د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

د حامد کرزي د ۱۳کلن واک لاسته راوړنې


په دوه زره او لومړي میلادي کال کې په افغانستان کې د طالبانو د رژیم تر نسکورېدو وروسته افغانستان د درېیم ځل لپاره واک ته د منتخب ولسمشر د رسیدو شاهد دی.

د افغانستان لومړنی منتخب ولسمشر حامد کرزی شاخوا دیارلس کاله د افغانستان ولسمشر و او دغه موده د افغانستان لپاره له یو لړ ننګونو سره سره د فرصتونو بې سارې دوره بلل شوې ده.

افغانستان تر یوې دیارلس کلنې دورې وروسته د نوي منتخب ولسمشر د لوړې مراسم ترسره کړل.

خو ولسمشر حامد کرزي په تېرو دیارلسو کلونو کې له خپلې اوږدې واکمنۍ څخه نوي منتخب ولسمشر ته څه په میراث پرې ایښي دي.

کله چې د ولسمشر حامد کرزي د حکومت د میراث خبره یاده شي؛ نو په دې اړه دوه بیلابیل نظرونه رامنځ ته کیږي. یو شمېر پلویان یې ستایي خو ځينې بیا دغه موده د افغانستان لپاره یوه طلایي دوره بولي او په دغې دورې کې د ولسمشر حامد کرزي کړنو ته د انتقاد ګوته نیسي.

یو شمیرعام خلک د ولسمشر کرزي د دیارلس کلنې واکمنۍ د میراث په اړه داسې وایي:

"۱- زه فرحناز یم او په کابل کې ژوند کوم. زما په نظر د ولسمشر کرزي په حکومت کې زیات کارونه شوي دي. چې یو له دغو کارونو څخه د بشري حقونو په خاصه توګه د ښځو د حقونو تامینول دي.

۲- زه سهراب یم د کابل اوسیدونکي. زما په نظر نن سبا چې دا زده کوونکي وینو؛ د دوی شمیر د پخوا په پرتله زیات شوی دی. دا یو ستر میراث دی چې، د کرزي صاحب نه پاته شوی دی.

۳- زما نوم نجیب الله دی. زما په نظر د کرزي صاحب حکومت ښې لاسته راوړنې درلودې؛ خو تر څنګ یې اداري فساد ډیر زیات و. نو غواړو چې راتلونکي حکومت ته دغه میراث پاتې نه شي."

ولسمشر حامد کرزی په دوه زره او لومړي میلادي کال کې د طالبانو د رژیم تر نسکوریدو وروسته د "بُن" د غونډي پر مهال د افغانستان د موقتې او وروسته د انتقالي ادارې رییس وټاکل شو.

تر هغه وروسته په دوه زره او څلورم کال کې د لومړي ځل او بیا په دوه زره او نهم میلادي کال کې د دوهم ځل لپاه د افغانستان منتخب ولسمشر شو.

په دغې مودې کې نړیوالي ټولنې په بیلابیلو برخو کې له افغانستان سره لسګونه میلیارده ډالره مرسته وکړه.

دغه هیواد د پوهنې، روغتیا، رسنیو، بشري حقونو د خوندیتوب، پخو لویو لارو او نورو برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې.

د لومړي ځل لپاره افغانستان په نړیوالې کچې بې ساري اړیکې ټينګې کړې او د څه باندې درې نیم لکه امنیتي ځواکونو خاوند شو.

جاوید لودین چې یو وخت د ولسمشر حامد کرزي ویاند او په بهرنیو چارو وزارت کې سیاسي مرستیال پاتې شوی دی؛ سره له دې چې په دې دورې کې یو لړ ستونزو ته اشاره کوي؛ خو د ولسمشر حامد کرزي لاسته راوړنې د نوي حکومت لپاره یو ښه پيل بولي:

"یوه ټکي ته چې باید اشاره وشي؛ هغه دا دی چې، له ډيرو ابتدایي ګامونو څخه پیل وشو. خو کومې ستونزې چې موجودي وې؛ تر ډيره په وروستیو کلونو کې وې. چې له هغې ډلې د پاکستان پر وړاندې زموږ سیاستونو خپلې ستونزې درلودې. د امریکا متحده ایالاتو پر وړاندې په وروستیو درو څلورو کلونو کې زموږ سیاست مشکلات درلودل. خو له دې سره د نوي حکومت لپاره یو ښه پيل و."

له وسله والو مخالفینو سره د سولې بهیر؛ په یو شمېر سیمو کې نا امنۍ، د یوې روښانې بهرنۍ پالیسۍ نه شتون؛ پراخ اداري فساد، ناوړه اقتصادي وضعیت، د مخدره موادو کښت او قاچاق هغه برخې دي چې؛ د چارو د کتونکو په وینا د ولسمشر کرزي حکومت په کې ناکامه و.

د پوځي چارو کارپوه جاوید کوهستاني په ځانګړي توګه د امنیت په برخه کې د ولسمشر حامد کرزي د میراث په اړه آزادي راډیو ته وویل؛ د امنیت په برخه کې له شتو فرصتونو څخه سمه ګټه پورته نه شو کړای:

"په خواشینۍ سره د امنیت په برخه کې یو بد میراث د طالبانو ګواښ دی. چې لا هم موجود دی او موږ و نشو کړای چې له تیرو وختونو څخه په دې برخه کې ډيره ګټه پورته کړو."

خو له سترو فرصتونو سره سره یو لړ ستونزې هم وې چې؛ د ولسمشر حامد کرزي د حکومت پر وړاندې یې خنډونه رامنځ ته کول.

د ولسمشر حامد کرزي د حکومت پر مهال د اپوزیسون د ډلې مشر او د هغه منتقد ډاکټر عبدالله عبدالله هم د ولسمشر حامد کرزي د واکمني ستونزو ته اشاره کوي؛ خو وایي چې، نوموړی په ډيرو ستونزمنو شرایطو کې واک ته ورسید:

"ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د جمهور رییس په توګه په تېرو دیارلسو کلونو کې په ډيرو ستونزمنو شرایطو کې د افغانستان د خلکو مشري په غاړه درلوده. په دې کې شک نشته چې؛ په ځینو مرحلو کې مو د نظر توپير درلود؛ خو په مجموعي توګه موږ ټول دا درک کوو چې؛ د افغانستان ستونزې ډيرې زیاتي وې."

کرزي د خپلې واکمنۍ په لومړیو کلونو کې د امریکا د پخواني ولسمشر جورج بوش له حکومت سره ښې اړیکې درلودې.

خو په وروستیو کلونو کې د ده او د امریکا د اوسني ولسمشر بارک اوباما د حکومت تر منځ اړیکې له یو لړ ننګونو سره مخامخ شوې. آن د امریکا د کانګرس یوې پخوانۍ غړې نانسي پلوسي په دوه زره او نهم میلادي کال کې په خپلې یوې راډیویې مرکې کې ولسمشر کرزی یو بې اعتباره شریک یاد کړ.

ولسمشرکرزي هم امریکا د افغانستان پر وړاندې په دوه ګوني سیاست تورنه کړه او ویې ویل، چې نړیوال ځواکونه هم په افغانستان کې د بشپړامنیت په راوستلو کې ناکام پاته شول.

ښاغلي کرزي د نړیوالي ټولنې له خوا د مرستو د لګولو پر څرنګوالي هم انتقاد کاوه او ویل یې چې، له افغانستان سره د بهرنیانو په مرستو کې هم په پراخه پیمانه فساد موجود دی.

خو په لودیځه نړۍ کې د ولسمشرکرزي په هکله بیلابیل نظرونه شته.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی جیمز ډوبنز په دې باور دی چې؛ ولسمشر حامد کرزي د خپل حکومت پر مهال په افغانستان کې د اساسي قانون او ډیموکراسۍ حاکمیت په میراث پرې ایښی دی.

نوموړي د دوه زره او څوارلسم کال د جولای په اتلسمه د امریکا د سنا مجلس ته د وینا پر مهال د ولسمشر کرزي ستاینه وکړه.

"فکر کوم چې ده (حامد کرزي) د ډیموکراسۍ او اساسي قانون پر لاره د افغانستان د راوستلو په برخه کې عمده ونډه درلوده. فکر کوم ده د بیلابیلو قومي، ژبنیو او مذهبي ډلو پر راټولولو او له دې اړخه له خنډونو سره د مبارزې په برخه کې د پام وړ او ښه کار کړی دی."

خو په خپله ولسمشر کرزي له آزادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې؛ په راتلونکي کې به د نوموړي په اړه د افغانستان د یوه رهبر په صفت څه ډول تصور موجود وي، داسې وویل:

"خدای دې وکړي چې، تصور یې سم وي او هغه څه چې ما کړي، هغه د دوی مخې ته کښیښول شي. چې دې سړي د خلکو او خاورې دفاع وکړه؛ ملي وحدت یې په دې خاوره کې په تمامه معنی ټینګ کړ؛ د دې خاورې بیرغ په ټوله دنیا کې و رپيد؛ هېڅ خارجي ته یې سرټيټ نه کړ؛ بلکې د افغانستان اړیکه یې له ټولې نړۍ سره کلکه کړه.

تعلیم پراخ شو، صحت پراخ شو، په زرهاوو ځوانان وروزل شول او بېرته راغله خپل وطن ته. دا به یي او فساد دا او هغه به هم ګوري. بیا به یو توازن ورڅخه راباسي چې؛ دا یې ښه وکړه، دا یې بده ساحه وه او بیا به خپله فیصله پر کوي."

خو دا دی اوس د حامد کرزي د حکومت دوره پای ته ورسیده او د ملي وحدت نوی حکومت تر یو لړ انتخاباتي ستونزو وروسته واک ته ورسید.

نوي حکومت ته د ولسمشر حامد کرزي یو اساسي میراث له امریکا سره امنیتي او دفاعي سند دی چې؛ لا هم نه دی لاسلیک شوی او ټاکل شوې ده؛ روانه اونۍ د نوي منتخب ولسمشر له لورې لاسلیک شي.

خو په ټوله کې کارپوهان د ولسمشر حامد کرزي میراث د راتلونکي حکومت لپاره یو ښه اساس بولي؛ خو دا چې نوی حکومت به تر کومه له تیر حکومت څخه د پاتې ستونزو په هوارولو کې بریالی وي، دا به د وخت په تیریدو سره څرګنده شي.

XS
SM
MD
LG