د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۱

د کرکټ نړیوال جام؛ افغانستان له انګلستان او پاکستان وروسته سریلانکا ته هم ماتې ورکړه


د افغانستان او سریلانکا ننۍ لوبه
د افغانستان او سریلانکا ننۍ لوبه

افغانستان د کرکټ نړیوال جام کې یوه بله پخوانۍ اتله لوبډله سریلانکا ماته کړه.

د افغانستان د کرکټ ملي ټيم سریلانکا ته په ماتې ورکولو د نړیوال جام نیمه پایلوبو ته د لار موندو هیلې ژوندۍ وساتلې.

لوبه بېګا د هند په پونې ښار کې وشوه.

افغانستان وتوانېد د سریلانکا د ټيم له خوا د ۲۴۲ منډو هدف د درېیو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړي.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم سر روزونکي جاناټن ټروټ تر لوبې وروسته د افغان لوبغاړو د ښو لوبو د علت په اړه یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې افغان لوبغاړي د بخت او طالع په حساب نه لوبېږي بلکې په بشپړ پلان او وړتیا سره میدان ته کوزېږي.

هغه وویل: "موږ په خپلې توپوهنې یا بېټېنګ باندې ډېر زیات زحمت ایستلی. څنګه چې موږ مسوولیت منلی او ورسره مو ډېر تمرکز په بېټېنګ کړی لوبغاړي یې ډاډمن کړي. کله چې د لوبې ورځ وي خبره بخت او طالع ته نه پرېږدو بلکې په دې باور لوبغاړي میدان ته کوزېږي چې ښه ځلېږي وړتیا یې لري او په دې هیله لوبېږي چې ښه منډې جوړې کړي او همداسې مورال نورو مهمو راتلونکو لوبو کې ولري."

له سریلانکا سره په لوبه کې افغانستان لومړی بالېنګ وکړ.

فضل‌حق فاروقي تر ټولو ښه وځلېد.

هغه چې تر یوې لوبې دمې وروسته بیا ټیم ته راغلی وو وتوانېد څلور وېکټې واخلي او د لوبې غوره لوبغاړی هم شو.

د رحمت شاه او ابراهیم ځدراڼ ملګرتیا نورو افغان لوبغاړو لپاره د بریا لاسه اسانه کړه.
د رحمت شاه او ابراهیم ځدراڼ ملګرتیا نورو افغان لوبغاړو لپاره د بریا لاسه اسانه کړه.

د هغه تر څنګ مجیب الرحمن دوه، راشد خان او عظمت الله یوه یوه ویکټه واخیسته.

یو لوبغاړی هم رحمن الله ګربز او بل هم ابراهیم ځدراڼ رن اوټ یل د منډې پرمهال وسوځاوه.

په دې ترتیب افغانستان د سریلانکا لوبډله په داسې یوه میدان کې په ۲۴۱ منډو ټوله کړه چې د توپوهنې لپاره مساعد ګڼل کېده.

د افغانستان لپاره په ځواب کې که څه هم پیلیز لوبغاړی رحمن الله ګربز په هېڅ منډو اوټ شو، خو وروسته ابراهیم ځدراڼ ۳۹، رحمت شاه ۶۲ منډې وکړې د دوی تر سوځېدو وروسته لوبډلمشر حشمت الله شهيدي ۵۸ او عظمت الله ۷۳ منډې وکړې او لوبه یې وګټله.

افغانستان په دې بریا سره د نړیوال جام د جدول له اووم ځایه پنځم مقام ته پورته شو.

همدارنګه د افغانستان رن رېټ یا د بریا تناسب هم تر پخوا لږ څه ښه شو، خو لا هم په منفي کې پاتې دی.

رن رېټ هغه وخت مهمه وي چې څو ټيمونه مساوي نمرې ولري، خو بل پړاو ته د لارې موندلو لپاره په خپل ښه اوسط اتکا کولای شي.

د افغانستان بله لوبه د جمعې په ورځ په لکنهو کې له هالند سره ده.

د ملي ټیم سر روزونکي جاناټن ټروټ له هالند سره د لوبې په اړه وویل: "زموږ راروانه لوبه هالنډ سره ده. هغوی تر دې دمه ډېر ښه لوبېدلي. ښايي موږ یوه سخته لوبه مخکې ولرو، خو په نړیوال جام کې مهمه نه ده چې چا سره لوبېږې ځکه له دې وروسته هره لوبه سخته ده. موږ هالنډ سره لوبې لپاره ځانونه چمتو کوو."

افغانستان له هالنډ سره پنځه واره تر دې مخکې لوبې کړي چې څلور یې ترې ګټلي دي.

افغانستان په روان نړیوال جام کې له شپږو لوبو درې ګټلي له پاکستان، انګلستان او سریلانکا خو پر هند، بنګله دېش او نیوزیلنډ یې بایللي.

د کرکټ مبصرین وړاندوینه کوي چې افغانستان اوس نیمه پایلوبې ته د وتلو لپاره باید له پاتې درېیو لوبو چې د هالنډ، جنوبي افریقا او اسټرالیا سره یې لري ټولې یا دوه خامخا په لوړ توپیر وګټي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG