د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۸

اروپايي ټولنې په کریمیا باندې پر نویو بندیزونو موافقه وکړه


اروپایي ټولنې پرون پنجشنبه د روسیې له خوا پر الحاق شوي سیمي کریمیا باندې پر نویو بندیزونو موافقه وکړه.

د اروپایي ټولنې مشر "ډونالډ تاسک" پرون په برکسل کې تر سرمشریزې دمخه وویل چې موږ باید د اوکرایین د لا نور ملاتړ لپاره د خپل چمتو والي یو پیاوړی پیغام واستوو.

په همدې حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي؛ د اروپايي ټولنې له خوا پر کریمیا نوي بندیزونه ورته د منلو نه دي.

د ډسمبر د اتلسمې نیټې دغه اقدام د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د تیرې میاشت تر پریکړې وروسته وشو چې ویل یې د کریمیا د نه منلو پالیسې باید د لا نورو بندیزونو سره یوځای شي.

په دې اقدام سره د اروپايي ټولنې وګړي او د اروپايي اتحادیې راجسټر شوي کمپنۍ نه شي کولی؛ په کریمیا کې شتمنۍ یا د کریمیا له کمپنیو سره ګډې پروژې واخلي او هم نه شي کولی د کریمیا له کمپنیو څخه د هغوی اسهام یا نور مهم مواد واخلي.

دغه راز په دې بندیز سره د ټرانسپورټ، مخابراتو او انرژۍ په سکتورونو کې د هغو موادو پلورل؛ صادرول یا انتقال منع شوي چې د اروپايي اتحادیې په راجسټر شویو کښتیو یا الوتکو کې د کریمیا شرکتونو ته وړل کیږي. په دې کې د تیلو، طبیعي ګازو او معدني منابو مطالعه او تولید په کې شامل دي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې "فیدریکا موغیریني" د روسیې د اقتصادي ستونزو له کبله اندیښنه وښوده؛ خو ویې ویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین او نورلوړ پوړې روسي چارواکي باید په جدي ډول د یوه اساسي بدلون په اړه فکر وکړي.

"زه نه غواړم پر دې فکر وکړم، دا چې یو څه د یوه کس لپاره منفي وي هغه کیدای شي د بل چا لپاره مثبت وي، خو دا حقیقت دی چې د روسیې ولسمشر پوټین او د روسیې مشرتابه باید په جدي ډول پر دې اړتیا غور وکړي چې د نورې نړۍ په مقابل کې په حالاتو کې یو اساسي بدلون رامنځته کړي او د همکارۍ تګلاره مخ ته کړي."

په همدې حال کې د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ د لا ډیرې خوشبینې خبره وکړه او ویې ویل چې که مسکو په اوکرایین کې د کړکیچ پر ختمولو ژمنه وکړي؛ نو کیدای شي اروپايي ټولنه به د روسیې په وړاندې بندیزونه راکم کړي.

دغه راز تمه ده د برکسل سرمشریزه به د ۳۸۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د پانګوونې د هغه پلان ملاتړ وکړي چې هدف یې د اروپا د اقتصادي شاتګ د پیل راګرځول دي.

XS
SM
MD
LG