د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۴

واشنګټن پوسټ: طالبان له یوټیبرانو څخه د خپلو تبلیغاتو لپاره کار اخلي


له ارشیفه د یوه یوټیوب چینل تصویر
له ارشیفه د یوه یوټیوب چینل تصویر

واشنګټن پوسټ په خپل نوي راپور کې چې د یکشنبې په ورځ یې خپور کړ، لیکلي چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې له انفلوینسرونو( د یوټیوب له اغېز لرونکو) او ویډیويي وېب لاګ لیکونکو یوه رنګینه ټولنه روزي، او افغانستان نه د یوه مثبت انځور او د خوښې وړ لید وړاندې کولو په هڅه کې دي چې دا کولی شي د میلیونونو انلاین لیدونکو پام ځانته واړوي.

د دې راپور پر بنسټ، په داسې حال کې چې طالبانو په ۱۹۹۶ کال کې د خپلې واکمنۍ په لومړۍ دوره کې تلویزیونونه مات او فلمونه یې وسوځول، د خپلې بیا واکمنۍ پر مهال د خپل حکومت په ګټه د مثبتو تبلیغاتو په موخه له نویو ویډیویي ټېکنالوژیو کار اخلي.

یادې ورځپاڼې لیکلي چې د طالبانو حکومت یوټیوب چینلونو ته د جوازونو په وېشلو سره هغوی ته د تلویزیوني او رادیويي شبکو برابر ارزښت ورکړی.

ورځپاڼه زیاتوي: یوټیوبران ادعا کوي چې طالبان هغوی ګواښي چې له رسمي قوانینو نه د سرغړونې په صورت کې به یې جوازونه لغوه کړي.

د راپور له مخې، هغه اینفلونسرانو ( یوټیوب اغېز لرونکو) چې کار یې د رژیم په ګټه ګڼل کېږي، اجازه ترلاسه کړې چې په دولتي وزراتونو کې ځای ومومي او خپلې لاسته راوړنې نندارې ته وړاندې کړي.

واشنګټن پوسټ په افغانستان او پاکستان کې د منځپانګې له لسو تولیدوونکو سره د مرکو پر بنسټ ویلي چې په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو د فشار او خپل سانسوري په پایله کې پر طالبانو د انتقاد ویډیوګانې په پراخه کچه د یوټیوب په شان له ټولو پلتفارمونو ورکې شوې دي او دوی د طالبانو له قوانینو څخه له سرغړونې وروسته نيول شوي او پوښتل شوي دي.

یوټیوبران تر ډېره د بیارغونې له عادي چارو بېلابېل راپورونه خپروي او د طالبانو پر ستاینو تمرکز لري
یوټیوبران تر ډېره د بیارغونې له عادي چارو بېلابېل راپورونه خپروي او د طالبانو پر ستاینو تمرکز لري

واشنګټن پوسټ په افغانستان او پاکستان کې د منځپانګې له لسو تولیدوونکو سره د مرکو پر بنسټ ویلي چې په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو د فشار او خپل سانسوري په پایله کې پر طالبانو د انتقاد ویډیوګانې په پراخه کچه د یوټیوب په شان له ټولو پلتفارمونو ورکې شوې دي او دوی د طالبانو له قوانینو څخه له سرغړونې وروسته نيول شوي او پوښتل شوي دي.

یو شمېر یوټیوبران د دې خبرې په تایید سره وايي چې کله ناکله اړ کیږي د دې کار د عاید له امله د طالبانو قوانینو ته غاړه کېږدي.

د افغانستان یوې ښځينه یوتیوبرې د نوم د نه ښودلو او غږ بدلولو په شرط، ازادي راډيو ته وویل:

" که څوک په رسنۍ کې کار کوي او یا کوم عادي کس وي چې د طالبانو تر واک لاندې کار کوي، که کار یې له دولت سره ارتباط ولري یا نه باید قانون پلی کړو. مجبوریت خلک دې ته اړ باسي چې ځینې وختونه د دولت په خوښه یا نورو په خوښه ژوند وکړي، د یوې مړۍ حلال رزق پیدا کولو لپاره اړ کیږو."

د "زمونږ شبکې" په نوم د یو یوټیوب چینل لرونکی میوند وصیل ادعا کوي چې د طالبانو حکومت لخوا د امنیتي ګواښونو او ستونزو له امله یې افغانستان پرېښود او په یوه ګاونډي هیواد کې اوسیږي.

دی وايي، په افغانستان کې یې په ازاده توګه د فعالیت اجازه نه درلوده.

وصیل زیاتوي:

" طالبانو حکومت له خبرو داسې اخځ کېده چې ښځې باید فعالیت ونه لري، دویم هغه څه چې د دوی خوښیږي دا دی چې باید د دوی ښه والی ډېر ياد شي او باید د طالبانو حکومت یا د هغوی د قوانینو او پالېسیو بد څوک ونه وایي."

خو یو شمېر خبریالان په دې باور دي چې د یوټیوب چینلونو فعالیت په افغانستان کې د خبریالۍ او رسنیو له قوانینو د سرغړونې لامل شوی دی.

په افغانستان کې یو ازاد خبریال شکېب نظري ازادي راډيو ته وویل، د خبریالۍ په کارونو کې د یوټیوب چینلونو د لاسوهنې له امله د خبریالۍ ارزښت ته زیان رسېدلی دی.

نظري زیاته کړه:

" د یوې رسنۍ او خبریال او د ټولنیزو رسنیو او کارکوونکو توپیر دا دی چې د دوی د کار تمرکز ډېر پر تفریحي سوژو دی، خو دوی پر ټولنیزو سوژو کار کوي. دا کار په دې مانا دی چې تاسو یو داسې کس ته کیمیاوي وسله ورکړئ چې له هیڅ هم خبر نه وي، بیا وګورئ چې څه کوي؟ "

د افغانستان د خبریالانو مرکز د اړیکو او عدالت غوښتنې کمېټې مسووله سمیه ولیزاده
د افغانستان د خبریالانو مرکز د اړیکو او عدالت غوښتنې کمېټې مسووله سمیه ولیزاده

د افغانستان د خبریالانو مرکز د اړیکو او عدالت غوښتنې کمېټې مسوولې سمیې ولیزاده هم ازادي راډیو ته وویل چې د یوټیوب چینلونو فعالیت د رسنیو د اعتبار د کمېدو لامل شوی دی.

" که له یوې خوا دا لیدل کېږي چې طالبانو په افغانستان کې دننه خبریالان او رسنۍ محدودې کړې دي او له بلې خوا یې ځینې کسانو ته داسې یو فرصت چمتو کړی چې د هغوی ( طالبانو) په خوښه غیر مسلکي پروګرامونه تولیدوي چې د ژورنالیستیکي اصولو سره سمون نه لري، او دا ډېره د اندېښنې وړ ده."

که څه هم په افغانستان کې، د يوټيوب چينلونو کره شمېره نه ده معلومه، خو د طالبانو له بیا واکمنۍ او د رسنيو له محدوديت سره سم په افغانستان کې لسګونو يوټيوب چينلونو فعالیتونه پیل کړي.

د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې ، خو تر دې مخکې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اعلان کړی و چې له دې وروسته به هغو کسانو ته جوازونه ورکوي چې د ژورناليزم په څانګه کې تجربه او زده کړې ولري او باید د درېیو اصولو "ملي ګټې، اسلامي ارزښتونه او افغاني کلتور" په چوکاټ کې فعالیت ولري، خو داسې ښکاري چې ډېر یوټیوبران رسنيزې تجربې نه لري.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

XS
SM
MD
LG