د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۷

په ننګرهار کې يوه خپروندويه ټولنه د بې‌وسه افغان شاعرانو ګډې ټولګې چاپوي


'ناخبره یاره غلی غلی ژاړم' د لسو تنو ځوانو افغان شاعرانو ګډه شعري ټولګه ده، چې تازه په ننګرهار کې د شهباز خپرندویې ټولنې له‌خوا چاپ شوې ده.
'ناخبره یاره غلی غلی ژاړم' د لسو تنو ځوانو افغان شاعرانو ګډه شعري ټولګه ده، چې تازه په ننګرهار کې د شهباز خپرندویې ټولنې له‌خوا چاپ شوې ده.

په ننګرهار کې د کتاب خپرولو یوې ټولنې، د هغو شاعرانو لپاره چې خپلو شعرونو ته په کتابي ډول د چاپ امکانات نه‌لري، د شاعرۍ د چاپولو امکان برابر کړی دی.

'ناخبره یاره غلی غلی ژاړم' د لسو تنو ځوانو افغان شاعرانو ګډه شعري ټولګه ده، چې تازه په ننګرهار کې د شهباز خپرندویې ټولنې له‌خوا چاپ شوې ده.

دا لومړی ځل نه‌دی، چې د افغان شاعرانو ګډه شعري ټولګه چاپېږي، خو د خپرندویې ټولنې مشر سلیمان صافی وايي، د دوی دې اقدام هدف تر ډېره د هغو ځوانو شاعرانو ارمان پوره کول دي، چې غواړي شعرونه یې په کتابي بڼه چاپ شي مګر امکانات ورته نه‌لري.

نوموړی وايي: ؛انشالله دا لړۍ به همداسې روانه وي، په دې سره د شاعر ارمان پوره کېږي، زیاتره شاعران دي، چې د کتاب چاپ ته یې وس نه کېږي، مونږ ورته دا لړۍ برابره کړه."

صافی وايي، په هر کتاب کې د لسو شاعرانو لس انتخابي شعرونه چاپېږي او هر شاعر یوازې دوه زره افغانۍ پرې کوي، خو په خبره یې دا پیسې هم ځکه له دوی اخیستل کېږي، چې په بدل کې یې هر کس ته شپیته ټوکه کتابونه ورکوي.

په 'ناخبره یاره غلی غلی ژاړم' شعري ټولګه کې د ځوانو شاعرانو سردار محمد صافي او حیا خان افغان‌مل شعرونه هم چاپ شوي.

سردار محمد صافي ازادي راډيو ته وويل: "شاعر هم تشویقېږي او خپرندوی ټولنې ته هم ګټه کېږي، ولس ته هم ګټه کېږي، پښتو ادب، فرهنګ، ژبې ته هم خدمت کېږي."

دغه راز بل شاعر حيا خان افغانمل وايي: "شاعران د ټولنې یوه غریبه طبقه ده او اوسني وخت کې بد اقتصادي وضعیت ته په کتو شاعران نه‌شي کولی چې خپلې ټولګې چاپ کړي."

د شهباز خپروندویه ټولنې مسوولان وايي، دویمه ګډه شعري ټولګه چې 'وبه دې نه بخښم جانانه' نومېږي هم ډېر ژر چاپ شي.
د شهباز خپروندویه ټولنې مسوولان وايي، دویمه ګډه شعري ټولګه چې 'وبه دې نه بخښم جانانه' نومېږي هم ډېر ژر چاپ شي.

په افغانستان کې له ډېر پخوا راهیسې لیکوالان او شاعران د خپلو کتابونو په چاپولو کې له ستونزو سره مخ وي، ځکه ډېری دوی له ښه اقتصادي وضعیت نه‌دي برخمن.

د شهباز خپرندویې ټولنې د مسوولانو په خبره، دوی ته ډېرو شاعرانو مراجعه کړې چې شعرونه یې په کمو امکاناتو په دغو ګډو شعري ټولګو کې چاپ شي.

دوی وايي، دویمه ګډه شعري ټولګه چې 'وبه دې نه بخښم جانانه' نومېږي هم ډېر ژر چاپ شي.

لیکوال او شاعر عبدالغفور لېوال د داشان کتابونو چاپول د ځوانو استعدادونو په هڅونه کې ډېر مهم بولي.

لیکوال او شاعر عبدالغفور لېوال
لیکوال او شاعر عبدالغفور لېوال

لېوال وايي: "د ځوانانو د هڅونې او تشویق لپاره همغومره ونډه لري، لکه د هغوی مستقلې مجموعې چې چاپ شي. زه فکر کوم چی دا یو ښه اقدام دی، یو خو به د مقایسې او پرتلنې لپاره د کره کتنې لپاره یوه ښه موقع برابره شي او بل به دوی وهڅېږي چې په خپله شاعرۍ کې لا پسې ښه دقت وکړي."

لېوال وايي، دا کار په تېره کې د افغانستان د لیکوالو ټولنې د ځوانانو برخې او څو نورو بېلابېلو ټولنو هم کړی دی.

نوموړی هیله‌من دی، چې دا کار نورې ټولنې هم وکړي او د شاعرانو د لاسنیوي او هڅونې لپاره په وړیا ډول ترسره شي.

XS
SM
MD
LG