د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۲

په تهران کې د طالبانو سفارت: لا د بندیانو د لېږد د درېیمې مرحلې په اړه موافقه نه ده شوې


په تهران کې د طالبانو سفارت
په تهران کې د طالبانو سفارت

په تهران کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو په کنټرول کې دی وايي، له ایراني چارواکو سره لا د افغان بندیانو د انتقال په درېیمې مرحلې موافقې ته نه دي رسېدلي.

وروستی وار شاوخوا درې میاشتې مخکې ۱۷۸ افغانان چې په بېلابېلو جرمونو په ایران کې نیول شوي وو، د طالبانو حکومت ته وسپارل شول.

تر هغه را وروسته په تهران کې د افغانستان د سفارت په خبره د بندیانو د لېږد د درېیمې مرحلې په اړه لا څه پرمختګ نه دی شوی.

په تهران کې د طالبانو له خوا ټاکل شوي شارژدافېر فضل محمد حقاني یکشنبه ازادي راډیو ته وویل: "ټول بندیان موږ څه باندې ۶۶۰۰ کسان دلته زندانیان لرو. په هغو کې ۱۱۳۶ کسان انتقال شوي نو پاتې چې څومره دي هغه نه دي انتقال شوي هغه پاتې دي. موضوع اوس هم د ایرانیانو سره په بحث کې ده، خو تر اوسه پورې موفق شوي نه یوو. نتیجې ته سره نه یو رسېدلي چې درېیم وار انتقال به څه وخت ترسره کېږي. تر اوسه پورې افغانستان ته د زندانیانو دوه واره انتقال شوی دی."

په ایران کې د افغان کډوالو ګڼ حضور ته په کتو ښايي هغومره افغانان چې هلته بندیان وي د نړۍ هېڅ یوه هېواد هم نه وي بندیان کړي.

برعکس په افغانستان کې بیا ډېر کم ایرانیان په زندانونو کې وو چې هغه هم ځينې 'لږ تر لږه دوه تنه' وروستی وار درې میاشتې مخکې تبادله شوي وو.

اوس یواځې یو ایرانی خبریال او عکاس محمد حسین ولایتي چې د ایران سپاه پاسداران ته نږدې تسنیم اژانس سره کار کوي د راپورونو له مخې طالبانو تر څو ورځو بند وروسته ممنوع الخروج اعلان کړی او په کابل کې د ایران په سفارت کې ساتل کېږي.

په ایران کې بیا هغه افغانان چې اکثر د مخدره موادو او ځینې کم د ترهګرۍ په څېر په ځینو جرمونو محکوم دي د اعدام سزا ور اورول شوې.

په ایران کې د شاهچراغ پر زیارت د برید په تور دوه افغانان اعدام شوي دي.
په ایران کې د شاهچراغ پر زیارت د برید په تور دوه افغانان اعدام شوي دي.

د ایران د بشري حقونو یو بنسټ چې مرکز یې په ناروې کې دی ویلي، تېره جولای میاشت ۶۱ کسان په ایران کې اعدام شوي چې په ډله کې یې پنځه افغانان هم شامل دي.

د خبرپاڼې له مخې اعدام شوي کسان د نشه یي توکو په قاچاق، وژنو او جنسي تیریو محکوم شوي وو.

د محمد رامز رشیدي او نعیم هاشم قتالي نومونه هم راغلي چې تېره میاشت په شیراز کې په عام محضر کې اعدام شول.

دوی دواړه تېر اکتوبر په شاهچراغ زیارت په برید کې ښکېل بلل شوي وو.

که څه هم څه وخت مخکې د طالبانو حکومت ویلي وو چې ایراني چارواکو ورسره ژمنې کړي د ځینو اعدامي افغانانو سزاوې به کموي خو د سفارت شارژدافېر فضل محمد حقاني په دې اړه ډېر جزییات ورنه کړل.

حقاني همدارنګه وویل چې لا هېڅ داسې افغان چې په اعدام محکوم وي افغانستان ته نه دی سپارل شوی.

ایران کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ یو 'این ایچ سي آر' او د ایران د حکومت د سرشمېرنو له مخې شاوخوا درې میلیون او شپږ لکه افغانان مېشت دي.

په دې ډله کې شاوخوا پنځه لکه افغانان نه دي راجستر شوي یا د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

XS
SM
MD
LG