د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۶

په بلوچستان کې د وژل شوي ژورنالست ظفرجتک د وژنې په ضد مظاهره وشوه


د بلوچستان په اوسته محمد سيمه کې د ظفر جتک په نامه يو خبريال تېره يکشنبه نامالومه وسله والو په خپل کور کې وژلى چې په ضد يې د بلوچستان د ژورناليستانو اتحاديې پرون په کوټه کې احتجاجي مظاهره کړې او د نوموړي د قاتلينو د نيولو او په جزا رسولو غوښتنه يې کړې ده. د بلوچستان ژورناليستان وايي په دې ايالت کې خبريالان د حکومتي او غيرحکومتي ډلو له خوا له خطر سره مخامخ دي.

پينځه دېرش کلن ظفر جتک سيند ايالت ته څېرمه د بلوچستان د سرحدي ښار «اوسته محمد» اوسېدونکى وو چې په يوه وخت يې د پاکستان له بېلابېلو چاپي، برېښنايي رسنيو او خبري اژانسونو سره کار کاوه.

د «اوسته محمد» د ځايي فيوډالانو، مافيايي کړيو او د دولتي چارواکيو د اداري فساد په اړه د خبرونو پرسر د روان کال په پيل کې مرګوني بريد ورباندې شوى وو چې روغ رمټ ترې وتلى وو، خو د تېرې يکشنبې په ورځ نامالومو وسلوالو بيا په خپل کور کې وسلوال بريد پر وکړ او ويې واژه.

د بلوچستان د خبريالانو اتحاديې د ظفرجتک د وژنې په ضد د پنجشنبې په ماځيګر د کوټې د پريس کلب مخې ته يوه اجتجاجي مظاهره وکړه چې لسګونو خبريالانو په کې ګډون کړى وو او پرخبريالانو د بريدونو د مخنيوي، د هغوى د خوندي ساتلو او د بيان د ازادي په ملاتړ يې شعارونه ورکول.

په بلوچستان کې چې په تېرو کلونو کې لسګونه ژورناليستان وژل شوي، تراوسه د هيڅ يوه قاتل هم نه نيول شوى او نه محاکمه شوى دى، د ظفرجتک د وژنې په تور دوه کسان نيول شوي، خو کورنۍ يې وايي چې دا اصل قاتلين نه دي، خو د بلوچستان د ژورناليستانو د اتحاديې يو مشر او د جنګ اردو ورځپاڼې خبريال حمادالله سياپاد بيا هم له پوليسو او نورو امنيتي ادارو غوښتنه کوي چې د ژورناليست ظفرجتک د وژنې تر شا پټ لاسونه را برسېره کړي:

((زما خيال دا دى چې دا سړى د هدفي وژونکو له لاسه وژل شوى دى، هدفي وژونکي که غله دي، که ډاکوان دي، که روايتي قاتلين دي او که سړي تښتوونکي دي خو دي همدا خلک، په دې اړه موږ له امنيتي ادارو او حکومته غوښتنه کوو چې د ظفر جتک قاتلين دي مخته راوستل شي.))

د کوټې د پريس کلب مشر شاهزاده ذوالفقار وايي، په بلوچستان کې د ژورناليزم هسې نوم پاته دى، ځکه چې وايي هيڅ يو خبريال هم دلته د ترهګرۍ، فرقه ييز تاوتريخوالي او د خپلواکي غوښتونکيو د مقاومت په اړه کره خبرونه نه شي خپرولاى، که يې خپاره کړي، نو د ظفر جتک غوندې به خپل ژوند له لاسه ورکوي:

((کوم خلک چې په فرقه ييز اساس وسلوال فعاليت کوي هغوى وايي کوم خبر چې موږ وايو زموږ په خوښه بايد خپاره شي، کوم خلک چې ازادي غوښتونکي دي هغوى وايي، زموږ په خوښه دي خبرونه خپاره شي او کوم چې د ازادي غوښتونکيو مخالف دي هغوى وايي زموږ په طرفداري دي خبرونه خپاره شي، نو په داسې حال کې ضرور خبريال وژل کېږي او پر خبريالانو بد وخت راځي. دلته د پريس کلب مخته داسې تقريرونه کېږي چې وايي، صحافيانو [خبريالانو] ستاسې لپاره کفن تيار دى.))

ظفر جتک له ٢٠١٢م کاله راهيسې د اردو ژبې له ورځپاڼې «انتخاب» سره هم کار کاوه، د دې ورځپاڼې مسوول مدير او سياسي څېړونکى انور ساجدي وايي ظفر جتک د خپلې سيمې په اړه ډېر کره او ريښتيني خبرونه ورکول:

((په ډېره زړورتيا سره يې خپله خبريالي کوله، په ډېرې ازادۍ سره يې د سيمې د غلاوو، د مځکو د زورواکانو او اداري فساد په اړه رپوټونه را لېږل او ګومان دا دى چې په همدې اساس به هغه وژل شوى وي.))

د يادونې وړده چې په تېرواتو کلونو کې په بلوچستان کې شاوخوا څلوېښت ژورناليستان وژل شوي دي چې اکثره يې د بلوڅ مېشتو سيمو اوسېدونکي وو. ظفر جتک لومړى ژورناليست وو چې په روان ٢٠١٥م کال کې و وژل شو.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG