د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۷

اتل: زما کلی د هېواد د پټو او ښکاره حقایقو بیان دی


My Villageیا زما کلی د هېواد د پټو او ښکاره حقایقو بیان دی چې په کې د افغانستان د معاصرو شاعرانو ۳۴ قطعې پښتو او دري شعرونه په ګډه انګریزي ژبې ته ژباړل شوي دي.

د یاد کتاب د انګرېزۍ ژبې لیکوال او مترجم مجیب الرحمن اتل وايي، زما کلۍ هغه لومړنی کتاب دی چې په ګډه سره په کې دري او پښتو شعرونه انګلیسي ژبې ته اړول (ژباړل) شوي دي.

د یاد کتاب خالق او د پښتو ژبې نوښت ګر شاعر مجیب الرحمن اتل وايي چې په زما کلي کتاب کې د افغانستان د ۱۳ کلونو سیاسي او ټولنیز وضعیت راڅپړل شوی دی.

دا کتاب چې یو انتالوژیک حالت لري په کې د اوسنۍ زمانې د وضعیت د انعکاس لپاره هم مختلف شعرونه ځای پرځای شوي دی، د بلګې په توګه د اجمل اند دا شعر:

زه چې کلي کې وم ښې ډېرې لنډۍ مې زده وې

زما اواز د کلي ټولو جنکۍ پېژانده

زه چې کلي کې وم رود مې د سندرو یار وه

مستو څپو مې هم اهنګ د ترانو پېژانده

اتل وايي چې په دې کتاب کې ۱۷ پښتو او ۱۷ دري شعرونه دي، چې ترڅنګ لسګونه ښایسته انځورونو ته هم په کې ځای ورکړل شوی او هر یو شعر او انځور د افغانستان د مختلفو حالتونو بیان څرګندوي.

اتل وايي چې دا کتاب د کورواشیا هېواد د بهرینو چارو وزارت د فرهنګي کمېټې له لوري چاپ شوی او د مختلفو اروپایی هېوادونو د ديپلوماتانو په ګډون په مزارشریف کې د جرمني هېواد په سرقونسلګرۍ کې یې مخ کتنه هم ترسره شوې.

اتل وايي چې یاد کتاب یې د یوه رسمي سفر په ترځ کې د کورواشیا هېواد د ولسمشرې په بلنې د هغه هېواد پارلمان ته هم معرفي کړی او کتنه ترې ترسره شوې ده.

دا کتاب د کورواشیا د ولسمشرې په ګډون ولسمشر اشرف غني او د المان هېواد ولسمشرته هم ډالۍ شوی چې د ټولو له لوري ستایل شوی:

((دا کتاب د نړۍ دریو ولسمشرانو ته ډالۍ شوی او د ټولو له لوري ستایل شوی دی، ولسمشر غني د کورواشیا ولسمشرې او د آلمان ولسمشر ته هم دا کتاب ډالۍ شوی.))

دا چې کتاب په انګریزي ژبه ژباړل شوی او په کې دري او پښتو متن هم شامل دی، نو اساسي مخاطبین یې بهرني کسان بلل کیږي.

اتل وايي، دا لومړۍ دري او پښتو مشترکه شعري ټولګه ده، چې یو افغاني شاعر انګریزي ته ژباړي او د هغه په خبره چې د کورواشي ولسمشرې د یاد هېواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته امر کړی ترڅو د یوه کال په ترځ کې کورواشي ژبې ته هم وژباړل شي:

((د کورواشیا ولسمشرې د یاد کتاب له کتنې و لوستلو ورسته د دې هېواد د اطلاعاتو او کتلور وزارت ته امر کړی ترڅو د یوه کال په ترځ کې یې کورواشي ژبې ته ترجمه کړي.))

په لومړي ځل دا کتاب ۱۰۰۰ ټولګې له چاپه راووت چې د ډېرو مخاطبینو په درلودلو سره اوس د بلخ ولایت په کتاب پلورنځیو او کتابتونونو کې یې مندل ستونزمن کار دی.

د یاد کتاب مترجم وايي چې د څو راتلونکو میاشتو په ترځ کې به ۵۰۰۰ ټولګې نورهم چاپ شي چې مالي لګښت یې د کورواشي هېواد د بهرنیو چارو وزارت پر غاړه اخیستی او ترې ترلاسه شوې هزینه د افغان شاعرانو د کتابونو پر چاپ لګول کیږي.

اتل وايي چې افغانستان په فرهنګي دیپلوماسۍ کې یو ورسته پاتې هېواد دی او د دې کتاب چاپ کولی شي چې د هېواد دیپلوماتیکه رابطه د اروپایی هېوادونو سره لا نوره هم نږدې کړي.

هغه وايي چې دا کتاب تر اوسه ډېرو بهرنیو سفارات خانو او قونسلګریانو ته د هېواد دننه او بهر استول شوی دی.

په کتاب کې ترډېره د افغانستان د کلیو باڼدو تصویر انځور شوی او د معرفو شاعرانو شعرونه په کې راټول شوي دي، لکه دا یو چې د ومان نیازي شعر دی:

هیدرې مو په فصلونو کې تم نشوې

اوس کوم دور د قلا ته کبرجوړ کړم

چې مرغیو ته ور لنډ وي

چې زما د ماشومانو

ناوکیو ته ور لنډ وي

د کتاب مترجم مجیب الرحمن اتل وايي، چې تر دې د مخه یې هم شعرونه لیکل او ژباړل خو د یاد کتاب چاپ او ژباړه ورته پدې مهمه ده، چې ټول مخاطبین یې بهرنیان دي او دا کتاب هغوی ته د هېواد پټو او ښکاره حقایقو بیان دی.

مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG