د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر پیاوړي کېدو اندېښنه وښودل شوه


ارشیف: د داعش وسله وال
ارشیف: د داعش وسله وال

د ډله‌ییز امنیت د تړون سازمان سرمنشي په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د پیاوړتیا په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د ډله‌ییز امنیت د تړون سازمان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د پیاوړي کېدو او له افغانستانه د دې سازمان غړو هېوادونو ته د نفوذ کولو په اړه اندېښمن دی.

د دې سازمان سرمنشي ایمانګلي تسماګامبیتوف چې پرون یې په مسکو کې د ډله‌ییز امنیت د لوړ پوړو چارواکو یوې غونډې ته خبرې کولې وویل، د بېلابېلو تروریستي ډلو تر څنګ هغه وسله‌وال چې د مخدره موادو په ناقانونه تولید او قاچاق کې لاس لري؛ په افغانستان کې د پیاوړي کېدو په حال کې دي.

د ډله‌ییز امنیت د تړون سازمان پرون د جمعې په ورځ په خپله ویب‌پاڼه د ایمانګلي تسماګامبیتوف له قوله لیکلي: "له افغانستان څخه پیچلي ګواښونه د ځانګړې اندېښنې وړ دي."

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا دا نه مني چې ګنې افغانستان کې ترهګرې ډلې د پیاوړي کېدو په حال کې وي او یا هم داسې ګواښ موجود وي چې د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد په ضد وکارول شي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

هغه ازادي راډیو ته وویل: "اسلامي امارت هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد استعمال کړي او یا هم دلته تهدید جوړ کړي. په دې اړه مو په کراتو خپل نظر څرګند کړی او یو ځل بیا هم ټینګار کوو چې په دې اړه چې څه خپرېږي یا تصور کېږي، سم نه‌دي."

د ډله‌‌ییز امنیت د تړون سازمان شپږ غړي هېوادونه لري چې روسیه، ارمنستان، بېلاروس، قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان په کې شامل دي.

د دې سازمان د غړو هېواونو ولسمشرانو د تېر کال په غويي میاشت کې هم په خپله غونډه کې د افغانستان روان وضعیت ته اندېښنه ښودلې وه او له دې هېواد سره یې د خپلو پولو د امنیت د لا ټینګېدو لپاره د تیاریو خبر ورکړی و.

د ډله‌ییز امنیت د تړون سازمان د غړو هېوادونو ولسمشران
د ډله‌ییز امنیت د تړون سازمان د غړو هېوادونو ولسمشران

دوی پرېکړه کړې وه چې له افغانستان او نورو هېوادونو سره به د خپلو پولو امنیت ټینګوي.

له دې وړاندې په سیمه کې یو شمېر نورو هېوادونو هم په افغانستان کې د ترهګرۍ د ګواښ د زیاتېدو په اړه خپل اندېښنې روښانه کړي.

له دې ډلې هند و پاکستان ویلي، افغانستان کې بهرني ترهګر شته چې اوسمهال د پیاوړي کېدو په حال کې دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د مارچ په اتمه یوه راپور کې وویل، په افغانستان کې لږ تر لږه ۲۳ ترهګرې ډلې فعالې دي او هغوی به وکولای شي چې په دې هېواد کې امن پټنځایونه پیدا کړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د مارچ په اتمه په یوه راپور کې اعلان وکړ چې هېڅ داسې نوې نښه نه شته چې د طالبانو حکومت د بهرنیو ترهګرو ډلو فعالیت محدود کړي، خو برعکس دغه ډلې په ازادانه توګه فعالیتونه کوي.

د دې ترڅنګ د مارچ په ۲۳مه د امریکا د متحده‌‌ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ'سنټکام' عمومي قوماندان جنرال مایکل کوریلا په افغانستان کې د داعش ډلې احتمالي شمېر ۲۲۵۰ تنه وښود او ویې ویل چې بهرني ترهګر هم په کې شته.

خو د طالبانو حکومت د تل په څېر دا څرګندونې رد کړې او ویې ویل، افغانستان کې هېڅ بهرني ترهګر نه‌شته.

په داسې حال کې چې د تېر کال د اګسټ په لومړۍ نېټه د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ چې په کابل کې یې د القاعده شبکې مشر ایمن‌ الظواهري د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې وواژه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG