د هلمند امنیه قوماندان وايي، دوه داسې لیکونه يې په لاس ورغلي دي چې طالبانو او داعش په کې د یو او بل پر ضد د جهاد اعلان کړی دی.
داپه داسې حال کې ده چې د هلمند په شمال کې د داعش د یوې دوه سوه کسیزې ډلې د موجودیت پخلی شوی دی.
پاسوال نبي جان ملاخیل په یوه خبري ناسته کې ویلي کله چي د حکومت له خوا د وسله والو سره د سولې خبرې تودی شي یوشمېر استخباراتي ډلي د جنګ د دوام د پاره نوري ډلې رامنځته کوي.
په دې اړه نور تفصیل د الیاس داعي په راپور کې: