د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۰

حنیف اتمر په کابل کې د روسیې له سفیر سره د مسکو د مرستو په اړه خبرې وکړې


د افغانستان د ملي امنيت شورا له افغانستان سره د روسيې پوځي همکاري مهمه بولي.

دغو دوو افغان او روسي چارواکو پرون په کابل کې له افغانستان سره د روسيې پر پوځي همکارۍ خبرې کړې دي.

افغان دولت وايي چې د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر د کابل لپاره د روسيې له سفير ا"لکساندر ماتيڅکي" سره په کتنه کې د دې همکاريو پر جزئياتو بحث وکړ.

د ملي امنيت د شورا وياند تواب غورځنګ ازاي راډيو ته وويل چې دى د روسيې د دغو پوځي همکاريو پر جزئياتو ډېرې خبرې نه شي کولاى؛ خو دى وايي، د امن د ټينګښت او د سولې د راتګ لپاره د روسيې پوځي همکارۍ مهمې دي:

"د فدراتيفې روسيې جمهوريت په وار- وار له افغانستان سره د امن په ټينګښت او سولې د تامين لپاره په پوځي برخه کې همکاري وکړي.

افغان دولت باور لري چې د امن د تامين لپاره د وسله والپوځ تجهيز او له هغوى سره د وسلو په برخه کې مرسته له دوى سره زياته مرسته کولاى شي."

روسيې د افغانستان په شمال کې د داعش ډلې د فعاليت پر زياتېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.

په وروستيو کې د ولسمشر لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم؛ د ولسي جرګې يوه هيئت، د مشرانو جرګې ریيس او د ولسي جرګې رئیيس روسيې ته سفرونه کړي دي.

د مشرانو جرګې ریيس فضل الهادي مسلميار چې تازه له روسيې څخه کابل ته راستون شوى؛ پرون ازادۍ راډيو ته وويل، روسيه په پام کې لري، تر راتلونکې مياشتې پورې لس زره ميله کلاشينکوف وسلې د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ته ورکړي.

افغان دولت دغه راز له روسيې غوښتنه کړې چې د هوايي ځواک په برخه کې هم له افغانستان سره مرسته وکړي.

په افغانستان کې د ناټو چارواکو ويلي؛ په سوريه کې د روسيې د رول له کبله له افغانستان سره د دغه هېواد پوځي مرستو ته د شک په سترګه ګوري.

XS
SM
MD
LG