنۍ د داعش ډلې د حملو په نتیجه کې له خپلو کورونو بې ځایه شوي.

دې وسله والو همدا راز زیات شمېریزیدیان یا ووژلې او یا یې وتښتولې.

په دې ډله کې نژدې پنځه زره یزیدۍ نجونې او مېرمنې هم وتښتول شوې چې د ناروا جنسي استفادې لپاره پلورل کېږي.

معلومه نه ده چې په کوم شمېرنجونې او ښځې به د دې وسله والو له اسارته په تېښته بریالۍ شوې وي خو اټکل کېږي چې ښايي شمېر یې د پنځوسو او درې سوو ترمنځ وي.

مېرمن خالد د امریکا ان پي ار NPR راډیوته وویل چې په تښتېدلو مېرمنو کې ځینو حمل اخیستی خو یزیدیان نه غواړي له خپلو ټولنو بهرپه دې اړه خبرې وکړي.

د یزیدي قبیلې یوه مشر NPR ته وویل، یزیدیان به دا ښځې په ټولنه کې پرېږدي خو هېڅکله به د هغو حمل ته اجازه ورنه کړي.

په تېره اکتوبر میاشت کې د بشري حقونو د څار ټولنې یا هیومن رایټس واچ HRW په یوه راپورکې د هغو یزیدي نجونو او مېرمنو څرګندونې خپرې کړې چې ویل یې دوی د داعش وسله والو له خوا په سیسټماتیک ډول له خپلو کورنیو تر بېلېدو وروسته اسیرانې شوي او بیا په بیه پلورل شوي او جنسي استفادې ته اړ کړل شوې دي.

د بشري حقونو د څارسازمان په خپل راپورکې د یزیدي فعالانو له قوله لیکي چې وايي یزیدي قوم جنسي تېری ننګ او شرم ګڼي.

په راپورکې همدا راز راغلي چې ان که ثابته هم وي چې یوه نجلۍ د اسلامي دولت ډلې د وسله والو له خوا تښتول شوې بیا یې هم ژوند له خطر سره مخامخ کېدای شي.

د عراق په پارلمان کې د یزیدي فرقې یوازینۍ استازې ازادۍ راډیو ته وویل چې د امریکا پوځ د پنځه زره تښتول شویو یزیدي نجونو او ښځو په ژغورلو کې باید مرسته وکړي.

ویان داخېل وویل، دا له ګڼ شمېرښځو سره په تماس کې ده چې د یرغمل کېدو پرمهال له ورځني تېري او شکنجې سره مخامخ وې. مېرمن داخېل وايي، متحدایالات یا د پوځي اقدام او یا په بله ممکنه طریقه باید دا مېرمنې وژغوري.

د تښتول شویو یزیدي نجونو او ښځو د ژغورنې او په ټولنه کې د هغو د ګډون غوښتنې په داسې حال کې کېږي چې د اسلامي دولت ډلې خپلو هغو وسله والو ته چې یزیدۍ اسیرانې یې ساتلي دي زړه بوږنوونکې اوامر ورکړي.

په دې اوامرو کې چې د اسلامي دولت ډلې د فتوا او تحقیق د څانګې له خوا د پوښتنو او ځوابونو په بڼه خپاره شوي د نجونو په ګډون پر اسیرو ښځو یا په اصطلاح کنیزانو جنسي تېری جایز بلل شوی دی.

XS
SM
MD
LG