د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۳

افغان کډوال: په پاکستان کې مو سيم کارډونه په مهاجرکارډ نه خلاصېږي


د پاکستان د مخابراتو ادارې د موبايل ټیليفونونو شرکتونوته امر کړى، چې د ټول هېواد د شاوخوا ١٠٣ ميليونه سيم کارډونو تصديق د هر چا د شناختي کارډ او د ګوتې د عکس په اخيستو سره د بايوميټرک سيسټم په وسيله وکړي، خو په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وايي، د دوى د سيم کارډونو تصديق په مهاجر کارډونو نه کېږي او له ټاکلي مودې وروسته به يي سيم کارډونه بند شي او ژوند به يې ستونزمن شي.

پي ټي اې يا د پاکستان د مخابراتو ادارې يوه نيمه مياشت مخکې د ترهګرۍ په ضد د پاکستان د نوي ملي پلان له مخې اعلان وکړ، چې د ټول پاکستان د خلکو د موبايل ټیليفونونو سيم کارډونه به له نوي سره د بايومېټرک سيسټم په وسيله ثبتوي او د هرموبايل لرونکي سيم کارډ به د پاکستاني شناختي کارډ او د هغه د ګوتې په لګولو سره تصديقوي.

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال اندېښمن دي، وايي د دوى د سيم کارډونو تصديق په مهاجر کارډونو نه کېږي. د مزارشريف اوسېدونکى رازمحمد تره کى وايي:

"زه سيمکارډ لرم، خو کمپنۍ موږته ميسجونه را لېږي، وايي راشئ شناختي کارډ راوړئ او خپله ګوته ولګوئ، بيا به موسيم کارډونه په خپل نامه شي او نه به بندېږي، خو موږمهاجرکارډ لرو، سيم کارډ نه په خلاصېږي، دا ستونزه را پېښه ده، موږله لاهوره د روس ترسرحده بيا تر ايرانه د سکرېپ کاروبار کوو، موږ نهه وروڼه يوله هريوه سره دوه- دوه سيم کارډه دي، که بند شي څه به کوو."

د يو اين ايچ سي ارد رسمي شمېرله مخې په پاکستان کې ١.٦ ميليونه افغان کډوال راجسټر دي، خو دا نه ده څرګنده چې له دوى څخه به يې څومره موبايل کاروي او سيم کارډونه به يې پخوا په مهاجر کارډونو اخيستي وي که څنګه، خو دوى شکايت کوي چې که سيم کارډونه يې بند شي، نو کاروباري اړيکوته به يې زيان ورسېږي او له خپلو خپلوانو سره به يې هم په پاکستان او افغانستان کې اړيکې پرې شي.

په کوټه کې مېشت يو بل افغان کډوال شراف الدين وايي:

"د ډېرو خلکو سيم کارډونه مو بند شوي دي، موږ غواړو چې په مهاجر کارډ يا د بل پېژندوى ورور په شناختي کارډ يې را خلاص کړي، موږ خو که پيسې پيدا کوو، که تجارت کوو، افغانستان ته مو نه دي ګټلي او نه مو لېږلي دي، په همدې پاکستان کې يې خرڅوو.

موږخپلو دوستانو او خپلوانو ته د دوستۍ او خېښۍ يا د بل غم-ښادۍ خبرپه ټیليفون ورکوو، له دې پرته او له کاروباري اړيکو پرته يې نه کاروي او نه ناوړه کار ځیني اخلي."

په اسلام اباد کې د يو اين ايچ سي ار د دفتر د اطلاعاتو د څانګې مشره دونيا اسلم خان وايي، اکثرافغانانو مخکې هم د پاکستانيانو په شناختي کارډونو سيم کارډونه اخيستي وو او يا يې هغه مهال اخيستي وو، چې د شناختي کارډ شرط ورسره نه وو، وايي اوس که د دوى سيم کارډونه بندېږي دا د پاکستان د مخابراتو د څانګې کاردى، خو وايي کوم افغانان چې مهاجرکارډونه لري، د دوى د سيم کارډونو تصديق هم هله کېداى شي، چې د استوګنې په اړه يې د مخابراتو څانګه بشپړ او کره مالومات ولري:

"د تصديق لپاره ستونزه دا ده، چې هغه افغانان چې په کېمپونو کې اوسېږي يا په داسې ځاى کې اوسېږي، چې هلته يې د کورونو کره پته نه شته، هغو ته دا ويل کېږي چې د خپل کور کره پته راوړي، د خپل بايومېټرک له تصديق سره- سره د کور د کرايې کاغذونه يانې د کرايې قراراداد [اېګريمينټ] راوړي، نو د کومو افغانانو چې اسناد پوره وي هغوى ته ستونزه نه شته، خو تصديق ضرور دى، ځکه چې له کره مالوماتو پرته د مخابراتو اداره د دوى تصديق نه شي کولاى او که د چا سيم کارډ بند هم شي، نو لاره يې دا ده، چې په قانوني طريقه نوى سيم کارډ واخيستل شي."

د پاکستان د مخابراتو مرکزي ادارې د مالوماتو له مخې په ټول پاکستان کې له ١٠٣ ميليونه سيم کارډونو څخه تراوسه پورې د شاوخوا ٥٣ ميليونه سيم کارډونو تصديق شوى او قريباً د پينځوس ميليونه سيم کارډونو تصديق لا پاته دى، ځکه خو يې د سيم کارډونو د تصديق وروستۍ نېټه- چې د فبرورۍ شپږويشتمه وه- د اپرېل د مياشتې ديارلسمې نېټې ته وغزوله، خو وايي پرڅوارلسم اپرېل به ټول ناتصديق شوي سيم کارډونه بلاک او له کاره ولوېږي.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG