د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۷

یوشمېر افغان سرتيري د عملیاتو پرمهال د هوایي ملاتړله نشتوالي شکایتونه کوي


د افغان ځواکونو یو شمیر منسوبین په پوځې عملیاتو کې د هوایي ملاتړ د نشتوالي له امله شکایتونه کوي؛ خو افغان چارواکو تل ویلي چې د امنیتي ځواکونو د لا تجهیز او په خاص ډول د هوایي ځواک د ظرفیتونو پورته کولو هلې ځلې کوي.

د ملي پوځ یوه سرتیري آزادي راډیو ته وویل چې له طالب وسله والو سره د جګړې پرمهال هوایي ملاتړ دوی نه رسیږي:

"موږ له جمهور رییس نه غواړو چې افغان هوايي ځواک دې تجهیز کړي؛ د خدای لپاره دا څه خبره ده چې ټول خلک درپه دره دي."

خو د افغانستان د دفاع وزارت د اوپراسیون رییس جنرال افضل امان دا خبره ردوي او وایي، داستونزه حل شوې او افغان ځواکونه هوایي ملاتړ لري:

"موږ دا ډول ستونزه نه لرو، زموږ هوایي ځواک ظرفیت لري."

له بلې خوا، داسې شکایتونه هم شته چې افغان ځواکونه عصري وسلې هم نه لري. د ملي پوځ یوه سرتیري آزادي راډیو ته په دې اړه وویل:

"زموږ وسلې ښې نه دي. موږ ته یې M16 راکړي چې کار نه ورکوي. که له موږ نه جنګ غواړئ، موږ ښه مجهز کړئ."

د افغانستان د دفاع وزارت د اوپراسیون رییس په دي اړه وویل؛ وزارت د تفتیش په نامه یو قانونې چوکاټ لري؛ دا ډول شکایتونه د دې ادارې په ټيلفون او یا نورو مرکزونو کې ثبتیداي شي او په اړه یې څیړنه کیږي.

په تیرو وختونو کې هم د ملي پوځ منسوبینو شکایتونه کول چې د وسله والو طالبانو پرضد جګړو کې دوی ته هوايي ملاتړ نه رسیږي؛ خو دفاع وزارت ویلي وو چې دوی د دې ستونزې د حل لپاره پلانونه تر لاس لاندې نیولي دي.

XS
SM
MD
LG