د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۰

له روسیې څخه د تاجکستان د کارګرو د وتلو لړۍ روانه ده


له روسیې څخه د دوشنبې هوايي ډګر ته رسېدلي د تاجکستان کارګر
له روسیې څخه د دوشنبې هوايي ډګر ته رسېدلي د تاجکستان کارګر

د تاجکستان کارګر له یوې اوونۍ راهیسې له روسیې څخه په وتلو دي.

د تاجکستان د کار او کډوالۍ وزارت خبر ورکړ چې مسکو ته څېرمه د مارچ د ۲۲مې نېټې له ترورستي برید وروسته د تاجکستان کارګر له روسیې په تېښته دي او تاجکستان ته ستنېږي.

دې وزارت د دې کارګرو شمېر نه دی یاد کړی.

څه باندې اوونۍ مخکې وسله والو پلازمېنې مسکو ته څېرمه د کراکاس د کنسرټ پر هال برید وکړ چې له امله یې لږ تر لږه یوسل او څلور څلوېښت تنه ووژل شول.

مسکو ته نژدې مرګونې حمله؛ داعش ولې روسیه په نښه کړه؟
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:31 0:00

تر دې برید وروسته یو شمېر مشکوک کسان ونیول شول چې اکثر یې د تاجکستان دي.

د ازادي راډیو د تاجکستان څانګه راپور ورکوي چې د تاجکستان له خلکو سره تر دې پښې وروسته په روسیه کې پولیس پوښتنې کوي، موبایلونه یې پلټي او یو شمېر تاجکستانیان یې په روسیه کې نیولي دي.

د تاجکستان حکومت په روسیه کې د چهارشنبې په ورځ د ټیلفون څو شمېرې اعلان کړې او د خپل هېواد له اتباعو څخه یې وغوښتل که له ستونزو سره مخامخ کېږي، دغو شمېرو ته دې زنګ وهي.

د روسیې تاس اژانس د تاجکستان د کار او کډوالۍ وزارت د مرستیالې شهنازه نادري خبرې رااخیستي چې وایي، دوی ته ډېرو کسانو زنګونه وهلي دي، خلک وېرې اخیستې دي البته د ځورونې شکایتونه یې نه دې ورته کړي.

تاجکستان تېره اوونۍ نهه تنه مشکوک کسان د مسکو د برید په تړاو او له اسلامي دولت ډلې سره د ارتباط په تورونیول.

د مسکو د برید مسوولیت اسلامي دولت ډلې یا داعش منلی دی.

په روسیه کې د ساختماني د برخې د اتحادیې رییس انتون ګلوشکوف انترفکس اژانس ته د جمعې په ورځ وویل، له روسیې څخه به د نورو هېوادونو د کارګرانو له ایستلو سره د ودانیو د جوړېدو چارې اغېزمنې شي.

د ګلوشکوف په وینا سږ کال په روسیه کې د ساختماني چارو په برخه کې د ۲۰۲۲م کال په پرتله ۳۶ په سلو کې کارونه اغېزمن شوي دي.

د تاجکستان د کار او کډوالۍ وزارت د خپرو کړیو احصاییو له مخې پروسږ کال د تاجکستان څه باندې شپږ لکه دوه پنځوس زره کارګر نورو هېوادونو ته تللي و او په ۲۰۲۲م کال کې دا شمېره څه باندې اووه لکه پنځه اویا زرو ته رسېده.

د تاجکستان اکثر کارګر په روسیه کې کار کوي.

د تاجکستان د کار او کډوالۍ وزارت تمه لري چې له روسیې څخه به د تاجکستان د کارګرو د وتلو دا لړۍ موقتي وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG