د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۲

په کابل کې له نشه يي توکو څخه د مخنیوي لپاره د ″مرګ پازل″ په نوم ننداره ترسره شوه


د افغانستان د فرهنګ کورد چهارشنبې په ورځ له مخدره موادو څخه د مخنیوي لپاره د مرګ پزل په نوم ننداره ترسره کړه.

د دې ادارې چارواکي وایې چې د نندارې له جوړیدو څخه یې هدف دا دی چې حکومت د معتادینو وضعیت ته پام وکړي.

په همدې حال کې د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې وزارت مسوولینو هم دا ننداره د مخدره موادو په مخنیوي کې مهمه وبلله.

مرګ پازل هغه ننداره وه چې د افغانستان د فرهنګ کور له خوا د مخدره موادو څخه د مخنیوي په هدف د افغان ممثلینو له خوا ترسره شوه.

د دې نندارې جوړونکي وایې چې د دې تیاترپه جوړولو سره هڅه کوي ترڅو اړوند چارواکي وهڅوي چې د مخدره موادو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.

د تیاترلیکوال کاوا ایریک ازادۍ راډيوته وویل چې له درېیو میاشتو راهیسې د دې نندارې د ترسره کېدو لپاره یي امادګي نیولې وه:

″زموږلومړی هدف د دغه تیاترله جوړولو دا دی چې دا برخه هم پرمختګ وکړي او دویم له دې لارې غواړو چې د مسوولو کسانو پام د مخدره موادو موضوع ته راجلب کړو.″

افغانستان دا مهال د مخدره موادو له مهمو تولیدونکو هېوادونو شمېرل کېږي او هرکال ډيرشمېرځوانان د بې کارۍ او نورو ستونزو له امله په مخدره موادو روږدي کېږي.

په عین حال کې د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې وزارت بیا ټينګارکوي چې د دې پدیدي د له منځه وړلو لپاره کار کوي.

د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې وزارت د ستراتیژیکو اړیکو مسوول ښاغلي برما وویل چې له مخدره موادو سره مبارزه باید په سیمه ییزه او نړېواله سطح پرمخ یوړل شي.

نوموړي وویل چې دا ډول نندارې کولای شي چې د مخدره موادوپه مخنیوي کې ګټورثابت شي:

″د فرهنګ کورمحترم ممثلین له موږ سره ګډه همکاري لري او زه له دوي څخه منندوي یم، موږ له مخدرو موادو او کوکنارو څخه د یوه پاک افغانستان غوښتونکي یو.″

که څه هم په تېروکلونوکې د افغانستان ډېر ولایتونه د کوکنارو له کښته پاک شوي، خو افغان چارواکي وایي چې، اوس مهال په هغو ولایتونو کې ډیرکوکنار کرل کېږي چې نا امنه دي.

افغان او امریکایی چارواکي وایي، له دې پدیدې سره مبارزه اوږد مهاله ده او د افغانستان، سیمې او نړۍ لا نورو هڅو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG