د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۷

سرنوشت: امریکايي سرتېري ولې هلمند ته ورګرځي؟


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په افغانستان کې د امنیتي حالاتو په اړه یو شمېر مطالب خپاره کړي دي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په خپله سر مقاله کې لیکي چې امریکا پرېکړه کړې چې هلمند ته یو ځل بیا سلګونه نور سرتېري ولېږي.

په سر مقاله کې راغلي که څه هم امریکا له هلمند څخه خپل ټول سرتېري نه دي ایستلي خو پرېکړه یې کړې چې یو ځل بیا سلګونه نور سرتېري هلمند ته ولېږي.

سر مقاله لیکونکی لیکي چې امریکايي سرتېري ولې هلمند ته ورګرځي او دا چاره به د هلمند پر امنیت څه ډول اغېز وکړي.

په سر مقاله کې دغه شان راغلي چې لسګونه زره بهرني ځواکونه تر لسو کلونو زیات په هلمند کې وو خو هلمند د دوی په حضور کې د وسله والو طالبانو پیاوړی مرکز و.

کابل پوسټ:

کابل پوسټ خپلواکې ورځپاڼې بیا د بغلان د جګړې حال لیکلی دی.

کابل پوسټ په خپل یوه مطلب کې د بغلان د والي عبدالستار بارز له قوله لیکلي چې د پولیسو ځانګړي ځواکونه دغه ولایت ته رسېدلي او تمه یې ښودلې چې د دغو ځواکونو په ورتللو سره به د بغلان په امنیتي وضیعت کې بدلون راشي.

کابل پوسټ په خپل دغه مطلب کې وړاندې لیکي چې په سلګونه وسله وال طالبان د دغه ولایت په درېیوو ستراتېژیکو سیمو کې فعالیت لري او لس ورځې مخکې یې کابل ته د ازبکستان د وارداتي برېښنا څو پایې هم نړولي دي.

په مطلب کې راغلي چې د بغلان د مرکز پلخمري په لوېدیځ کې ډنډ غوري او شمال لوېدیځ کې ډنډ شهاب الدین له میاشتو مخکې د طالبانو په ولکه کې دي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکي چې د افغانستان د ملي امنیت شورا په خپلې پرونۍ غونډه کې امنیتي تهدیدونه ارزولي او د امنیتي او دفاعي ځواکونو هلې ځلې یې ستایلې دي.

په مطلب کې راغلي چې په دغه غونډه کې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د تهدیدونو د دفع کولو په هدف لازمې لارښونې شوې او د قول اردوګانو، قومندانیو، کنډکونو، او پوستو تر منځ د همغږۍ په زیاتوالي ټینګار شوی دی.

په مطلب کې دا هم راغلي چې د ملي امنیت شورا پرېکړه کړې چې د هلمند ولایت امنیتي وضیعت ته په پام سره دې د اړوندو ارګانونه یو با صلاحیته پلاوی د ارزونې په هدف دغه ولایت ته ولېږل شي.

XS
SM
MD
LG