د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۲

د حامد کرزي د واک په ۱۳کلنه دور کې د افغان ملي امنیتي ځواکونو وده


د افغانستان امنیتي ارګانونه وايي، افغان امنیتي ځواکونه توانېدلي چې؛ د حامد کرزي په تېره دیارلس کلنه دوره کې د وسله والومخالفانو د هرډول ګواښونو مخه ونیسي.

نږدې دیارلس کاله وړاندې افغانستان نه ملي اردو او نه هم ملي پولیس درلودل؛ د حامد کرزي په مشرۍ افغان حکومت د هېواد امنيتي ځواکونو بنسټ کېښود.

د امهال افغانستان درې لکه دوه پنځوس زره ملي امنیتي ځواکونه لري چې؛ تر ډېره د نړیوالو ښوونکو له خوا روزل شوي دي.

په دې راپور کې د حامد کرزي د واکمنۍ په تېره دیارلس کلنه دور کې د افغان ملي امنیتي ځواکونو ودې ته کتنه شوې ده.

د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي چې؛ د ملي اردو د جوړېدا بنسټ یې له یوه ټولي پيل کړ او نن افغانستان یوه ډېره غښتلې منظمه دفاعي قوه لري چې؛ هېواد ته د ورپېښو هر ډول ګواښونو مخه نیولی شي.

د دې وزارت ویاند ظاهرعظیمي له ازادۍ راډیو سره په دې اړه په خبرو کې وویل چې؛ افغانستان اوس یوه منظمه اردو لري:

"یوه بنسټ له صفر نه پیل کړی اوسمهال ټولو شته ګواښونو ته ځواب ورکوونکی اردو چې په داسې یوه اساسه نقطه لکه افغانستان چې هلته هم له استخباراتي او پوځي پلوه یو پیچلی جنګ روان کولای شي؛ مقابله وکړي، نن ورځ یولک پنځه نوی زره تن چې په نړیوال سټنډرډ ډول یې په بریتانیا او امریکاکې زده کړې کړې دي؛ سمباله اومنظمه اردو لرو."

له نړیوالو ځواکونو نه افغان امنیتي ځواکونو ته د مسوولیتونو د لیږد پروسه د شپې له خوا د عملیات هغه دوه ځانګړي مسوولیتونه وو؛ چې په یاده دور کې تازه جوړه شویو افغان امنیتي ځواکونو په غاړه واخیستل.

د افغانستان دفاع وزارت مسوولین وايي؛ د ملي اردو ځانګړیو ځواکونو په تېرو دیارلسو کلونو کې نږدې شپږ زره د شپې عملیاتونه کړي او د امهال سل په سلو کې د ټولو جنګي عملیاتو مشري په غاړه لري.

همدارنګه د امنیتي مسوولیتونو د انتقال څلورم پړاو بشپړ شوی او د امهال پنځم پړاو پیل شوی؛ د افغان امنیتي مسوولینو د معلوماتو له مخې دا مهال تر ډېره د هېواد امنیت د افغان امنیتي ځواکونو په لاس کې دی.

"له ټولو مهمه دا ده چې هغه اساس چې هوايي ځواکونه دي؛ هغه ملي امنیتي ځواکونه نه لري؛ باید ځمکني ضربتي ځواکونه مو درلودلی، په ټولیزه توګه د کمیت له پلوه یې ښه پراختیا کړې ده؛ خو د کمیت له پلوه ډېر شاته پاتې دي."
امرخېل

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي؛ له ټروریزم، د مخدره موادو له قاچاقبرانو او منظمو جنايي جرمونو پر وړاندې مبارزه هغه جدي ستونزې دي چې؛ افغان پولیس ورسره په مبارزه بوخت دي.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي په تېرو دیارلسو کلونو کې د پولیس تر ټولو لویه لاس ته راوړنه له ټروریزم سره مبارزه په ګوته کوي او وايي چې، اویا په سلو کې د پولیسو دنده له ټرویزم سره مبارزې ته ځانګړې شوې ده:

"له شک پرته نه شو کولای چې؛ ننني پولیس له څو کلونو وړاندې پولیسو سره پرتله کړو؛ د جرمونو پر وړاندې مبارزې کچه یې لوړه شوې ده؛ له هغو نوي ټکنالوژي نه چې نړیوالې ټولنې موږ ته راکړي؛ استفاده کوو، په تېروڅوکلونو کې مو زیات شمېر افسران بهر ته د زده کړو لپاره لېږدلي پولیس دامهال د درنو جرامونو د کشف له پلوه دې حد ته رسېدلي چې؛ کولای شي هر ډول قضيې حل کړي."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې؛ افغان ملي پولیسو د ودې په هدف يې لس کلن پلان ترتیب کړی دی.

د افغان ملي امنیتي ځواکونو په نویو وسلو سمبالښت هغه مساله ده چې؛ تل د افغان چارواکو او د نظامي چارو د کارپوهانو په خپلو بحثونو کې ورباندې انتقادونه کړي.

د افغانستان ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه وايي؛ چې اوس هم افغان امنیتي ځواکونه د وسلو په برخو کې جدي ستونزې لري.

افغان امنیتي ځواکونه اوس هم د درنو او دفاعي وسلو؛ اکمالاتو، هوايي او ځمکني ټرانسپورټ او لوجسټیک په برخو کې له کمبود سره مخامخ دي.

د پوځي چارو افغان کارپوهان وايي چې؛ د حامد کرزي د واکمنۍ په تېره دیارلس کلنه دوره کې افغان امینتي ځواکونو د کمیت له پلوه لازمه وده کړې؛ خو د کیفیت اوسمبالښت له پلوه اوس هم افغان امنیتي ځواکونه له ډول ډول ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د پوځي چارو کارپوه عتیق الله امرخیل وايي:

"له ټولو مهمه دا ده چې هغه اساس چې هوايي ځواکونه دي؛ هغه ملي امنیتي ځواکونه نه لري؛ باید ځمکني ضربتي ځواکونه مو درلودلی، په ټولیزه توګه د کمیت له پلوه یې ښه پراختیا کړې ده؛ خو د کمیت له پلوه ډېر شاته پاتې دي."

په تېرو دیارلسو کلونو کې تر ډېره افغان ملي امنیتي ځواکونه د ملي بودجې او همدارنګه د نړیوالې ټولنې له خوا تمویل کېدل.

موږ نه شو ویلای چې، امنیت سل په سلو کې طالبانو ته ماته ورکړې؛ دوی اوس هم شته او په جګړه کې ښکېل دي؛ خو موږ په زغرده ویلای شو چې؛ د دوی ټول هغه هدفونو او پلانونه چې، غوښتل یې ترسره کړي شنډې کړې دي
صدیقي

د چارواکو په وینا دا مهال د هېواد ملي امنیتي ځواکونه درې لکه دوه پنځوس زره ته رسیږي چې؛ یولک اووپنځوس زره یې ملي پولیس او پاتې یولک پنځه نوی زره یې د ملي اردو سرتیري جوړه وي.

د ملي امنیتي ارګانو په منځ کې د ملي امنیت په نوم ریاست هم شته؛ دا چې یاد ریاست په تېرو دیارلسو کلونو کې څه کړي دي؛ د یاد ریاست چارواکي وايي؛ د پلان شویو او منظمونو انتحاري حملو مخنیوی؛ په افغانستان کې د ځینو ګاونډیو هېوادنو شوم پلانونو شنډول؛ د زرګونو کیلوګرامه چاودیدونکو مواد کشف او خنثی کول، هغه فعالیتونو دي چې، یاد ریاست یې په تېرو دیارلسو کلونو کې ترسره کړي دي.

د دغه ریاست ویاند عبدالحسب صدیقي له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل؛ هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې؛ په افغانستان کې خصمانه کړنې ترسره کړي:

"موږ نه شو ویلای چې، امنیت سل په سلو کې طالبانو ته ماته ورکړې؛ دوی اوس هم شته او په جګړه کې ښکېل دي؛ خو موږ په زغرده ویلای شو چې؛ د دوی ټول هغه هدفونو او پلانونه چې، غوښتل یې ترسره کړي شنډې کړې دي؛ د مثال په توګه، دوی پلان درلود چې امنیتي پوستې بیا ولسوالۍ او ورپسې ولایتونو ته سقوط ورکړي."

له نړیوالو ځواکونو څخه افغان امنیتي ځواکونو ته د مسوولیتونو د انتقال د شپې له خوا عملیات د تروریزم او د مخدره موادو د قاچاق وړونکو پرضد ټینګه مبارزه هغه عمده او لویې لاس ته راړونې دي چې؛ د هېواد امنیتي ځواکونو یې د حامد کرزي په تېرو دیارلسو کلونوکې ورنه یادونه کیږي.

یوشمېر کابل ښاریان د افغان امنیتي ځواکونو د تېرو دیارلسو کلونو لاس ته راړونې ستایي او وايي چې، د دوی له چلند نه راضي دي:

"۱: نوم مې مرادي دی. د پخوا په پرتله اوس امنیتي ځواکونه ښه شوي دي؛ په ځانګړې توګه ملي پولیس ښه رویه کوي.

۲- حامد نومیږم. امنیتي ځواکونو تر ټولو لویه نمګرتیا دا ده چې؛ درنې وسلې نه لري، په شته ستونزو سره یې بیا هم د هېواد امنیت ښه خوندي کړی.

۳- وکیل مې نوم دی. افغان امنیتي ځواکونه باید خپل استخبارات پیاوړي کړي؛ ترڅو د دښمن د حملو مخه ونیول شي."

که څه هم د امنیتي ځواکونو مسوولین وايي چې؛ افغان ځواکونو په تېرو دیارلسو کلونو کې د پام وړ پرمختګ کړی او تر یوه حده توانېدلي چې؛ د ګواښونو پر وړاندې یې مبارزه وکړي.

بل خوا پوځي او امنیتي کار پوهان وايي چې؛ په تېرو کلونو کې د نړیوالې ټولنې له زیاتو مرستوو سره سره څه ډول چې؛ لازمه وه، په هغه ډول افغان امنیتي ځواکونو رشد او انکشاف نه دی کړی.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG