د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۱

خدیجې د اذربایجان حکومت ته د یوه ځپونکي ماشین نوم ورکړ


Ismayilova
Ismayilova

خديجې اسمعیلووا پرون (دوشنبه) د باکو محکمې ته وینا وکړه او د اذربایجان حکومت ته یې د یوه ځپونکي ماشین نوم ورکړ.

اسمعیلووا محکمې ته وویل، د دې په رپوټونو کې ثابته شوې چې د اذربایجان ولسمشر الهام علییف د حکومتي بودجې پيسې خوړلې او ګټه یې د هغه د کورنۍ غړو ته رسیدلې ده.

د باکو محکمې پرون د خدیجې اسمعیلووا خبرې قطع کړې او هغې ته یې اجازه ورنه کړه چې په محکمه کې خپله وینا بشپړه کړي.

د محکمې لپاره د اسمعیلووا په بیان کې چې یوه کاپي یې ازادي راډیو ته رسیدلې؛ لیکل شوي:

((د شرم ځای دی. دا څه ډول حکومت دی؟ ستاسې هره دسیسه بریالۍ نه شوه چې زما پر ضد مو د جنايي جرم دوسیه جوړه کړي.))

خدیجه اسمعیلووا، پرون بیا د اذربایجان پر ولسمشر الهام علییف تور پورې کړ چې په پراخ اداري فساد کې لاس لري او پر خپل حکومت د انتقادونو د غلې کولو هڅې کوي.

د دې مور المیرا اسمعیلووا پرون د محکمې دودانۍ په وړاندې خبریالانوته وویل:

((خدیجې د خپل کار په اړه خبرې وکړې؛ خو قاضي او څارنوالانو یې څرګندونې قطع کړې. هغوی اجازه ورنه کړه چې خبرې بشپړې کړي. خو خدیجې د خپلې وروستۍ وینا زیاته برخه څرګنده کړه او خپل پيغام یې ورساوو او محاکمه وځنډول شوه.))

خدیجه اسمعیلووا په اذربایجان کې د ولسمشر الهام علییف او د هغه د کورنۍ د مالي معاملو او د دې هېواد په حکومتي سیسټم کې د اداري فساد په اړه څیړنیز رپوټونه جوړول.

دا تورنه ده چې مالیه یې نه ده ورکړې او له خپله نفوذه يې ناوړه ګټه اخیستی او مخکې تر دې چې د محکمې له لوري مجرمه وپيژندله شي؛ د ډسمبر له میاشتې راهیسې زنداني ده.

خو اسمعیلووا ویلي چې پر دې لګیدلي تورونه سیاسي اړخ لري. د دې محاکمه د اګست په ۷مه پیل شوه.

خدیجې اسمعیلووا ویلي:

((زه دا غندم چې د ولسمشر کورنۍ غلاوې کوي؛ په بهرنیو بانکونو کې ذخیرې جوړوي؛ مالیه نه ورکوي او له بهرنیو شرکتونو سره د خپلې ګټې پر اساس، قراردادونه کوي.))

د باکو محکمې باید پرون د خدیجې اسمعیلووا د برخلیک په اړه پرېکړه کړې وای؛ خو دا کار تر ننه وځنډول شو.

مدافع وکیلانو وویل چې د دوشنبې په ورځ د محاکمې جریان ډېر له شدته ډک و او څارنوالانو په پرله پسې ډول، له قاضي غوښتنه کوله چې د خدیجې د خبرو مخنیوی وکړي.

امریکا او زیاتو غربي دولتونو د اذربایجان له حکومته غوښتنه کړې چې ژر تر ژره خدیجه له بنده خوشې کړي. د اذربایجان پر ولسمشر دا انتقاد کیږي چې د خدیجې په څېر مخالفو فعالانو د غلي کولو هڅې کوي.

د بشري حقونو د څارنې نړېوال سازمان [Human Rights Watch] روان کال اسمعیلووا ته د فوق العاده فعالیت لپاره د [Alison Des Forges] نړېواله جایزه ورکړه.

XS
SM
MD
LG