د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

د افغان متقاعدینو ستونزې؛ نعمان: طالبان دې ژر زمونږ حقوق راکړي


ارشیف: په کابل کې د یو شمېر متقاعدینو د اعتراض انځور
ارشیف: په کابل کې د یو شمېر متقاعدینو د اعتراض انځور

یو شمېر متقاعدین شکایت کوي چې له دوه کلونو راهیسې یې تقاعدي نه ده اخیستې او له دې امله له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د کابل ښار اوسېدونکی محمد نعمان وايي، په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو د حکومت له خوا تقاعدي نه ده ورکړل شوې چې په خبره یې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ او ژوند یې ورتریخ کړی دی.

محمد نعمان د شکرې په ناروغۍ هم اخته دی.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل، چې ان د خپلې درملنې پیسې هم ورسره نه شته.

نعمان زیاتوي: "دوه کاله کېږي چې تقاعدي مې نه ده اخیستې. زما اقتصادي حالت ډیر خراب دی، زه د شکرې په ناروغۍ اخته یم او زما مېرمن د پښتورګو ناروغي لري. زه د ځان او مېرمنې د درملنې لپاره پیسې نه لرم. له بلې خوا د سړې هوا له امله زما لور او دوه لمسیان له یوې نیمې میاشتې راهیسې ټوخېږي، سینه یې ده، خو د درملنې پیسې یې نه شته."

د نعمان په څېر په سلګونو نور متقاعدین هم له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي او د طالبانو له حکومته غواړي چې ژر تر ژره د دوی حقوق ورکړي.

د متقاعدینو ملي ټولنه په افغانستان کې د متقاعدینو له حقونو څخه دفاع کوي.

د دې ټولنې مشر افندي سنګر هم د متقاعدينو ستونزې تاييدوي او وايي، په څو ځلي یې متقاعدینو ته د تقاعدۍ د ورکړې موضوع له طالب چارواکو سره شريکه کړې ده.

سنګر وویل: "دوه کاله کېږي چې مونږ متقاعدینو ته یې معاش نه دی راکړی. هر متقاعد د شپاړلس، اووه لس کسیزې کورنۍ مشر دی. د دې ستونزو په اړه موږ د اسلامي امارت له مشرتابه سره له نږدې نه خبرې کړي. دوی دا وعده راکوي چې د مالیې وزارت طرحه جوړه کړې او د امیرالمومنین منظوري لپاره یې قندهار ته لېږلې، تر اوسه منظور شوې نه ده. مونږ ورته په تمه یو."

د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده
د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده

خو د طالبانو حکومت د مالیې وزارت وايي، چې تر اوسه دوی له خپل مشرتابه څخه متقاعدینو ته د دوی د تقاعدیو د ورکړې منظوري نه ده ترلاسه کړې.

د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل په دې اړه اړه ازادي راډيو ته وویل: "ټول هغه مسایل چې د تایید لپاره مو مشرتابه ته استولي دي، تر اوسه نه دي راغلي، مونږ د مشرانو لارښوونو ته منتظر یو چې کله راشي د ورکړل شوي لارښوونو سره سم به عمل وکړو."

دا په داسې حال کې ده چې په تېر جمهور نظام کې سره له دې چې کله ناکله د متقاعدینو تقاعدي یا حقوق ځنډېدل، خو بیا هم دوی خپل کلني تقاعد ترلاسه کاوه، خو د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو راهیسې متقاعدینو خپل د دوو کلنو حقوق نه دي ترلاسه کړي.

دوی څو څو ځله د بېلابېلو رسنیو او لاریونونو له لارې د طالبانو له حکومته د خپلو تقاعدیو غوښتنه وکړه، خو ښکاري چې کومه نتیجه یې ورنه کړه او د مالیې وزارت په پلان کې ځنډ د دوی ستونزې او اندېښنې لا زیاتې کړې دي.

که څه هم د افغانستان د متقاعدینو ملي ټولنه د متقاعدینو د شمېر په اړه نوي ارقام نه لري، خو وايي چې په ۱۴۰۰ هجري لمریز کال کې په افغانستان کې د ملکي او نظامي متقاعدینو شمېر نږدې ۱۴۸۸۸۱ تنو ته رسېده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG