د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په پروان ولایت کې د وسلو پر یوې ډیپو د امریکايي پوځیانو د دوشنبې د ورځې د حملې په اړه د تحقیقاتو غوښتنه وکړه.
ولسمشر غني او اجراييه رييس عبدالله عبدالله د دې حملې په اړه چې له کبله یې مرګ ژوبله او تاوانونه نه دي پېښ شوي؛ د پلټنو امر کړی دی.
له حملې وروسته د سیمې یو شمېر اوسېدونکو د احتجاج په دود مظاهره وکړه او ویې ویل چې باید سلاکوټ تر ویجاړولو مخکې بل ځای ته وړل شوی وای.
په پروان کې د ازادي راډیو د خبریال په وینا یو شمېر مظاهره چیانو د راکټ په شمول راز-راز وسلې هم له ځان سره لرلې.
د پروان ولایتي چارواکو وویل چې دوی په دې موضوع له نړېوالو ځواکونو سره خبرې کوي او دوی د مظاهره چیانو پلویتوب کوي؛ ځکه چې دا برید د دوی له هماهنګۍ پرته شوی دی.
د عبدالله عبدالله یوه ویاند جاوید فیصل وویل چې سیمې ته یو پلاوی استول شوی:
((سیمې ته یو پلاوی د تحقیق لپاره استول شوی او د غوڅ ملاتړ له قومندانانو څخه غوښتل شوي چې د حملې په اړه توضیح ورکړي.))
د ناټو تر مشرۍ لاندې د غوڅ ملاتړ ماموریت چارواکي وايي چې د مهماتو ډیپو د دې لپاره ویجاړه کړای شوه چې له دغو وسلو څخه په استفادې پر افغان او نړېوالو ځواکونو د حملې مخه ونیول شي.
د ناټو ویندوی ډګروال برېن ټریبس وویل چې دا عملیات د پروان ولایت په مرکز په چاریکار کې وشول.
د پروان امنیه قومندان جنرال محمد زمان وویل؛ افغان امنیتي ځواکونو هم په دې عملیاتو کې برخه لرله.
زمان وویل، د سیمې اوسېدونکو د حملې په اعتراض کې په چاریکار کې مظاهره وکړه. دوی په دې احتجاج کاوه چې وسله ولې له هستوګنې سیمې لېرې ویجاړه نه شوه.
فیصل وویل چې مظاهره چیانو د کابل – سالنګ لویه لاره بنده کړه؛ خو کله چې اجراييه رييس له دوی سره خبرې وکړې؛ مظاهره یې پای ته ورسوله.