د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۵

لغاري: پاکستان دې د حقاني شبکې غړي افغانستان ته وسپاري


د پاکستان حکومت بايد د افغانستان د سولې له پروسې سره د مرستې لپاره د حقاني شبکې او همداراز د افغان طالبانو غړي د کابل په غوښتنه افغان دولت ته وسپاري.

که چيرې کابل ته د افغان طالبانو او حقاني شبکې د غړيو په سپارلو په افغانستان کې سوله ټينګېداى شي، نو پاکستان ته پکار دي، چې د هغوى په سپارلو کې ستونزه ونه لري.

دغه څرګندونې د پاکستان د ملي پارلمان د بهرنيو چارو د کومېټې مشر اويس احمد خان لغاري د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې ددغې کومېټې غونډې ته د وينا پر مهال کړي.

اويس لغاري دا څرګندونې تر هغې وروسته کړي، چې د مۍ په ٣٠مه نېټه افغان ولسمشر محمد اشرف غني له پاکستانيو چارواکيو څخه د يوه ليک له لارې غوښتي وو، چې د طالبآنو له ملاتړه لاس واخلي او په افغانستان کې دې د سولې په راوستو کې مرسته وکړي.

ویل کېږي چې ولسمشر په دغه لیک کې له پاکستاني حکومته غوښتي چې په کويټې او پېښور کې دې د طالبانو مشران ونیسي او د دواړو هېوادونو د امنیت خرابولو په تور یې عدلي او قضايي محکمو ته راکاږي، په دې هېواد کې دې د وسله والو طالبانو پټن ځایونه له منځه یوسي او د حقاني شبکې پر ضد دې خپل عملیات پراخ کړي.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، ددې هېواد د ملي پارلمان د بهرنيو چارو د کومېټې مشر د ولسمشر غني غوښتنو ته په اشاره ويلي:

((که چيرې د افغان طالبانو او حقاني شبکې مشران په پاکستان کې وي، نو بايد افغان دولت ته وسپارل شي، ځکه چې د دواړو هېوادونو هدف د سولې راوستل دي.))

په عين حال کې د پاکستان د سياسي او سيمه ييزو چارو ځينې څارونکي وايي، پاکستاني چارواکي دې په دې وروستيو کې له افغان چارواکيو سره په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت په لړ کې کړې ژمنې عملي کړي او په دې لړ کې دې ورسره مرسته وکړي.

د سياسي او سيمه ييزو چارو څارونکي ايمل خټک له ازادي راډيو سره په خبرو کې د افغان دولت غوښتنو او افغان دولت ته د طالب او حقاني شبکې د غړيو د سپارلو په اړه د پاکستانيو چارواکيو وروستيو څرګندونو په اړه وويل:

((دواړه حکومتونه د يو بل نه دا مطالبه کوي چې د هغوى مخالفين دې ونيولى شي او د هغوى خلاف دې عمليات وشي. فرض وکړه چې د پاکستان له خوا د کومو خلکو فهرست ورکړل شوى دى، چې د دوى خلاف دې کارروايي وشي، دغه شان د افغانستان له خوا چې کوم نومونه ورکړل شوي دي، مطالبه کېږي چې د دوى خلاف دې کارروايي وشي، دوى دې ګرفتار شي او موږ ته دې وسپارل شي.

دواړو ملکونو کې ددغو قوتونو خلاف، چې په دغو ملکونو کې امن ته لګيا دي زيان رسوي، نو دې صورتحال نه وتلو لپاره پکار ده، چې دواړه ملکونه پخپل پخپل ځاى باندې خپل تاريخي رول ادا کړي او د امن او ثبات لپاره قدمونه اوچت کړي.))

په افغانستان کې د ملي يووالي حکومت له جوړېدو وروسته د پاکستان و افغانستان ترمنځ اړیکو نوې بڼه خپله کړې او د تېر په پرتله یو بل ته نژدې ښکاري. همدا لامل دى، چې په دې وروستيو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي او پوځي پلاوو راشه درشه هم ډېره شوې ده.

افغان ولسشمر په داسې حال کې له پاکستان څخه د افغان طالبانو د مشرانو د نيولو غوښتنه کړې، چې د پاکستان صدراعظمپه تېره مياشت کې کابل ته د خپل وروستي سفر پر مهال ویلي وو، د افغانستان دښمنان د پاکستان دوستان نه شي کیدای.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG