د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۸

بدخشان: له طالبانو سره د محلي پولیسو همکارۍ د امنیتي ځواکونو د اسیرکېدو لامل


د بدخشان چارواکي وايي چې د وردوج په تېرګران سیمه کې وسله والو طالبانو ته د ۱۰۷ پولیسو تسلیمۍ ته د سیمه ییزو پولیسو یوه قومندان زمینه برابره کړې وه.

د بدخشان سیمه ییز چارواکي وایي چې وسله والو طالبانو د تسلیم شویو پولیسو له ډلې ۳۶ سیمه ییز پولیس خوشې کړي او نور لا د مخالفینو په ولکه کې دي.

د بدخشان د والي ویاند احمد نوید فروتن د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په یاده سیمه کې وسله والو طالبانو ته د ۱۰۷ پولیسو تسلیمي هغه څه دي چې د سیمه ییزو پولیسو د یو قومندان له خوا ورته زمینه برابره شوې وه:

((پرون ۱۰۷ نفره په تیرګران کې چې ۳۶ یې سیمه ییز پولیس ول د قومندان جلال په مشرۍ او ۷۱ کسه هم ملي او سرحدي پولیس وو؛ د هغه معاملې له مخې چې د سیمه ییز پولیسو د قومندان له خوا شوې وه طالبانو ته تسلیم کړل شوي دي او تر اوسه هغه ۳۶ کسه چې سیمه ییز پولیس وو؛ د طالبانو له خوا بېرته خوشې شوي دي.))

د ښاغلي فروتن په وینا، دغه کسان یوه ورځ په محاصره کې پاتې وو چې د ناسمې هوا له امله مرسته ورونه رسېده.

د بدخشان ولایت د وردوج ولسوالۍ د تیرګران سیمه تر څلورو ورځو مقاومت ورسته تېره شپه د وسله والو طالبانو لاس ته ولوېده.

وسله والو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د وردوج په تېرګران کې یې ۱۱۰ کسه افغان امنیتي ځواکونه ژوندي نیولي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او یو شمېر وسلې او تجهیزات هم دوی تر لاسه کړي دي.

د دې راپور د لیکلو تر وخته طالبانو ته د تسلیم شوو کسانو د خوشې کېدو په اړه څه نه وو ویلي.

له دې وړاندې د بدخشان د ولایتي شورا رییس د تسلیم شوو پولیسو شمیر ۱۸۰ ښودلی و.

خو د بدخشان ولایت د سیمه ییزو چارواکو په وینا؛ په دغه پېښه کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او له افغان ځواکونو څخه یواځې دوه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

په ورته وخت کې د افغانستان په ولسي جرګه کې د بدخشان ولایت د خلکو یو شمېر استازي په یاده مساله او نورو امنیتي پېښو کې د امنیتي ځواکونو لوړ پوړي چارواکي پړه ګني.

په ولسي جرګه کې د بدخشان ولایت د خلکو استازې فوزیه کوفي:

((د تعجب وړ ده چې کله سړی ویني د دې هېواد سرتیري مقاومت کوي؛ خو د رهبرۍ په کچه جدي نه نیول کېږي؛ له بده مرغه دوی د سیمو د دفاع لپاره د ماتې په حال کې یوه دفاعي ستراتیژي غوره کړې ده.))

د میرمن کوفي په وینا، په کار ده چې د نیول شویو کسانو د خوشې کولو لپاره جدي هڅې وشي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو د دفاع وزارت چارواکي وايي چې دوی به ډېر ژر د تېرګران د بېرته نیولو عملیات پیل کړي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري:

((هغه څه چې دفاع وزارت پورې مربوط دي هغه دا چې هلته قطعاتو تجموع کړې ده او هیله ده چې ډېر ژر به عملیات پیل شي.))

بدخشان د افغانستان له نا امنو ولایتونو څخه دی چې څه موده وړاندې وسله والو طالبانو د دغه ولایت د جرم ولسوالي هم د څه مودې لپاره لاندې کړې وه.

په جرم کې هم د ملي اردو شا او خوا شل سرتیري ووژل شول؛ خو افغان امنیتي ځواکونو بېرته دغه ولسوالي خپله کړه.

ویل شوي چې په بدخشان کې د د طالبانو تر څنګ یو شمېر بهرني جنګیالي هم د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې جنګېږي.

پخواني معلومات:

د بدخشان سیمه ییز چارواکي وایي چې په وردوج ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونه د محلي پولیسو په همکارۍ وسله والو طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د بدخشان د والي ویاند احمد نوید فروتن ازادي راډیو ته وویل چې په دې کار کې د محلي پولیسو قومندان جانان لاس درلود او اوس طالبانو شپږ دېرش محلي پولیس بېرته پریښې دي.

د بدخشان یوې بلې سرچینې بیا ازادي راډيو ته وویل چې د تسلیم شوو امنیتي سرتېرو شمېر ۱۰۷ تنه دی او ټول یې طالبانو خوشې کړي دي.

طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې دوی په وردوج ولسوالۍ کې یوسل او لس امنیتي ځواکونه نیولي؛ خو تراوسه دې ډلې د امنیتي ځواکونو د خوشې کېدو خبره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG