د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۶

د راډیو نړیواله ورځ؛ په افغانستان کې د سلګونو رسنیو فعالیتونه بند شوي


ارشیف: په افغانستان کې د یوې راډیو سټډیو
ارشیف: په افغانستان کې د یوې راډیو سټډیو

فخرالدین زماني د پروان ولایت اوسېدونکی دی.

هغه وايي: "له ډېرو کلونو راهیسې راډیو اورم. د راډیو له خپرونو مې ډېر څه زده کړي."

نوموړی وايي، راډیو اورېدلو سره ځانګړې مینه لري او د افغانستان او نړۍ په اړه خبرونه ډیر له راډیو اوري.

زماني زیاته کړه: "د راډیو له لارې د نړۍ له خبرونو ځان خبروم. اوس هم ډېر دلیلونه دي چې غواړم له امله یې له راډیو استفاده وکړم، یو دلیل چې د افغانستان خلک یې له امله راډیو سره ډېره مینه لري دا دی، که برښنا وي هم نه کولی شي په بطریو یا هم د موبایل له لارې راډیو نه خبرونه، موسیقي او نورې خپرونې واوري."

نن د فبروري ۱۳مه نېټه د راډیو نړیواله ورځ ده.

راډیو په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۰۶ زېږدیز کال کې د امان الله خان د واکمنۍ پر مهال د کابل راډیو په نوم د کابل دهمزنګ سیمې ته څېرمه د 'کوټۀ لندني' په ودانۍ کې خپلې خپرونې پیل کړې.

د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو ټولنې مشر حجت الله مجددي وايي، راډیو لا هم په دغه هېواد کې خلکو ته د اطلاع رسونې او عامه پوهاوي په برخه کې اغېزمن رول لري.

مجددي وايي: راډیو د رسنیو په منځ کې بیا د افغانستان په خلکو کې ډېر ښه ځای لري.

مجددي وویل: 'خلک ان کروندګر په پوله او پټي راډیو اوري. خلک د ښوونې او روزنې، روغتیا او ټولنیزو مسایلو په اړه د راډیو له پروګرامونو خبرېږي راډیو د رسنیو په منځ کې بیا د افغانستان په خلکو کې ډېر ښه ځای لري."

خو راډیو ګانې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدلو ورسته له یو شمېر محدودیتو سره مخ شوې دي.

یو شمېر خبریالان وايي، د طالبانو د فشارونو له امله، رسنۍ نه شي کولای په ازاد ډول خلکو ته اطلاعات ورسوي.

یو له دوی عروج حکیمي دی.

حکیمي وايي:"هره ورځ وینو چې په افغانستان کې د ازادو رسنیو په وړاندې ستونزې مخ په ډېرېدو دي. کومې رسنۍ چې فعالیت کوي، فعالیت یې خپلواک نه دی. هغه ډول چې ازادې رسنۍ باید په خپلواک ډول خلکو ته معلومات وړاندې کړي له بده مرغه په افغانستان کې نه کېږي. په ولایتونو کې خلکو سره د اړیکو پر بنسټ، کوم څه چې د هغوی په ژوند کې تېرېږي نه رسنیز کېږي."

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په رسنیو د لګولو شویو محدودیتونو او په دې اړه د ادعاوو په تړاو د طالبانو حکومت نظر هم واخلي، خو ویندویانو یې اړیکې ځواب نه کړې.

خو مخکې تر دې طالب چارواکو ویلي، د رسنیو ازادۍ ته ژمن دي او پر رسنیو د محدودیتونو د لګولو ادعاوې یې رد کړې دي.

طالبانو په رسنیو کې موسیقي، تفریحي خپرونې او د ډرامو خپرول منع کړي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د اړیکو او عدالت غوښتنې د برخې مسووله سمیه ولي زاده وايي، د طالبانو له خوا د خبریالانو نیولو هم د رسنیو خپرنیزې محتواګانې اغېزمنې کړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د اړیکو او عدالت غوښتنې د برخې مسووله سمیه ولي زاده
د افغانستان د خبریالانو مرکز د اړیکو او عدالت غوښتنې د برخې مسووله سمیه ولي زاده

هغې وویل: "یو شمېر سیمه ییزې رسنۍ په ځانګړي ډول په ولایتونو کې راډیو ګانې ان له خپرونو یې خبري سرویسونه لرې کړل شوي، ځکه اطلاعاتو ته لاسرسی نه لري او امنیتي ستونزې دي. دغه شان کومې نیونې چې کېږي دې ټولو د رسنیو د خپرونو پر محتوا منفي اغیز کړی، چې د اندېښنې وړ ده."

په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو له خوا په لسګونه خبریالان نیول شوي دي.

طالبانو د رسنیو او خبریالانو په وړاندې د ځپونکو کړنو په لړ کې د ۲۰۲۲م کال په ډسمبر میاشت کې، په 'ایف ایم' او منځنیو څپو د ازادي راډیو او امریکا غږ اشنا راډیو خپرونې هم بندې کړې.

خو ازادي راډیو بیا د لنډو او منځنیو څپو په پیاوړي کولو سره خپلې خپرونې له ۱۲ ساعتونو ۲۴ ساعتونو ته وغځولې.

په جرمني کې د افغانستان له خبریالانو د ملاتړي سازمان مشر حامد عبیدي ازادې رسنۍ او په ټولنه کې د بیان ازادي ډېره مهمه ګڼي.

په جرمني کې د افغانستان له خبریالانو د ملاتړي سازمان مشر حامد عبیدي
په جرمني کې د افغانستان له خبریالانو د ملاتړي سازمان مشر حامد عبیدي

عبیدي وویل: "زما په اند په یوه ټولنه کې چې د بیان ازادي نه وي او د رسنیز کار لپاره فضا محدوده وي، په اصل کې مونږ د ټولنې د پرمختګ لپاره فضا محدوده کړې. فکر کوم چې نیوکه په یوه ټولنه کې اصلاحت رامنځته کوي او دا په نړۍ کې ثابته شوې ده."

د بیان او رسنیو ازادي له تېروو دوو لسیزو په زیاته موده کې په افغانستان کې لویه لاسته راوړنه ګنل کېږي.

په دغه موده کې په سلګونو تصویري، غږیزو او چاپي رسنیو په فعالیت پیل وکړ او د ښځو په ګډون زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوه.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، له تېرو دوو کلونو په زیاته موده کې له کله نه چې طالبان په دغه هیواد واکمن شوي، د شاوخوا ۶۰ سلنه رسنیو فعالیتونه بند شوي دي.

د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ نی چې په دې ورستیو کې یې خپل فعالیتونه په افغانستان کې وتړل تېر کال ویلي وو، چې په افغانستان کې له ۳۰۰ زیاتو راډیو ګانو څخه د شاوخوا ۱۷۰ راډیوګانو فعالیتونه بند شوي دي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو ورسته هم، په دغه هېواد کې یو شمېر راډیو ګانې جوړې شوي لکه په لوګر کې عینک او په زابل کې پیغام خصوصي راډیو خو د خبریالانو په خبره، نوې جوړې شوې راډیوګانې نه شي کولی چې د نورو کورنیو رسنیو په شان په خپلوک ډول فعالیت ولري او اړ دي، چې خپلې خپرونې د طالبانو د فرمایش او غوښتنو سره سمې جوړې کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG