د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۳

له افغان کاندیدانو سره د امریکايي ډیپلوماټانو لیدنو کتنو ته اندېښنې


شکریه بارکزۍ د همایون حمیدزاده څرګندونو ته په اشارې وايي، تر اوسه دا څرګنده نه ده چې ده د ولسمشر د ویاند په توګه خبرې کړي که د یوه کاندید د ویاند په توګه.
شکریه بارکزۍ د همایون حمیدزاده څرګندونو ته په اشارې وايي، تر اوسه دا څرګنده نه ده چې ده د ولسمشر د ویاند په توګه خبرې کړي که د یوه کاندید د ویاند په توګه.

د ملي امنیت په برخه کې د امریکا د متحد ایالاتو د ولسمشر سلاکار جیمز جانز د ولسمشر حامد کرزي د ویاند اندیښنه رد کړه .

همایون حمیدزاده د سه شنبه په ورځ وویل، که د امریکا سفیر له کوم کاندید څخه د ملاتړ په هدف له هغه سره خبرې کوي ، دا د افغان دولت د پالسیو مخالف کار دی او دا لیدل کتل باید د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت په چوکاټ کې وشي.

همایون حمید زاده وروسته تر هغه خپله اندیښنه څرګنده کړه چې د شنبه په ورځ په کابل کې د امریکا سفیر ایکن بري له اشرف غني احمد زي سره ولیدل، بیا یې د یکشنبه په ورځ له عبداله عبداله سره خبرې وکړې او یوه ورځ وروسته یې د ولسشمرۍ له بل کاندید میرویس یاسني سره وکتل.

د دې لیدنو کتنو په اړه ښاغلي ایکن بري په کابل کې خبرې غونډې ته وویل چې دا د امریکا د جمهور رییس تګلاره ده چې د کوم ځانګړي کاندید ملاتړ نه کوي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو له کومو دریو کاندیدانو سره چې په کابل کې دامریکا سفیر لیدلي دي، له همدغو دریو سره د امریکا د جمهور رییس د ملي امنیت سلاکار هم ولیدل. جیمز جانز د سه شنبه په ورځ له هغه وروسته چې په ارګ کې یې له حامد کرزي سره خبرې وکړې، په یوې ګډې غونډې کې یې له ډاکټر اشرف غني احمدي زي، ډاکټر عبداله عبداله او میرویس یاسیني سره خبرې وکړې.

د بارک اوباما د ملي امنیت سلاکار بیا د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمسیون له غړیو سره ولیدل او په دې لیدنې کتنې پسې یې په کابل کې په خبرې غونډې کې د ولسمشر کرزي د ویاند اندیښنې رد کړې او څرګنده یې کړه چې دا د امریکا د دولت تګلاره ده چې د نړۍ په هغو هیوادو کې چې دیموکراتیک انتخابات ترسره کیږي، له کاندیدانو سره خبرې وکړي.

د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار جیمز جانز، همداراز په کابل کې ددغه هیواد سفیر ایکن بري څرګنده کړې ده، چې واشنګتن د افغانستان په راتلونکو انتخاباتو کې د افغانانو د حقوقو غوښتنه کوي ، نه د کوم کاندید ملاتړ کوي او نه هم له کوم یوه سره مخالفت کوي.

د قانون له مخې د ولسمشر حامد کرزي د ویاند همایون حمید زاده خبره سمه ده؟ دا مساله د ولسې جرګې له غړې شکریې بارکزي سره احمد شیبر شریکه کړې ده،

دا مرکه دلته اوریدلای شئ.
XS
SM
MD
LG