د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۷

اشرف غني:د جګړې رضاکاران دې د دولتي ځواکونو لیکوته ورشي


ولسمشراشرف غني وايي چې یوازې د هېواد ملي امنیتي ځواکونه به په کندزکې د وسله والو طالبانو پرضد جګړه وکړي.

ښاغلي غني پرون ماښام په یو خبري غونډه کې چې د کندزد سقوط په اړه پوښتنو ته یې په تفصیل سره ځوابونه وویل، د هغو قوماندانانو احساسات یې وستایل چې وايي، په کندز کې د وسله والو طالبانو پرضد د جګړې لپاره یې سلګونه جنګیالي چمتو دي خو ده ټینګار وکړ چې د جګړې رضاکاران دې د دولتي ځواکونو لیکوته ورشي.

ولسمشراشرف غني پرون په خپلو څرګندونو کې ټینګار وکړچې د کندز او د هېواد د نورو سیمو د دفاع لپاره د خلکو چمتووالی باید د هېواد د وسله والو ځواکونو په چوکاټ کې وي.

دا په داسې حال کې ده چې کندزته اضافي سرتېري استول شوي او د راپورونو له مخې د ښار یو شمېر سیمې له وسله والو طالبانو څخه تصفیه شوې دي.

ولسمشرغني وویل چې د کندز د سقوط د عواملو په اړه تحقیقات پیل شوي او د څو کسانو د نیولو خبر یې هم ورکړچې د ده په وینا د کندز په سقوط کې یې لاس درلود.

د کندزله سقوط وروسته له جمعیت ګوند سره تړلو یو شمېرجهادي قوماندانانو سلګونه کسان راغونډ کړل، ویې ویل چې د کندز د دفاع لپاره به له طالبانو سره د جګړې لومړۍ کرښې ته ولاړ شي.

ولسمشرغني که څه هم د دې قوماندانانو د چمتووالي ستاینه وکړه، خو ټینګار یې وکړچې له وسله والو مخالفینو سره جګړه د هېواد د ملي ځواکونو دنده ده او له طالبانو سره د جګړې رضاکاران دې هم د دولتي ځواکونو په لیکو کې شامل شي:

((د وطنپالنې د دې روحیې هرکلی کوو. زموږ هیله دا ده چې دا ټول کسان دې د اردو او پولیس لیکو ته سوق کړي.

د اردو او پولیسو په منظمو لیکو کې د قانون د حاکمیت د ټینګښت او د اعتبار د مناسب چاپېریال د رامنځته کولو لپاره په کارده چې موږټول د افغانستان په امنیتي، دفاعي ځواکونو کې دننه منسجم شو او په دې برخه کې ځوانان په خاص ډول هڅوو.))

ولسمشرغني له دې مخکې د کندز له یو شمېرمشرانو سره په کتنه کې په کندز کې د امنیتي کمیسیون د جوړېدو خبر ورکړ او په ډاګه یې کړه چې هېڅ یوې خپلسرې وسله والې ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې کندز ښار ته ننوځي:

((امنیتي کمیسیون نن په کندز کې جوړ شو. هېڅ یو غیرمسوول وسله وال کس ته به کندز ته د ننوتو اجازه ورنکړل شي. ټولو ته مې نن هدایت ورکړ.))

په پرونۍ خبري غونډه کې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر جېلاني پوپل وویل، ښاغلي غني په کندزکې د چارو د سمبالولو په خاطر د دریو کمیسیونونو د جوړېدو امر کړی چې یو به په کندز کې دولتي او شخصي شتمنیو ته اوښتي زیانونه وڅېړي، دوهم به د کورنیو بېځایه شویو شمېر او اړتیاوې په ګوته او له هغو سره د مرستې په برخه کې اقدام وکړي او دریم به د هېواد په شمال ختیځ کې د سیمه ایزو ادارو د اصلاحاتو لپاره سلامشورې وکړي.

XS
SM
MD
LG