د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۸

د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون د عملي کېدو د کمېسون لومړۍ غونډه وشوه


د افغانستان د دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونه تر دوه زره شلم کاله د امریکا او ناټو مالي ملاتړ ته ضرورت لري.

که څه هم د ملي یوالي د حکومت په لومړیو ورځو کې د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون لاسلیک شو؛ خو د دغه تړون د عملي کېدو د کمېسیون لومړنۍ ناسته نن په کابل کې وشوه.

د دغې ناستې مهمې پرېکړې دا وې چې د افغانستان او د امریکا له لورې درې ټاکل شوې کمېیټې به د امنیتي تړون عملي کېدو ته په تدریجي توګه زمینه برابره کړي.

د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر معصوم ستانکزي د یکشنبې په ورځ په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال جان کمبپل سره ګډې مطبوعاتې ناستې ته وویل چې د امنیتي تړون د تطبیق کمېسیون به عمومي وضعیت ته په کتو تصمیم ونیسي.

ښاغلی ستانکزی وايي د ارزونو له مخې له افغان امنیتي ځواکونو سره باید د ناټو او امریکا مالي ملاتړ تر دوه زره شلم کاله دوام پیدا کړي:

"د دوه زره اوولسم کاله څه چې تر دوه زره شلم کاله هدف دا دی چې دا اوسنۍ سطح د تمول او د امکاناتو د ورکړې وساتل شي؛ دا خپله د دې معنا لري چې زموږ ارزیابي په واقعبینانه شکل باندې صورت نیسي؛ ترڅو د افغانستان ملي امنیتي پوځونه وتوانیږي چې خپلې دندې سرته ورسوي."

نوموړي همدا راز د نړۍ له هیوادونو سره امنیتي او دفاع تړونونه د افغانستان حق وباله او وايي چې دا د طالبانو لپاره د جګړې بهانه نه شي کېدای.

ولسمشر محمد اشرف غني د خپل حکومت په دوهمه ورځ د امریکا له متحدو ایالتونو او ناټو سره دوه امنیتي تړونونونه امضاء کړل چې پر اساس یې د امریکا متحده ایالات او د ناټو غړي هېوادونه به په افغانستان کې د امنیت او ثبات د ټینګښت؛ له ټروریزم سره د مبارزې، د افغان حکومت پر وړاندې د کورنیو او بهرنیو ګواښونو د دفع کولو ترڅنګ له کابل سره خپلو نږدې همکاریو ته دوام ورکړي.

په کابل کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان کمبپل وايي؛ د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون له افغان ځواکونو سره د همکارۍ چوکاټ برابر کړی او دوی په دې برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان همدا راز وویل چې طالبان د سولې له پروسې سره د یو ځای کیدو پرته بل انتخاب نه لري او باید دغه کار وکړي:

"د طالبانو لپاره یوازینې لار همدا ده چې د سولې له بهیر سره یوځای شي؛ لکه څنګه چې ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله ترې غوښتې؛ له طالبانو مو غوښتنه دا ده چې خپلې وسلې پرځمکه کېږدئ او د افغانستان او خپل هېواد یو برخه وګرځئ؛ خو که تاسو د ماشومانو ښځو او افغان ځواکونو پروړاندې خپل تاوتریخوالي ته دوام ورکړي هیڅ آینده به ونه لرئ."

که څه هم د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون له لاسلیک وروسته انګیرنې دا وې چې د افغانستان ځيني ګاونډي هېوادونه به له امریکا سره امنیتي تړون د خپلو ګټو په زیان وګڼي خو هغه مهال ولسمشر محمد اشرف غني دا ډول اندیښنې بې ځایه وبللې.

ولسمشر ویلي وو چې له دې تړون نه زموږ ګاونډیانو ته هېڅ خطر نه شته؛ باید دوی د خطر احساس و نه کړي، ځکه دا تړون یوازې د افغانستان د ثبات او ښېګڼې لپاره دی؛ نړیوال به د هغه څه په دفع کې له افغانستان سره همکاري کوي چې افغانستان او نړۍ ته ګواښ وي.

XS
SM
MD
LG