د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۰

قدم شاه: په فاریاب کې امنیتي وضیعت د ډاډ وړ دی


ډګرجنرال قدم شاه شهیم
ډګرجنرال قدم شاه شهیم

د افغان پوځ لوی درستیز وايي، په فاریاب ولایت کې امنیتي وضیعت د ډاډ وړ دی او امنیتي ځواکونو دغلته د دولت وسله وال مخالفان ځپلي دي.

جنرال قدم شاه شهیم له ازادي رادیو سره په ځانګړي مرکه کې د ولسي جرګې د یو شمېر غړو دا څرګندونې ناسمې وبللې چې ګواکې وسله والو د فاریاب زیاتې سیمې نیولي دي او افغان ځواکونه په خپلو کې همغږي نه لري.

د افغانستان د وسله والو ځواکونو لوی درستیز وايي، په فاریاب ولایت کې د دولت وسله وال مخالفان ځپل شوی دي او افغان ځواکونه دغلته اوس تصفیوي عملیات کوي.

ډګرجنرال قدم شاه شهیم له ازادي رادیوسره په مرکه کې دا راپورونه چې وسله والو د فاریاب ځیني مهمې سیمې نیولي دي، رد کړل او ډاډ يې ورکړچې په نژدې ورځوکې به فاریاب په بشپړه توګه د دولت له وسله والومخالفانو تصفیه شي.

جنرال قدم شاه د ولسي جرګې د یو شمېرغړو دا څرګندونې چې وايي؛ افغان ځواکونه په خپلوکې لازمه همغږي نه لري، رد کړې او ويې ویل چې دفاع وزارت، د کورنیوچارو وزارت او ملي امنیت په فاریاب کې د روانو پوځي عملیاتو مشري او قومنده پرغاړه لري.

نوموړي وویل، امنیتي ارګانونو د فاریاب او د شمال د نورو ولایتونو د امنیت د ټینګښت او په دغو سیمو کې د دولت د وسله والومخالفانو د ځپلولپاره ټول لازم تدابیر نیولي دي.

فاریاب ولایت ته د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال عبد الرشید دوستم د سفر او دغلته د وسله والو پرضد د عملیاتو په اړه د هغه د څرګندونو په اړه جنرال قدم شاه وویل، فاریاب ته د جنرال دوستم د سفرهدف له امنیتي ځواکونو د سیاسي مشرتابه د کلک ملاتړ څرګندویه ده.

افغان امنیتي ارګانونه وايي، د دولت وسله وال مخالفان چې ګڼ شمېربهرني وسله وال ورسره دي، هڅه کوي چې د فاریاب په درېیو ولسوالیو او د نورو ځینو شمالي ولایتونو امنیت خراب کړي.

د افغانستان لوی درستیزپه داسې وخت کې د فاریاب د امنیت په اړه ډاډ ورکوي چې په دې وروستیوکې د دې ولایت او په ځینو نورو شمالي سیمو کې د پراخو نا امنیو په اړه راپورونه خپاره شوي دي.

XS
SM
MD
LG