د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۴

د تورخم دروازه بېرته پرانیستل شوه

د تورخم دروازې یوه څنډه
د تورخم دروازې یوه څنډه

د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر او په کابل کې د پاکستان سفارت د شارژدافېر له لیدنې وروسته چې تېره ورځ ناوخته ترسره شوه نن د جمعې په سهار د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه.

د تورخم ښارګوټي یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډيو ته د دروازې پرانیستل تایید کړل.

د تورخم اوسېدونکی عظمت‌الله ازادي وویل: "زه ډېر خوشحاله یم چې دورازه بېرته پرانیستل شوه او د خلکو کاروبارونه بېرته شروع شول. دروازه په عادي ډول د خلکو او موټرو پر مخ پرانیستل شوې ده. زه همدا اوس په دروازه کې یم دواړو اړخونو ته خلک او موټرې اوړي رااوړي."

د تورخم دروازه د تېرې چهارشنبې په ورځ د روانې میلادي میاشتې په ۶مه دغلته د طالب ځواکونو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ تر یوې وسله‌والې نښتې وروسته وتړل شوه چې امله دواړو لوریو ته سلګونه مسافر او په سوداګریزو توکو بار لارۍ بندې پاتې شوې.

د یادې سیمې بل اوسېدونکی حارث وویل: "دروازه په عادي ډول خلاصه ده. د مسافرو پر مخ هم خلاص ده. دواړو اړخونو ته خلک تګ راتګ کوي. کوم کسان چې ناروغان لري هغوی هاغاړه اوړي او د پاکستان له خوا هم افغان مسافر رااوړي."

په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت ولایتي ادارې هم د ننګرهار د رسنیو دفتر په وټسپ ګروپ کې د دغه دروازې د خلاصون خبر خپور کړی او ویلي دي: "تورخم دروازه نن سهار اته بجې د هر ډول تګ راتګ پرمخ خلاصه شوه."

د تورخم دروازې ته څېرمه د پاکستاني اړخ ته د سیمې نننی یو انځور
د تورخم دروازې ته څېرمه د پاکستاني اړخ ته د سیمې نننی یو انځور

خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

همدا خبر د طالبانو د حکومت تر واک لاندې ملي تلوېزیون هم په خپله ایکس شبکه یا پخوانۍ ټويټر پاڼه کې خپور کړی دی.

په تورخم کې د پاکستان د ګمرک اجرايي مسوول ضیافت خټک هم پرون ناوخته د تورخم دروازې د پرانیستل کېدو په اړه رسنیو ته وویل: "پوله سبا له اوو بجو څخه پرانیستل کېږي."

هغه له خپلو کارکوونکو یې هیله کړې وه، چې په خپلو شفتونو کې دندو ته حاضر شي.

د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې طالبان او پاکستان به وهڅوي چې دغې ستونزې ته د حل یوه لاره راوباسي.

د تورخم دروازه د تېرې چهارشنبې په ورځ د روانې میلادي میاشتې په ۶مه دغلته د طالب ځواکونو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ تر یوې وسله‌والې نښتې وروسته وتړل شوه چې امله دواړو لوریو ته سلګونه مسافر او په سوداګریزو توکو بار لارۍ بندې پاتې شوې.

دغه وسله‌واله نښته ظاهراً د طالبانو له لوري د یوې پخوانۍ امنیتي پوستې د جوړېدو په سر رامنځته شوه.

د طالبانو د حکومت د کمیسارۍ مسوولانو په دې نښته کې د یو طالب سرتېري او یو ولسي وګړي د وژل کېدو پخلی کړی و او ځینو سیمه ییزو سرچینو ازادي راډيو سره په خبرو کې د دې نښتې له امله د څلورو طالبانو د وژل کېدو ادعا کړې ده.

د پاکستان له خاورې افغان ناروغان د تورخم دروازې له لارې افغانستان ته روان دي. دغه عکس د نن ورځې دی.
د پاکستان له خاورې افغان ناروغان د تورخم دروازې له لارې افغانستان ته روان دي. دغه عکس د نن ورځې دی.

د تورخم بلې غاړې ته ویل شوي وه چې یو پاکستانی سرتېری او یو ولسي وګړی هم د دغه نښتې له امله ټپیان شوي، خو په رسمي ډول یې په دې اړه لا هم څه نه دي ویل شوي.

تورخم دروازه پر ډیورنډ کرښه د خلکو د اوښتو راوښتو ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او مهمه ټرانزیټي لار بلل کېږي چې په بندېدو سره یې دواړه اړخونه اقتصادي زیان کوي.

که څه هم د تورخم دروازې د بندېدو له امله د تازه اوختي مالي زیان په اړه په رسمي ډول تر دې دمه څه نه دي ویل شوي، خو افغان سوداګرو ویلي چې د لارې د بندېدو له امله سوداګرو ته هره ورځ شاوخوا یو میلیون ډالره زیان رسېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG