د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

د مصر په پرونۍ مظاهرو کې ۱۵ کسان وژل شوي دي


د مصر د حکومت مخالفو اعتراض کوونکو پرون له پولیسو سره په پلازمېنه قاهره او نورو ښارونو کې نښتې وکړې.

په دې نښتو کې چې د حکومت پرضد د خلکو د پاڅون له څلورمې کلیزې سره په یوه وخت کې پېښېږي، لږترلږه پنځلس کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

چارواکي وايي، ډېری مرګ ژوبله د قاهرې په مطریه Matariyah نومې ناحیه کې چې د اسلامپالو اکثر مرکزونه په کې دي؛ پېښه شوه.

په دې ځای کې پولیسو د مظاهره چیانو د تیت و پرک کولو لپاره له اوښکې بهوونکی ګاز او یوډول خاصو مرمیو کار واخیست.

پرونۍ مظاهرې وروسته له هغه پیل شوې چې د اخوان المسلمین په مشرۍ د اسلامپالو ایتلاف خلک اعتراضونو ته راوبلل. مظاهره چیان د لېرې کړل شوي ولسمشر محمدمرسي د اخوان المسلمین پلویان دي چې د امنیتي چارواکو په وینا؛ په اور غورځوونکو بمونو او راکټونو سمبال دي. د قاهرې په مرکزي برخه کې بیا د حکومت پلویانو له مظاهره چیانو سره نښتې وکړې.

قاهره چې اتلس میلیونه اوسېدونکي لري؛ پرون د یوې دښتې په څېر ښکارېده. اکثر خلک په نښتو کې د ګیر پاتې کېدو له وېرې په خپلو کورونو کې پاتې شول او په واټونو کې یوازې مظاهره چیان لیدل کېدل او امبلانسونه چې زخمیان یې لېږدول:

پولیسو د قاهرې د تحریر چوک په ګډون د لویو ښارونو مرکزي چوکونه بند کړي وو.

په مصر کې روان تشدد د عربي هېوادونو د هغو پاڅونونو دوام دی چې څلور کاله مخکې پیل شول. په داسې حال کې چې ټاکل شوې مصر په راروانه مارچ میاشت کې د مرستندویو هېوادونو د مهم کنفرانس کوربه وي؛ دا ناآرامۍ که څه هم محدودي او خورې ورې دي خو ښايي د مصر په اړه تصور زیانمن کړي.

همداراز څارونکي وايي، دا به هغه ستونزې نورې هم زیاتې کړي چې د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي ورسره مخامخ دی. ولسمشر السیسي چې د افراطي وسله والو ضد په مبازره کې ښکېل شوی د مصر د اقتصادي رغونې هڅه کوي او دې کنفرانس ته خورا زیات هیله من دی.

د السیسي حکومت د هغو لیبرال ډلو له مخالفت سره هم مخامخ دی چې د ۲۰۱۱ کال په پاڅون کې یې مهمه ونډه درلوده خو دې دواړو اړخونو په خپلو کې د بې اعتمادۍ د مینځه وړلو او د خپل ځواک د یوموټي کولو هېڅ راز نښې نښانې نه دي څرګندې کړي.

XS
SM
MD
LG