د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۴

نوري: د غیر قانوني کان کیندنو د مخنیوي لپاره د امنیتي ارګانونو همکاري اړینه ده


د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي؛ ډېر ژر به د ټولو هغو سیمو یو مفصل راپور چې غیر قانوني کان کیدنې په کې کیږي؛ له امنیتي ارګانونو سره شریک کړي.

د افغانسان د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند محي الدین نوري د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دغه راپور په ترتیبولو کار پیل شوی دی.

ښاغلي نوري ټینګار وکړ چې د افغانستان د امنیتي سرتیر مرسته کولای شي چې په ټولو سیمو کې د غیر قانوني کان کیندنو مخه ونیسي:

((ترڅو چې افغان امنیتي ځواکونه له موږ سره همکاري ونه کړي؛ طبعي ده چې د کانونو او پترولیم وزارت د خپلو محدودو ملکي کارمندانو په واسطه نه شي کولای چې په ولایتونو کې د غیر قانوني کان کیندونو مخه ونیسو؛ په دغه یو ډول شرایطو کې زموږ لپاره د امنیتي ځواکونو همکاري ډېره مهمه ده او موږ به ډېر ژر د هغو سیمو راپور چې غیر قانوني کان کیندنې په کې کیږي امنیتي ارګانونو ته ور کړو.))

د خپلسرو کانونو د مخنیوي په برخه کې دغه اقدام داسې مهال تر سره کیږي چې تېره اوونۍ په سمنګان ولایت کې د ډبرو سکرو د یوه غیر قانوني کان کیندنې پر مهال د ګازو له امله پنځه تنه مړه او څلور نور ټپیان شول.

دا لومړی ځل نه دی چې په هېواد کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د کان کیندونکو د وژلو خبر ورکول کیږي؛ بلکې له دې وړاندې هم د هېواد په یو شمېر نور سیمو کې د غیر قانوني کان کیندنې پرمهال د ګازو او یا هم د کان د یوې برخې د لوېدو له امله ګڼ شمېر کسان مړه او ټپیان شوي دي.

ویل کیږي چې اوس هم د هېواد په یو شمېر سیمو کې د سیمه ییزو زور واکانو له خوا د تالک ډبرو سکرو او کرومایټ ډبرو کیندنې په غیر قانوني توګه جریان لري.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ډاډ ورکوي چې ملي پولیس مکلف دي؛ څو د هېواد په ټولو سیمو کې د غیر قانوني کان کیندنو مخه ونیسي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډيو ته وویل:

((د افغانستان ملي پولیس چې د هېواد په هره سیمه کې د داسې یو کار سره مخ کیږي چې هلته په غیر قانوني ډول سره کان کیندنې کیږي؛ عکس العمل ښودلی او مخنیوی یې کړی دی؛ اوس هم پولیس ژمن دي چې د کانونو او پترولیم وزارت موږ ته معلومات راکړي چې په هرځای کې داسې موارد وي د افغانستان پولیس دا ظرفیت لري چې مخه یې ونیسي.))

د راپورنو له مخې افغانستان دا مهال د درې ټریلیون ډالرو په اندازه کانونه لري.

د اقتصادي چارو افغان کارپوهان وايي؛ د ملي وحدت حکومت ته په کار ده چې په هېواد کې د غیرقانوني کان کیندنو د مخنیوي په برخه کې جدي هڅې وکړي.

دوی وايي چې د غیر قانوني کان کیندنو په مخنیوي سره به د هېواد اقتصاد پیاوړی او ګټه به یې هم د دولت خزانې ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG