د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۲

د نړۍ مشرانو د پیښور وروستۍ حمله غندلې ده


په پیښور کې پریوه ښوونځي د وسله والو پاکستاني طالبانو په پرونۍ حمله کې د وژل شویو کسانو شمېر چې زیاتره یې ماشومان دي؛ ۱۴۱ تنو ته لوړ شوی او لږترلږه ۱۲۰ تنه نورټپیان دي.

پر دغې حملې چې پاکستاني طالبانو یې مسوولیت په غاړه اخیستی؛ د پاکستان د ګاونډیانو افغانستان او هند په ګډون د نړۍ یوشمېر مشرانو سخت عکس العمل ښکاره کړی. پرمعصومو ماشومانو یې دا یوه وحشیانه حمله بللې چې د دوی په وینا؛ په هیڅ ډول نشي توجیه کیدای.

د ملګروملتونو عمومي منشی بان کي مون په نیویارک کې د ملګروملتونو په مقرکې وویل:

"زه دغه ډارن عمل په سختو الفاظو غندم. هیڅ شي دغسې وحشیانه عمل نشي توجیه کولای. هیڅ غم د دغه وحشت پلمه نه شي کیدای. دا د وحشت یوعمل دی او هغه په بې وسو ماشومانو د زده کړې په وخت یوه ډارنه حمله ده."

د پاکستان صدراعظم نوازشریف چې له دغې حملې وروسته پیښورته تللی و؛ ترڅو وضعیت له نژدې وګوري وویل:

"فکرکوم دا جګړه او مبارزه به ترهغو پورې دوام وکړي؛ ترڅو چې د تروریزم ریښې په بشپړډول زموږ له هیواده ایستل شوي نه وي."

د امریکا ولسمشربارک اوباما دغه حمله وغندله او ژمنه یې وکړه چې متحده ایالات به د دغه له خشونته ډک افراطیت پر وړاندې مبارزه کې د پاکستان په خوا کې ودریږي.

د اوباما په وینا، د ښونځي پر زده کونکو او ښوونکو په دغې وحشیانه حملې سره تروریستانو یوځل بیا خپله کرغیړنه څیره وښوده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري په لندن کې خبریالانو ته وویل:

"د ترور دغه عمل ټول پاک زړه لرونکي خلک په قهر کړي او هغوی یې ته ټکان ورکړی. موږ دغه عمل په تر ټولو سختو ټکوغندو. عاملین یې باید عدالت ته راکاږل شي او موږپه دغه سخت وخت کې د پاکستان د خلکو بشپړ ملاتړ کوو او ورسره د مرستې ژمنه کوو؛ موږ به له دوی سره په هره بڼه چې کولای شو، مرسته وکړو."

افغان ولسمشراشرف غني دغه تروریستي حمله په ټینګه وغندله. ولسمشرغني په یوې اعلامیه کې ویلي؛ د معصومو او بې ګناه ماشومانو وژنه په بشپړ ډول غیر اسلامي او غیر بشري عمل دی او د افغانستان اسلامي دولت دا وحشیانه عمل په ټینګه غندي.

د ملي وحدت اجراییوي رییس عبدالله عبدالله هم د دغې حملې د غندنې ترڅنګ ویلي چې افغانستان او پاکستان دواړه د ټروریزم قرباني دی او په دې اور کې د دواړو هیوادونو ولسونه سوځي.

د هند صدراعظم نرندرا مودي په تویټر کې دا یوه وحشیانه حمله بللې چې د ده په وینا؛ دغه وحشت ته هیڅ کلمه نشته.

په داسې حال کې چې د پیښور پر ښونځي د پرونۍ حملې مسوولیت پاکستاني وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې دغه حمله یې په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ د عملیاتو په غچ کې کړې؛ افغان طالبانو په دغه حمله کې د ښونځي د ماشومانو پر وژنې خواشیني څرګنده کړې ده.

ذبیح اله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند معرفي کوي؛ رسنیو ته په یوې استولي خبرپاڼه کې د دغې حملې لپاره د غندنې کلمه نه ده کارولې؛ خو څه موده وړاندې د پکتیکا حملې ته په اشاره یې ویلي دي چې د افغانستان اسلامي امارت تل په خپل وخت د بې ګناه خلکو او ماشومانو وژنه غندلې ده.

د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د پاکستان د جمعیت العلمای اسلام ګوند چې په افغانستان کې یې حملې روا بللې او په دغو حملو کې یې د بې ګناه مسلمانانو وژلو ته یې د جهاد نوم ورکړی؛ د پیښور پرونۍ حمله وغندله. د دې ګوند مرستیال جلیل جان له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل:

"که پر تعلیمي یا غیر تعلیمي ادارو برید وشي؛ یا په بازار، مدرسو، ښوونځیو او جوماتونو، جمعیت علما دا په سختو ټکو غندي. د انسان او د مسلمان وژنه غندو."

په پیښورکې پرښونځي پرونۍ حمله دغه راز د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ترڅنګ نړۍ یوزیات شمیرنورو مشرانو هم په سختو ټکو غندلې او د غندنې دغه لړۍ دوام لري.

XS
SM
MD
LG