د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

چين: مسلمانانو ته امر شوى چې خپلو هټيو کې دې الکول او سګرټ هم وپلوري


د چین حکومت په دې هیواد کې د اسلامي احساساتو د کمزوري کولو لپاره ټولو مسلمانو د کاندارانو ته امر کړى چې په خپلو هټیو کې دې الکول او سګرټ وپلوري.

د چین په شین جیانګ ولایت کې چې زیات استوګن یې مسلمانان دي، د رسټورانټو چلوونکو ته امر شوی چې د الکولو او سکرټو لپاره تبلیغ وکړي او د خلکو د تشویق لپاره یې په فیشني بستو کې وپلوري.

د ازادې اسیا راډیو په حواله، د چین حکومت، د دې فرمان سرغړوونکو ته خبرداری ورکړی چې دوکانونه به یې وتړل شي او حتی محاکمه کیدلای شي.

د چین پر حکومت نیوکې کیږي چې په شین جیانګ کې استوګن مسلمانان یې ځپلي او په وروستیو 2 کلونو کې ، هلته تشدد زیات شوی دی.

چین په دې سیمه کې د اسلامپالو افکارو د ځپلو لپاره شدید کمپاینونه ترسره کړي دي.

حکومتي چارواکي، ځوانان او کوچنیان جوماتوته د تګ، روژې نیولو او حتی په جماعت د لمانځه اجازه نه لري.

په زیاتو سیمو کې ښځو ته اجازه نه ورکول کیږي چې مخونه پټ کړي / نقاب واغوندي او هلکانو ته ویل کیږي چې ږیرې دې نه اوږدوي.

په سیمه کې د کمونست ګوند یوه چارواکي عادل سلیمان، د ازادې اسیا راډيو ته ویلي چې زیاتو دکاندارانو له تیرو 3 کلونو راهیسې د الکولو او سګرټو خرڅول کم کړي او خریداران یې هم کم شوي دي.

سلیمان ویلي چې په اسلام کې مخدرات منع دي نو په شین جیانګ کې زیات مسلمانان د الکولو او سګرټو له اخیستلو ډډه کوي. خو سیمیز چارواکي هغو ایغورو مسلمانانو ته چې سګرټ او الکول نه څښي ، د سخت دریځو په سترګه ګوري.

په شین جیانګ کې د کمونست ګوند چارواکي د ازادې اروپا راډیو ته وویل: موږ دلته د اسلام د کمزوري کولو لپاره یو کمپاین لرو او دا وروستى اقدام یې هم یوه برخه ده .

د شین جیانګ په جنوب کې د اکتاش په کلي کې زیات مسلمانان اوسي.
په دې سیمه کې خلک د حکومت تر فشار لاندې دي.

د ازادې اسیا راډیو یوازنۍ خبري اداره ده چې له دې سیمې د مسلمانانو په وړاندې د فشارانو په اړه رپوټونه خپروي.

د چین د کمونست ګوند سیمیزو چارواکو دې راډیوته ویلي چې حکومت په سیمه کې د اسلامپالو ډلو د نفوذ د خپریدو د مخنیوی لپاره د الکولو او سګرټو د مصرف زیاتیدل غوره ګڼي .

دې چارواکي ویلي چې د اسلامپالو افکارو پراختیا په سیمه کې ثبات ته ګواښ پيښ کړی دی.

په اکتاش کې رسټورانټونو ، دکاندارانو او د سوپرمارکیټونو خاوندانو ته د الکولو او سګرټو د خرڅولو په اړه شوی امر پر ټویټر خپور شوی دی .

په دې فرمان کې راغلي چې هر وګړی چې له دې نوي فرمانه سرغړونه کوي ، دوکانونه به یې وتړل شي. تجارت به یې بندشي او پر ضد به یې قانوني اقدام وشي.

چین وايي چې ایغور مسلمانان د انټرنټ له لارې د سیمې په خلکو کې د جهاد تبلیغ کوي. خو یو شمیر کسان په دې باور دي چې د چین حکومت ایغور مسلمانان ډير ځپلي او پر حقونو یې تیري شوي دي.

د چین حکومت په خلکو کې د نشنلیست / ملتپالنې احساس ته دومره قوت ورکړی چې زیات یې خلک د اسلامپالو د تشدد ملاتړ ته اړ کړي دي.

یو شمیر څیړونکو واشنګټن پوست ورځپاڼې ته ویلي: د چین حکومت غواړي چې د الکولو او سګرټو مصرف زیات کړي، پر ږیرو او حجابونو بندیز لګوي او خلک له روژې او لمانځه منع کوي. داسې هڅې معکوسه نتیجه ورکولای شي.

XS
SM
MD
LG