د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۶

پکتیکا: په نښته کې یو افغان سرتیری او اته پاکستانی پوځيان وژل شوي


وړمه شپه د پکتیکا ولایت د سرحدي ولسوالۍ شکین د انګور اډې په سیمه کې د افغان او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ نښته شوې چې دواړه لوروته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د شکین ولسوال عبدل خان مشال راډیوته د تیلیفون پر کرښه د پيښې په تړاو وویل، نښته هغه مهال رامنځته شوه چې پاکستانیو ځواکونو په ډله ییزه توګه غوښتل د افغانستان په خاوره کې دننه سرحدي دروازې جوړې کړي چې افغان ځواکونو يې مخه ونیوه.

ده وویل چې د دې کارد مخنیوي په اړه دوی ته امنیتي چارواکو امر کړی وو.

عبدل خان زیاته کړه چې په دې نښته کې یو افغان او اته پاکستاني پوځيان وژل شوي دي:

((وړمه شپه پاکستانیو پوځيانو په ډله ییزه توګه دروازه جوړوله، ډېرخلک يې په جوړولو لګیا وو چې بیا شخړه رامنځته شوه چې په نتیجه اته پاکستاني سرتیري او یو زموږ د سرحدي ځواکونو سرتیری وژل شوی، دې جګړې درې ساعته دوام وکړ، د شپې له دوولسو د سهار تر دریو بجو پورې.))

د شکین ولسوال وړاندې وايي چې له مخکې يې په دې اړه د ولایت مقام او اړوند وزارت ته مالومات ورکړي وو او له هغه ځایه هدایت دا وو چې د دروازو جوړولو ته يې مه پریږدئ:

((څو ورځې وړاندې پاکستانیو سرتیرو د شکین ولسوالۍ د انګوراډې په سیمه کې هغه لوري ته د پاکستان یوه د تلاشۍ پوسته وه، په دې ځای باندې د دوی د دروازې پروګرام هم وو، موږ بیا په دې اړه ولایت مقام ته، د کورنیو چارو وزارت مقام ته راپورنه ورکړل، بیا د هغې خوا هدایت راغلی وو چې د دروازې جوړولو ته يې مه پریږدئ.))

تېره ورځ د افغان ځواکونوپه ملاتړپه ارګون ولسوالۍ کې د زرګونو کسانو په ګډون یو سوله ییز لاریون هم ترسره شو، لاریون کوونکو د وژل شوي افغان سرتیري نجیب الله چې د ارګون ولسوالۍ اوسیدونکی وو، جسد د ارګون ښار په واټونو او کوڅو کې وګرځاوه او د پاکستان د پوځ پرضد يې شعارونه ورکړل.

د پکتیکا یو تن مدني فعال محمدالله همتیار د مدني فعالانو او ټولنو په استازیتوب وویل، د وژل شوي افغان سرتیري نجیب الله کورنۍ ډېره بې وزله او غریببه ده.

ده د افغان حکومته د وژل شوي سرتیري د کورنۍ سره د مادي مرستې او په ارګون کې د ده په نوم د یوې جادې یا څلي د نومونې غوښتنه وکړه.

تېره ورځ د پاکستان یو شمېرسرحدي مسوولینو هم مشال راډیو سره په خبرو کې د شکین په سیمه کې د افغان او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ د نښتې پخلۍ وکړ.

شکین په پکتیکا ولایت کې غیر رسمي سرحدي ولسوالي ده چې ځني وختونه په کې د افغان او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ د نښتو او جګړو راپورونه ورکول کیږي.

راپور: نجیب الله الوخیل

XS
SM
MD
LG