د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

د"وحيدي"د اختطاف خبر د پاکستان عالي رتبه چارواکو پورې رسېدلى


د هرات پخوانى والي سيد فضل الله وحيدي
د هرات پخوانى والي سيد فضل الله وحيدي

په اسلام اباد کې د افغانستان سفير وايي، هيله من دى چې د هرات پخوانى والي سيد فضل الله وحيدي د تښتوونکو له منګولو ژر خوشې شي.

حضرت عمر زاخېلوال ازادي راډيو ته وويل، د پاکستان د صدراعظم نواز شريف په ګډون يې د دغه هېواد له عالي رتبه چارواکو په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

ښاغلى وحيدي د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې وتښتول شو.

په پاکستان کې د افغانستان سفير وايي، له اسلام اباده د هرات د پخواني والي ورک کېدل د دغه هېواد د امنيتي سکټور ښه تصوير نه وړاندې کوي.

حضرت عمر زاخېلوال تېر ماښام له ازادي راډيو په خبرو کې وويل، د سيد فضل الله وحيدي د اختطاف خبر يې د صدراعظم نواز شريف ترڅنګ د پاکستان د حکومت تر عالي رتبه چارواکو رسولى دى.

ښاغلي زاخېوال وويل، د پاکستاني چارواکو د جدي اقدام غوښتنه يې کړې او په دې باب يې ورسره خپله اندېښنه شريکه کړې ده.

ښاغلي زاخیلوال زیاته کړه:

"څرنګه چې دى په ويزه راغلى و، د پايتخت له منځ نه په رڼا ورځ وتښتول شو، دا خامخا د دوى د ارګانونو ښه تصوير نه ښکاره کوي."

سيد فضل الله وحيدي په لومړېو کې د کونړ وروسته د هرات والي و چې د جمعې په ورځ د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د ناپېژاندو وسلوالو له خوا وتښتول شو.

د چين سينهوا خبري اژانس د پاکستاني پوليسو د سرچينو او په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت په حواله راپور ورکړى چې د افغان حکومت دغه پخوانى مقام د بريتانيا د ويزې اخيستلو لپاره له خپلې کورنۍ سره اسلام اباد ته تللى و.

د ښاغلي وحيدي د تښتونې مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى، خو په اسلام اباد کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال وايي، د دې اختطاف انګېزه دوى ته هم نه ده معلومه.

د پاکستان پوليسو ويلي، چې د دې قضيې په اړه د دوى څېړنې روانې دي.

د اسلام اباد د پوليسو وياند قمر د ازادۍ راډيو مشال څانګې ته وويل، چې د ښاغلي وحيدي د موندنې لپاره د اسلام اباد په څو برخو کې عمليات پيل شوي دي.

ښاغلي قمر زیاته کړه:

"دى له څو ورځو راهيسې په ايف ٧٢ اتلسمه کوڅه کې اوسېده. موږ ته موظف افسر راغى او ويې ويل چې ځينې کسان په موټر کې راغلل او دى يې له ځان سره بوت، تر اوسه نه ده معلومه چې دى چا چېرې بېولى دى. پلټنې روانې دي."

په پاکستان کې د افغانستان سفير عمر زاخېلوال وايي، ښاغلي وحيدي په قضيه کې هېڅوک چا ته ډاډ نه شي ورکولاى، خو د ده د د ازادۍ په اړه بايد هيله له لاسه ورنه کړو.

XS
SM
MD
LG