د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

د عامې روغتیا وزارت به د درملو د واردولو امتیازمحدود کړي


د عامې روغتیا وزیر وایې، زیاتره هغه کمپنۍ چې افغانستان ته درمل واردوي، نړېوال معیارونه نه لري.

د عامې روغتیا وزیرفیروزالدین فیروزله ازادۍ راډیوسره مرکه کې وویل چې دغه وزارت غواړي د درملو د واردولو کمپنۍ له سره ارزیابي کړي او یوازې لازم معیار لرونکو کمپنیو ته د درملو د واردولو اجازه ورکړي.

سره له دې چې دا مهال سلګونه شخصي کمپنۍ افغانستان ته درمل واردوي، خو د عامې روغتیا وزارت وایې چې زیاتره دغه کمپنۍ په معیار برابرې نه دي.

د عامې روغتیا وزیرفیروزالدین فیروزازادۍ راډيو ته وویل چې د درملو د واردولو امتیاز به محدود کړي او هرچا ته به دا حق ورنه کړي چې په خپل سردرمل افغانستان ته راوړي:

″څه باندې درې یا درې نیم سوه کمپنۍ شته خو زه ډاډه یم چې اکثر دغه کمپنۍ نړېوال معیارونه نه لري.

لومړی کار دا دی چې دغه کمپنۍ مرور شي. کیدای شي تر دیرشو یا پنځه دیرشو پورې هغه کمپنۍ راجسټرکړو چې ښه درمل تولیدوي او خلکو ته د درملو د رسولو سیسټم یقیني کړو. یعنې هرچا ته دا حق ورنکړو چې درمل وارد کړي.″

ښاغلی فیروز همدا راز وایې چې خلکو ته د کیفیت لرونکو درملو د رسولو بله لاره دا ده چې د درملو دولتي تصدۍ ډیردرمل وارد کړي او په ارزانه بیه یې خلکو ته ورسوي.

نوموړی وایې چې د دې ترڅنګ د پولیسو او څارنوالۍ همکارۍ ته هم اړتیا شته څو د درملو د قاچاق مخه ونیسي.

د عامې روغتیا وزیردې ته په کتو چې دا مهال د افغانستان پنځوس فیصده خلک له روغتیاېي خدماتو بې برخه دي وایې چې د محرومو سیمو ارزیابې یې پیل کړې او ډیرژر به ورته روغتیایې امکانات برابر کړي:

″ارزونه په چټکۍ سره دوام لري. ترهغې وروسته به موږ پوه شو چې کومه سیمه، خلګ، کومه ولسوالۍ یا کلی خدماتو ته اړتیا لري.

کله چې مو دا پیدا کړه امکانات شته، روغتیایې مرکزونه به ورته جوړ کړو. یا هغو سیمو ته به ډاکټران و لیږو.″

له دې سره سره ښاغلی فیروز وایې، په تیرو دیارلسو کلونو د روغتیا په سکټورکې یو لړ پرمختګونه هم شوي خو هغه یې ناکافي بولي.

په افغانستان کې د بې کیفیته او تجارتي درملو ستونزه دومره جدي ده چې ان په بازارونو کې د واټونو ترڅنګ په خپل سر درمل خرڅيږي او خلک یې هم د ټيټې بیې په خاطر اخلي.

د دې ترڅنګ په دولتي او خصوصي روغتونونو کې غیرمعیاري روغتیایې خدمات هغه ستونزې دي چې د عامې روغتیا وزیر یې تاییدوي، خو وایې چې د دې ستونزې د حل کولو لپاره وخت ته اړتیا ده.

XS
SM
MD
LG