د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۳

"د حکومت او طالبانو تر منځ خبرې به په نږدې وخت کې پيل نه شي"


د افغانستان او منځنۍ اسیا د هېوادونو لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف
د افغانستان او منځنۍ اسیا د هېوادونو لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف

په داسې حال کې چې افغان چارواکي وايي، د روانې میلادي میاشتې تر پایه د طالبانو سره د مخامخ خبرو نېټه ټاکل کېږي، د افغانستان لپاره د روسیې استازی ضمیر کابلوف وايي، په نږدې راتلونکي کې د وسله والو طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې د خبرو د پیل امکان نه ویني.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، دا مهال باید د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې د خبرو بیا پیل ته ډېره تمه ونه شي.

د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، دی شخصاً په دې پړاو کې د افغانستان د سولې د بهیر د پیل لپاره هېڅ ډول راتلونکې نه ویني.

کابلوف چې پرون یې د انټرفاکس خبري اژانس سره خبرې کړي وايي، کېدای شي چې د ۲۰۱۶ میلادي کال د مني په موسم کې د طالبانو او افغان حکومت د استازو تر منځ د خبرو اترو د پیل په اړه څه وویل شي، خو په نږدې راتلونکي کې د دواړو لورو تر منځ خبرې اترې ممکنې نه ښکاري.

خو د افغانستان د سولې شورا وايي، دوی او د افغانستان خلک ژر تر ژره د سولې د خبرو اترو د پیل هیله لري.

د سولې د عالي شورا غړي مولوي عطاالله لودین د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

"د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم خلکو ته ژمنه ورکړې چې په نږدې راتلونکي کې به دا مزاکرات پیلېږي، د افغانستان خلک تر دې د ډېرې جګړې او نا امنۍ زغم نه لري، موږ هیله من یو چې په نږدې راتلونکي کې به د سولې خبرې پیل شي او ښې پایلې به ولري."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د تېرې شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د څلور اړخیزو خبرو د درېیمې غونډې نه وروسته وویل، له طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو لپاره د نېټې د ټاکلو په موخه د دې څلور اړخیزې ډلې له خوا هڅې پیل شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ټاکل شوې ده چې د روانې فېبرورۍ میاشتې تر پایه د افغان حکومت او طالب استازو تر منځ د مخامخ خبرو د پیل نېټه وټاکل شي.

د افغانستان د سولې د خبرو اترو د پیل په هدف د څلور اړخیزو غونډو څلورمه غونډه د فېبرورۍ میاشتې په ۲۳مه نېټه بیا په کابل کې جوړېږي.

په دې غونډه کې د افغانستان او پاکستان سربېره د امریکا او چین استازي هم برخه اخلي.

د افغانستان د سولې د خبرو اترو د پیل په اړه په داسې حال کې څرګندونې کېږي چې خپله طالب استازو په قطر کې د پګواش له خوا په جوړې شوې غیر رسمي غونډه کې یو ځل بیا د سولې د خبرو اترو د پیل لپاره پر پخوانیو شرطونو ټینګار کړی.

XS
SM
MD
LG