د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۸

د طالبانو د ادعا رد؛ شیعه علما: د محرم مراسمو د محدودیت مشوره زموږ استازو نه ده ورکړې


 کابل کې د محرم د لسمې د مذهبي مراسمو یو مخکینی انځور
کابل کې د محرم د لسمې د مذهبي مراسمو یو مخکینی انځور

د افغانستان د شیعه علماو شورا یوې سرچینې ازادي راډیو ته د طالبانو د حکومت هغه ادعا رد کړې، چې وایي د محرم د لسمې د مراسمو د محدودیت په اړه یې د شیعه علماوو نظر اخیستی.

د طالبانو حکومت د محرم مراسمو د پر ځای پاتې والي د اعلان ترڅنګ ویلي، د امنیتي تدابیرو له امله لویې غونډې او ډله ییز ګرځېدل، راګرځېدل محدود دي.

د افغانستان د شیعه علماو شورا، بیا د طالبانو له حکومته غوښتي چې پر دې موضوع له سره غور وکړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د سه شنبې په ورځ په يوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه بندیز په اړه د افغان شیعه علماو نظر اخیستل شوی او د هغوی په غوښتنه دغه اقدام شوی دی.

د افغانستان د شیعه علماو شورا، بیا د طالبانو د اعلامیې له خپرېدو وروسته په همدغه ورځ د دوی له حکومته وغوښتل چې د امنیتي ګواښونو له امله د محرم میاشتې په پروګرامونو او محلونو يې لګول شوي محدودیتونو لري کړي.

د دغې شورا له ادرسه ویل شوي، دوی د نورو کلونو په شان، د طالبانو دامنیتي ځواکونو سره په همغږۍ خپل مراسم ترسره کول غواړي.

د شیعه علماو شورا یوې سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل، د دغه بندیز د لګولو په اړه د افغانستان د شیعه علماو شورا له غړو سره سلا نه‌ده شوې.

د سرچینې په وینا، هغه کسان چې د طالبانو حکومت ادعا کوي چې دا کار یې د دوی سره په مشورې کړی د دې شورا استازیتوب نه کوي.

سرچینه وايي، افغان شیعه ګان چمتو دي چې د دې مراسمو د امنیت په ټينګښت کې د طالبانو له حکومت سره همکاري وکړي.

په ورته وخت کې کابل لپاره د طالبانو حکومت د والي دفتر د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي:ټاکل شوې،د هغو جوماتونو او تکیه خانو خلک، چې د امنیت له پلوه له ګواښ سره مخ دي، له نورو تکيه خانو او جوماتونو سره چې دا ستونزه نه لري یو ځای شي.

په دې اعلامیه کې له خلکو؛ په ځانګړي ډول د کابل له شیعه ګانو غوښتل شوي،چې د محرم مراسمو پر مهال امنیتي سپارښتنې جدي ونیسي او له خلاف کړنو ډډه وکړي.

طالبان د محرم د لسمې د مراسمو د امنیت نیولو پر مهال - ۲۰۲۱ کابل
طالبان د محرم د لسمې د مراسمو د امنیت نیولو پر مهال - ۲۰۲۱ کابل

په ورته وخت کې په کابل ښار کې د محرم د مراسمو یو شمېر ګډونوال وايي، د دې مراسمو د ترسره کېدو پر څرنګوالي لګول شوي محدودیتونه باید لیرې شي.

له دوى یو تن، چې نه یې غوښتل نوم یې راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل: "په ښار کې د بیرغونو په نصبولو بندیزونه خورا زيات دي او هغه ځایونه چې نذر ویشل کېږي هم محدود دي. دوی ان هغه سینه وهونکو ډلو ته هم محدودیت دی چې له یوه جومات څخه بل جومات ته تلل."

یو بل ته هم چې نه غواړي نوم یې یاد شي وايي: "له بده مرغه طالبان اجازه نه راکوي چې زموږ دغه مراسم په سمه توګه ترسره شي، په لارو کوڅو کې د بیرغونو د لګولو اجازه نه ورکوي، په پنځلسمه ناحیه کې یې بیرغونه ښکته کړل، ځینې یې ووهل، له بده مرغه د امام حسین د عزادارۍ د مراسمو د تر سره کولو لپاره وضیعت مناسبه نه دی، هیله لرو چې پاملرنه ورته وشي."

شیعه ګان، هر کال د کابل په بېلابېلو سیمو کې د عاشورا د ورځې یا د محرم د لسمې نېټې په را رسېدو سره خپل مذهبي مراسم په پراخه کچه نمانځي.

په تېرو کلونو کې په افغانستان کې د محرم په میاشت کې د شیعه مذهبو پر مراسمو وخت ناوخت خونړي بریدونه هم شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته داعش ډلې په کابل او د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د څو خونړیو بریدونو مسوولیت منلی.

د دغو بریدونو قربانيان، تر ډېره شیعه ګان هم وو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG