د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۰

ولسي جرګې ۱۶ کاندید وزیرانو ته د باور رایې ورکړې


د افغانستان ولسي جرګې نن (د شنبې په ورځ) د شپاړسو وزارتونو لپاره کاندید وزیران تایید کړل.

په دغه ورځ د ولسي جرګې نصاب ۲۳۹ تنه و او د کاندیدانو د کامیابۍ رایې ۱۲۰ وې.

ولسي جرګې په یوه بې ساري اقدام سره د شنبې په ورځ د حکومت له لورې معرفي شوي ټول شپاړس کاندید وزیران تایید کړل.

دغه کاندیدان څه باندې دوه اونۍ مخکې د ولسمشر د دویم مرستیال له لورې ولسي جرګې ته معرفي شول او په تېرو څو ورځو کې یې خپل کاري پروګرامونه تشریح کړل.

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي د دغې جرګې د غړیو له لورې د کاندید وزیرانو تر منلو وروسته په عمومي غونډه کې وویل:

"د باور رایې اخیستو لپاره معرفي شوي ټول شپاړس کاندید وزیران د ولسي جرګې له لورې تایید شول. د دفاع وزارت نه پرته ټوله کابینه بشپړه ده. ولسمشر او د افغانستان ټولو خلکو ته مبارکي وایو او د خدای پاک څخه ورته د زیاتو بریاوو هیله کوو."

دغه شپاړس کاندیدان چې وتوانیدل د ولسي جرګې د تایید رایې تر لاسه کړي؛ په دا ډول دي.

د انرژۍ او اوبو وزارت ته علي احمد عثماني؛ ۱۶۸ رایې، پوهنې وزارت ته اسد الله حنیف بلخي ۱۶۱ رایې، لوړو زده کړو وزارت ته فریدې مهمند ۱۸۴ رایې؛ کرنې وزارت ته همایون رسا ۱۷۰ رایې، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته عبدالباري جهاني ۱۲۰ رایې؛ ښار جوړونې وزارت ته سید سادات منصور نادري ۲۰۲ رایې؛ کارټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو وزارت ته نسرین اوریاخیل ۱۶۹ رایې ترلاسه کړې.

دغه راز د ښځو چارو وزارت ته دلبر نظري ۱۳۱ رایې؛ فواید عامې وزارت ته محمود بلیغ ۱۶۸ رایې؛ له مخدره موادو سره مبارزې وزارت ته سلامت عظیمي ۱۵۵ رایې؛ ترانسپورټ وزارت ته محمد الله بتاش ۱۷۶ رایې؛ عدلیې وزارت ته عبدالبصیر انور ۱۳۸ رایې؛ سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ته محمد ګلاب منګل ۱۸۸ رایې؛ مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ته عبدالرزاق وحیدي ۱۵۲ رایې او اقتصاد وزارت ته عبدالستار مراد ۱۵۲ د تایید رایې ترلاسه کړې.

د حکومت نوي وزیران په داسي حال کې د ولسي جرګې له لورې تایید شول چې لا هم د دفاع وزارت په ګډون؛ ستره محکمه، لویه څارنوالۍ او د افغانستان بانک ادارې د سرپرستانو له لورې اداره کیږي.

که څه هم حکومت تر اوسه یادو ادارو ته کوم کس نه دی ځانګړی کړی؛ خو د ولسي جرګې دویم مرستیال آزادی راډیو ته وویل چې ولسمشر د دفاع وزارت لپاره د دغه وزارت پيژندوال عبدالله خان د کاندید په توګه ټاکلی دی.

له دې مخکې اتو وزیرانو او د ملي امنیت عمومي رییس د ولسي جرګې له لورې د باور رایه اخیستې وه؛ خو پاته نور یې د بیلابیلو دلایلو په خاطر رد شوي و.

په همدې حال کې د ولسي جرګې لومړي منشي عبدالروف انعامي پر حکومت غږ وکړ چې دفاع وزارت لپاره هم ژر تر ژره کاندید ور معرفي کړي:

"موږ هیله لرو چې حکومت هر څه ژر د باور رایې اخیستلو لپاره معرفي شي. په دې بدو امنیتي شرایطو کې په دې برخه کې ځنډ د هېواد په ګټه نه دی او باید ژر تر ژره د ولس استازو ته معرفي شي څو د اعتماد رایه واخلي."

سره له دې چې کاندید وزیرانو ته د باور یا رد رایې ورکولو بهیر په سرې شکل تر سره کیږي؛ خو ځينو وکیلانو په علني توګه ټوله کاندیدان تایید کړل.

کارپوهان وایې دا چې د کابینې دغړیو ټاکلو نږدې اووه میاشتې وخت و نیوه او لا هم د دفاع وزارت وزیر نه لري؛ نو دې مسالې د خلکو لپاره ګڼې امنیتي او اقتصادي ستونزې پیدا کړي دي.

خو له دې سره سره کارپوهان خوشبیني څرګندوې چې له دې وروسته به حکومتي چارې منظمې شي او موجوده ناخوالې به تر یوه حده را کمې شي.

XS
SM
MD
LG