د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۰

د پاکستان ادعا ته غبرګون؛ طالبان: پر چینایي انجینرانو برید د افغانستان خاوره کې نه و پلان شوی


پاکستان ته نږدې د طالبانو یو شمېر ځواکونه - ارشیف
پاکستان ته نږدې د طالبانو یو شمېر ځواکونه - ارشیف

د طالبانو د حکومت دفاع وزارت د پاکستان د پوځ هغه ادعا چې ګواکې په پاکستان کې پرچینایي انجینرانو خونړۍ حمله په افغانستان کې پلان شوې وه په کلکه ردکړه او هغه یې غیرمسولانه او له حقیقته لیرې وبلله.

د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي پرون چهارشنبې په یوه غږیز پیغام کې چې د دې وزارت په وېبپاڼه کې یې خپورکړی، وویل چې پرچینایي وګړو حمله په داسې سیمه کې شوې چې امنیتي چارې یې په کلکه د پاکستان پوځ سمبالوي.

" خیبرپښتونخوا یوه داسې سیمه ده چې د پاکستان د پوځ تر کلک امنیتي پوښښ لاندې ده. په دې سیمه کې د چینایي وګړو په نښه کېدل د پاکستان د امنیتي ارګانونو کمزوري یا هم له برید کوونکو سره یې همکاري په ډاګه کوي چې په دواړو صورتونو کي یې مسوولیت د پاکستان حکومت ته متوجه دی."

ښاغلي خوارزمي د دا ډول پېښو د ملامتي ګوته افغانستان ته نیول، د موضوع له حقیقت څخه د توجه اړولو ناکامه هڅه وبلله.

د خیبر پښتونخوا هغه سیمه چې پر چینایي انجینرانو برید پکې شوی و
د خیبر پښتونخوا هغه سیمه چې پر چینایي انجینرانو برید پکې شوی و

د مارچ په ۲۶ د خیبر پښتونخوا ایالت د شانګلې ولسوالۍ په بشام سیمه کې په یوه ځانمرګي برید کې ۵ چینایي انجینران او د هغوی پاکستانی ډرېور ووژل شول. د هغه برید مسولیت تراوسه کومې ډلې نه دی اخیستی.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف د سې شنبې په ورځ په اسلام آباد کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې دغه حمله کاملاً په افغانستان کې پلان شوې او هغه موټرچې ورڅخه په دغه برید کې کاراخیستل شوی و، هم په هغه هېواد کې چمتوشوی و.

هغه همدارنګه بریدګر هم د افغانستان تبعه وباله او ویې ویل چې د دغه برید په تړاو ۴ شکمن کسان نیول شوي دي. هغه د خپلو دغو ادعاوو لپاره شواهد وړاندې نه کړل. دغو چینایي انجنیرانو په داسوکې د اوبو بند او برېښناکوټ پرجوړولو کارکاوه.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت ویاند وویل، په دې اړه یې د چین حکومت ته اطمینان ورکړی او هغوی هم د ده په خبره په دې حقیقت پوه شوي چې افغانان په دغسې پېښو کې ښکېل نه دي.

ښاغلي خوارزمي همدارنګه پاکستان د داعش په ملاتړ تورن کړاو ویې ویل چې دوی ګڼ موارد لري چې د داعش وسله وال د پاکستان له خاورې افغانستان ته را اوړي او پېښې له هغه هېواد څخه تنظیمیږي چې پاکستان یې باید په اړه ځواب ووايي.

له دې مخکې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي هم د ثور په شپږمه په کابل کې په یوه غونډه کې که څه هم د کوم مشخص هېواد نوم وانخیست، خو ویې ویل چې د افغانستان درېیو ګاونډیو هېوادونو په سیمه کې د داعش فعالیت ته زمینه برابره کړې ده.

د ښاغلي متقي په خبره یو د داعش لپاره بشري ځواک او افراد تیاروي، بل د هغې لارې پر سر پروت دی چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي او بل هم په خپله خاوره کې داعش ته د تمویل او پلان جوړونې مرکزونه ورکړي دي؛ هغه ډله چې د طالبانو د واکمنۍ په تېرو څه باندې دوه نیمو کلونو کې په افغانستان کې د ډېرو خونړیو بریدونو مسولیت اخیستی دی.

د سیاسي چارو پوه افراسیاب خټک په دې باوردی چې دا د اسلام آباد او کابل ترمنځ پریوبل د تورونو لګولو یوه لویه لوبه ده او ښایي د دواړو ترمنځ لفظي شخړه لا شدت ومومي.

" زه فکرکوم دا یوه لویه لوبه ده. طالبان هم په هغې لوبغاړي دي او د پاکستان جنرالان هم د هغې لوبغاړي دي. دوی ته یې خپله نوشته ورکړې، دوی خپله تېروي. طالبانو ته یې خپله نوشته ورکړې، هغوی خپله تېروي، ډایرکټر چېرې لیرې ناست دی. نو داسې ښکاري چې جنګ به زیاتيږي نورهم."

سیاسي کارپوه، افراسیاب خټک
سیاسي کارپوه، افراسیاب خټک

ښاغلی خټک په دې باور دی چې نه ښکاري چې د طالبانو اړیکې دې له پاکستان سره په جدي توګه خرابې شوې وي، ځکه د ده په خبره هر یوخپل نقش لوبوي. مخکې له دې چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې طالبان پرافغانستان واکمنان شي، پاکستان د دې ډلې کلک ملاتړی بلل کیده.

هغه مهال پاکستان په دې تورن و چې طالبانو ته یې په خپله خاوره کې پټن ځایونه ورکړي او کلک ملاتړ یې کوي. خو پر کابل له واکمنیدو وروسته ظاهراً د دواړو ترمنځ اړیکې وروسته له هغې خرابې شوې چې په پاکستان کې د نا امنۍ پېښې چې په اکثرو کې یې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي ډله ګرمه بلل شوې، زیاتې شوې دي. اسلام آباد هم افغان طالبان د ټي ټي پي په کلک ملاتړتورنوي، هغه تور چې د طالبانو حکومت په کلکه ردکړی دی.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي د تېرې ورځې په غږیز پیغام کې د پاکستان ثبات او امنیت د افغانستان او سیمي په ګټه وباله او ویې ویل چې دوی د افغانستان او پاکستان د ولسونو په ورورۍ او ښو اړیکو باور لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG