د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۱

ملا محمد عمر څوک دی؟


ملا محمد عمر له ۱۹۹۶ میلادي کال تر ۲۰۰۱ کال پورې په افغانستان کې د طالبانو د رژیم مشر و.

دی یو له هغو کسانو و چې د امریکا متحد ایالتونه پسې ګرځیدل او د ده د موندلو لپاره یې لس میلیونه ډالر ایښي و.

د لومړي ځل لپاره طالبانو کال مخکې د ملا محمد عمر ژوند لیک په خپل ویب سایټ کې خپره کړه. تیرکال چې کله طالبانو دا کار وکړ ځینو څیړونکو وویل چې د دې لپاره یې داسې کړې دي چې د ملا عمر د مرګ اوازو ته ځواب ووایي.

ملا محمد عمر په ۱۹۵۹ کال کې د کندهار په خاکریز ولسوالي کې په یوې بې وزلې کورنۍ کې وزیږید. ویل کیږي چې له پلاره یې نه کور درلود او نه هم مځکه. د ده پلار هم ملا و. د ملاعمر پلار غلام نبي چې کله مړ کیده زوی یې درې کلن و.

ملا عمر له پلاره یو زوی خو د هغه له وفاته وروسته د ده مور له مولوي محمد انور سره چې د ملا عمر تره دی، واده وکړ او درې ناسکه وروڼه او څلور خویندې یې وزیږیدې.

مولوي انور ملا عمر ته ابتدایي دیني تعلیمات ورکړل او بیا د دوی کورنۍ رزګان ته ولاړه او ه لته یې تره په یوه جومات کې امامت پیدا کړ. کله چې د پخواني شوروي اتحاد پوځیان افغانستان ته راغلل، ملا محمد عمر شاخوا نولس کلن و. هغه وخت دی د کندهار په میوند ولسوالي وو او له مجاهدینو سره یوځای شو.

طالبان وایي چې ملا محمد عمر د شوروي د ځواکونو پر مهال څلور ځله ټپي شو او یوه سترګه یې هم هغه وخت ړنده شوه. ملا محمد عمر د مولوي محمد خالص د اسلامي حزب له قوماندان ملا نیک محمد سره په جبهه کې و.

په کابل کې د ډاکټر نجیب د حکومت تر سقوط وروسته چې د مجاهدینو ډلو په خپلو کې جګړې پیل کړې ملا محمد عمر په کندهار کې و او بیا یې په ۱۹۹۴ کې د طالبانو مشر شو. ده ته په ۱۹۹۶ کال کې د کابل په ګډون د افغانستان د ډیرو سیمو له نیولو وروسته طالبانو د امیرالمومنین لقب ورکړ.

ملا محمد عمر د خپل نژدې پنځه کلن واک پر مهال په کندهار کې پاتې شو. په دې موده کې د ده او القاعده شبکې اړیکي دومره ټینګ شول چې د امریکا د متحد ایالتونو له ګواښونو سره سره ده د اسامه بن لادن دفاع وکړه او هغه یې له افغانستانه ونه ایست. بیا چې په ۲۰۰۱ کال کې القاعده شبکې په واشنګتن او نیویارک کې ترورستي بریدونه وکړل، د امریکا د متحد ایالتونو په مشرۍ نړیوالو ځواکونو د طالبانو رژیم ړنګ کړ او له هغې مودې راوروسته د طالبانو مشر تری تم شو. په ۲۰۰۴ کال کې د ملا عمر په غږ وروستی پیغام خپور شوی دی او تر دې نیټې راوروسته وخت په وخت د ده په نوم چاپي اعلامیې خپریدې شوې او غږیزې اعلامیې د نورو کسانو په اوازونو د ملا عمر له لورې ویل شوې دي.

د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند ظفر هاشمي وایي، چې دوی هم دا خبر ترلاسه کړی دی چې ملا محمد عمر دوه کاله مخکې وفات شوی دی خو د دې خبرې د تایید لپاره تحقیقات کوي.

XS
SM
MD
LG