د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۴

میرمن رولاغني د افغانو ښځو د چوپتیا ریکارډ مات کړ


شاوخوا یوه پیړۍ وروسته افغانستان اوس یوه داسې لومړی میرمن لري چې په عام محضرکې په حاضریدو سره یې د افغانستان د ښځو د چوپتیا ریکارډ مات کړ.

رولاغني وایې، د افغانستان د نورو ولسمشرانو د میرمنو پرخلاف دا تل حاضره ده د خلکو ستونزې واوري او د هواري لپاره یې هلې ځلې وکړي.

د افغانستان لومړې میرمن وایي، یو رول یې دادی چې نړۍ ته وښیې چې د افغانستان ښځې سره له دې چې په ستونزمنو شرایطو کې ژوند کوي، خو ډیرې پیاوړي دي.

د افغان ولسمشر میرمن رولاغني د ولسمشر د لوړې په مراسموکې د حضورله پیله په افغاني ټولنه کې فعاله ونډه اخستې او په دې سره یې په دغه هېواد کې چې ترډیره د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی په کې ډیردی، چوپتیا ماته کړې ده.

ویل کېږي رولاغني توانیدلې د افغانستان د لومړې میرمنې په توګه هغه کارونه ترسره کړي چې د نړۍ د دیموکراتو هېوادونو لومړې میرمنې یې کوي.

نوموړې په عام محضر کې د ځینو موضوعاتو لکه د ښځو حقونه، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوی او په افغانستان کې د هغوی پر نورو ستونزو غږیدلې ده.

د پام وړدا ده چې د رولاغني خبرې هیڅ کله سیاسي بڼه نه لري.

هغې اسوشیټیډ پریس خبري اژانس ته په مرکې کې ویلي چې((زه سیاست نه کوم یوازې یوه اوریدونکې یم.))

د سپتمبرمیاشتې راپدېخوا سلګونو کسانو په تیره بیا افغانو ښځو له رولاغني سره لیدلي دي او خپلې ستونزې یې ورسره شریکې کړي دي.

د افغانستان د لومړې میرمنې په خبره دا ترډیره ځان د یوه مشاورپه بڼه ویني او د خلکو ستونزې اوري.

تردې وړاندې یعنې یوه پیړۍ دمخه د پاچا امان الله میرمن ملکه ثریا د افغانستان فعاله لومړې میرمن وه چې په ۱۹۲۹ کې له افغانستانه وتلو ته اړ شوه.

د طالبانو تر واکمنی وروسته د حامدکرزي میرمن زینت کرزي د افغانستان لومړې میرمن شوه چې د حامدکرزي د ولسمشری په دیارلس کلنه موده کې یې هیڅ ډول حضور او یا فعالیت څرګند نه شو.

زینت کرزۍ په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي وو چې فکر کوي افغانستان تراوسه د یوې فعالې لومړې میرمنې د منلو لپاره اماده نه ده.

اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس د رولاغني له قوله لیکي:

((ما یوې هغې غوښتنې ته ځواب ورکړی چې په افغانستان کې یې اړتیا وه، خلکو د افغانستان پخوانیو لومړیو میرمنو ته لاسرسی نه درلود، خو ما ته خلک لاسرسی لري.))

رولا غني وایي، د هرې هغې افغان میرمنې ملاتړکوي چې د خپل ژوند د ښه والي لپاره هڅې کوي.

دا زیاتوي، یو رول یې دا دی چې نړۍ ته وښیې په داسې حال کې چې ښځې د افغانستان په ډیرو ستونزمنو شرایطو کې ژوند کوي، خو دوی پیاوړي دي.

د رولاغني په خبره افغان میرمنې باید په خپله زړورتیا وپیژندل شي نه په کمزورتیا.

د افغانستان لومړې میرمن درې لسیزې جګړې په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي اصلي لامل بولي او وایي، هغه وخت چې کورنۍ په یوه داسې ټولنه کې ژوند وکړي چې هرڅوک په خپل مسولیت پوه شي او له تاوتریخوالي پرته خپلې ستونزې حل کړي، نو ښځې به دا احساس وکړي چې غږ یې اوریدل کېږي او تاوتریخوالی به کم شي.

XS
SM
MD
LG