د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۸

اروپایي ټولنې په افغانستان کې د اعدام سزا د بندېدو غوښتنه وکړه


افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه دی چې په کې د اعدام سزا عملي کیږي.

په کابل کې د اروپایې ټولنې سفیر د سې شنبې په ورځ په یوې خبري غونډې کې دې موضوع ته په اشارې سره وویل؛، تجربو ښودلې چې اعدام او یا د مرګ نورې سزاوې نشي کولای په یوې ټولنې کې جرمونه را کم کړي.

د اروپایي ټولنې سفیر فرانز مایکل میلبن د خپلو خبرو په دوام وویل چې افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې په کې د تاوتریخوالي کچه خورا زیاته ده او د اعدام سزا به د تاوتریخوالي موجوده اندازه لا پسې زیاتې کړي:

((زما په نظر د افغانستان لپاره په دې برخه کې ځینې نور دلایل شته. زما لپاره دا یو قوي دلیل دی چې په افغانستان کې نور باید تاوتریخوالی را کم شي نه ډېر. نو دا اړینه ده چې حکومت یو قوي پيغام ورکړي چې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره غواړي اعدام بند کړي.))

ده همدا راز اندېښنه څرګنده کړه چې د افغانستان په عدلي او قضایي سیسټم کې د شفافیت د نه شتون له امله دا مهمه ده چې حکومت د اوس لپاره د اعدام سزا عملي نه کړي.

د اکټوبر لسمه په نړۍ کې د اعدام له سزا سره د مبارزې نړیواله ورځ ده.

د بخښنې نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې؛ لا هم د نړۍ په څه باندې پنځوسو هېوادونو کې د اعدام سزا عملي کیږي چې تر ټولو زیات موارد یې په چین؛ امریکا، ایران، سعودي عربستان، شمالي کوریا او پاکستان کې دي. خو پاته هېوادونو یا د اعدام سزاوې په خپلو قوانینو کې له منځه وړي او یا یې هم ځنډولي دي.

افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه دی چې په کې یو شمېر کسان اعدام شوي او یا هم د اعدام د حکم عملي کېدو ته انتظار باسي.

په دغه هېواد کې کابو یو کال مخکې پنځه تنه په کابل کې د غلاوو او جنسي تیري او د حبیب استالف په نوم یو تن د انسان تښتونې په جرم اعدام شول.

دغه راز څلور تنه په کابل کې د فرخندې په نوم د یوې ځوانې نجلۍ د وژلو په تور د لومړنۍ محکمې له خوا په اعدام محکوم شوي او د سترې محکمې وروستي حکم ته انتظار باسي.

خو د حقوقي چارو کارپوه عبدالکبیر رنجبر وایي؛ تر هغو چې د افغانستان په قضایي او عدلي نظام کې شفافیت رامنځ ته نه شي؛ دا به غوره وي چې د اعدام سزاوې وځنډول شي.

((په افغانستان کې عدلي او قضایې ارګانونه تر اوسه خورا فاسد پاته شوي دي. نو دا یو وجهه ورکوي چې رښتیا هم دلته کیږي چې غیر عادلانه اعدامونه وشي او عدالت تر پښو لاندي شي.))

خو ښاغلی رنجبر وایي، د اسلامي قوانینو او د افغانستان شرایطو ته په کتو په هغه صورت کې چې د مجرم جرم مشهود وي او کافي اسناد موجود وي؛ نو د اعدام عملي کول یوه اړتیا ده.

کارپوهان سپارښتنه کوي چې په افغانستان کې تر هر څه مخکې دا اړینه ده چې د قانون حاکمیت ته کار وشي او له فساد سره جدي مبارزه وشي؛ تر څو عدالت په بشپړه توګه عملي شي او په ټولنه کې له جرمونو سره هم مبارزه شوې وي.

XS
SM
MD
LG