د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۰

د ایران د بشري حقونو ډله: په ایران کې د اعدام شویو افغانانو شمېر درې چنده ډېر شوی


ارشیف: په ایران کې یوه کس اعدام ته شېبې شمېري
ارشیف: په ایران کې یوه کس اعدام ته شېبې شمېري

د طالبانو د حکومت چارواکي وایي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او سرپرست سفیر سره د نورو مسایلو ترڅنګ په هغه هېواد کې د په اعدام محکوم شویو افغانانو پر مسئلې هم خبرې وکړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، په هغه کتنه کې چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست حسن کاظمي قمي ترمنځ ترسره شوه، د افغانستان او ایران ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو د پراختیا ترڅنګ د قضایي همکاریو او په ایران کې د په اعدام محکوم شویو افغانانو دوسیو ته د رسیدګي پر موضوعاتو هم خبرې وشوې.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد پرون یکشنې په خپله ایکس پاڼه کې په ایران کې د په اعدام محکوم شویو افغانانو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو له دې مخکې په تهران کې د طالبانو له‌خوا ټاکل شوي شارژدافېر فضل محمد حقاني تېره اوونۍ ازادي راډیو ته ویلي وو چې په هغو سلګونو افغانانو کې چې تراوسه له ایران څخه افغانستان ته لېږدول شوي، هېڅ یو په اعدام محکوم شوی افغان بندي خپل هېواد ته نه دی لېږدول شوی.

د ایران د بشري حقونو ډله وایي، افغانان له ایرانیانو وروسته لویه ډله ده چې په ایران کې اعدام شوي دي.

د ایران د بشري حقونو ډلې دغه څرګندونې د تېرې یکشنبې په ورځ د اګسټ په ۲۷مه په خپله ویبپاڼه کې په ایران کې د یوه افغان د اعدام کېدو په تړاو کړې او په یوه راپور کې یې ویلي وو چې د سبحان افتخارالدین په نوم یو افغان چې د قتل په جرم په اعدام محکوم شوی د لورستان ولایت په علي ګودرز زندان کې اعدام شو.

دې ډلې ویلي، په ۲۰۲۱ کال د سپټمبر تر میاشتې پورې یې په ایران کې د هېڅ یوه افغان د اعدامېدو راپور نه و ورکړل شو، خو په دې میاشت کې پنځه تنه افغانان د ۳۵ ورځو په موده کې اعدام شول.

د ایران د بشري حقونو ډله وایي، په دې اړه یې چې د دې کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره په اعدام د محکوم شویو افغانانو د اعدام عملي کېدل اسانه شوي، خپلې اندېښنې څرګندې کړې وې.

د ایران د بشري حقونو ډلې په دغه راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۲ کال کې په ایران کې د هغو افغانانو شمېر درې چنده زیات شوی چې اعدام شوي دي.

د دې ډلې په وینا، د یوه کمکي ځوان او یوې ښځې په ګډون پر۱۶ افغانانو د اعدام سزا تطبیق شوې او روان ۲۰۲۳ کال تراوسه لږترلږه ۱۴ اعدام شوي چې دوه یې د جولای په اتمه په عام محضر کې په دار وځړول شول.

که څه هم په ایرن کې د په اعدام محکوم شویو افغانانو کره شمېر نه دی معلوم، خو پر قید د محکوم شویو افغانانو شمېر شاوخوا ۶ زره کسانو ته رسېږي.

افغانستان ته د دغو بندیانو د انتقالولو د هڅو په ترڅ کې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني د روان کال په مې میاشت کې افغانستان ته د په سلګونو افغان بندیانو د انتقال خبره کړې او دا یې هم ویلي وو چې په ایران کې په اعدام د محکوم شویو ۲۰۰ افغانانو سزا کمه شوې او هغه پر قید بدله شوې ده.

افغانستان ته له ایرانه د افغان بندیانو د انتقال د پروسې په اړه په تهران کې د طالبانو له خوا ټاکل شوي شارژدافېر فضل محمد حقاني تېره اوونۍ د اګست په ۲۷مه د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې افغانستان ته د بندیانو د انتقال د درېیمې مرحلې په اړه له ایراني لوري سره خبرې روانې دي.

په تهران کې د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان سفارت
په تهران کې د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان سفارت

هغه زیاته کړه چې ۱۱۳۶ کسان انتقال شوي او د پاتې نورو د انتقال لپاره هڅې روانې دي.

د ایرنا ایسنا خبري آژانس د ایراني چارواکو له قوله پرون یکشنبې وویل چې په ایران کې په اوس وخت کې شاوخوا ۶۰۰۰ افغان بندیان دي.

ایران د نړۍ یو له هغو دوه درېیو هېوادونو دی چې په‌کې زیات اعدامونه عملي کېږي.

د ایران د بشري حقونو یو بنسټ چې مرکز یې په ناروې کې دی تېره اوونۍ وویل چې روان ۲۰۲۳ کال کې په ایران کې اعدامونه د پام وړ زیات شوي چې د کال له پیله تراوسه ۴۲۳ کسان په دې هېواد کې اعدام شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG