د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۹

په افغانستان کې د ناټو د "ټاک" مأموریت تر ۲۰۱۶مه وغځېد


په برلین کې د ۲۱ هغو هېوادونو د دفاع وزیرانو چې د افغانستان شمال کې د ناټو په چوکاټ کې افغان ځواکونو ته د روزنې مشورې او مرستې (TAAC) په مأموریت کې برخه لري خپل دا مأموریت د ۲۰۱۶ میلادي کال لپاره تمدید کړ.

د جرمني د دفاع وزیرې اورسولا وون در لېن وویل چې په شمال کې افغان ځواکونو ته د روزنې، مشورې او مرستې په ماموریت کې برخه اخیستونکې هېوادونه سلا شول چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې به هم دې ماموریت ته دوام ورکوي.

دا ماموریت ناټو د قاطع ملاتړ د پروسې برخه ده.

د جرمني د دفاع وزیرې اورزولاو وون دِر لین وویل:

"موږ موافق شو او دا یو ډېر ښه خبر دی چې موږ په افغانستان کې د امنیتي جوړښت د پیاوړتیا په مأموریت کې خپلې ونډې ته دوام ورکوو. دا یوه ډېره ښه نتیجه ده ځکه لاهم ډېر څه شته چې باید ترسره شي، موږ غواړو چې د قاطع ملاتړ مأموریت ته په ۲۰۱۶ میلادي کال کې هم دوام ورکړو."

د جرمني د دفاع وزیرې په وینا د دې معنی دا ده چې موږ غواړو هغه پرمختګ چې لا دمخه مو کړی وساتو او همدارنګه مخکې د نورو ګامونو د اخیستو اسانتیا برابره کړو.

بلخوا د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر معصوم ستانکزي چې په دې کنفرانس کې یې برخه لرله، خبریالانو ته وویل، په افغانستان کې وروستیو پېښو یو ځل بیا د نړېوالې همکارۍ د دوام اړتیا جوته کړه.

ښاغلي ستانکزي:

"وروستیو پېښو او مناسبتونو وښوده چې د ترهګرۍ نوې بڼې سره مبارزه پراخه نړېواله همکاري غواړي. زه فکر کوم چې افغانستان د ډېرې مودې راهیسې کړېږي. له همدې کبله زه په دې باور یم چې همکاري او په افغانستان کې ثبات به په سیمه کې د پراخ ثبات سبب شي. همدارنګه به له افغانستانه د مغزونو د تېښتې مخه ونیول شي او د کډوالۍ ستونزه به کمه شي."

په افغانستان کې د ناټو عمومي قومندان امریکايي جنرال جان کمپبل، په دې خبري غونډه کې د افغان امنیتي ځواکونو ستاینه وکړه.

نوموړي د تېر اوړي جګړو ته په اشاره وویل، دا ډېرې سختې جګړې وې او ما په کې د افغان ځواکونو پرمختګ ولید.

جنرال کمپبل زیاته کړه:

"دوی ډېر مقاومت درلود. خو دا د جرمني او د روزنې، مشورې او ملاتړ په مأموریت کې د نورو برخه اخیستونکو او نورو مرسته کوونکو هېوادونو له دومداره ملاتړ پرته ممکن نه دی. زه فکر کوم، نننۍ غونډه او هغه ژمنتیا چې ما د مېز چاپېره ولیده د افغانستان د ملي یووالي حکومت، د افغانستان خلکو او د افغانستان ځواکونو ته قوي پیغام استوي. همدارنګه وسله والو طالبانو ته هم یو پیغام دی چې نړېوال ایتلاف د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي او دوی باید وسلې پر ځمکه کېږدي او د سولې په پروسه کې شامل شي."

په شمال کې افغان ځواکونو ته د روزنې، مشورې او مرستې مأموریت چې د ناټو د قاطع ملاتړ د مأموریت برخه ده په نهو ولایتونو بدخشان، بلخ، فاریاب، جوزجان، سمنګان، کندز، سرپل او تخار متمرکز دي.

د ناټو په دې مأموریت کې امریکا، جرمني، ترکیه، ډنمارک، هالند، ناروې، ګورجستان، هنګري، فېنلېڼد او یو شمېر نور هېوادونه برخه لري.

ناټو د ملاتړ د ماموریت په برخه کې د افغانستان په نورو زونونو کې هم ورته د روزنې، مشورې او ملاتړ ماموریتونه پر مخ بیايي.

XS
SM
MD
LG