د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۶

په افغانستان کې د تېرو ۹ میاشتو سېلابونه او زیانونه یې


د افغانستان یوه سېلاب ځپلې سیمه - ارشیف
د افغانستان یوه سېلاب ځپلې سیمه - ارشیف

د طالبانو د حکومت پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت چارواکي وايي، د تېرو ۹مياشتو طبیعي پېښو په بېلابېلو ولايتونو کې ۳۵۰ کسان مړه کړي او ۵۰۰نور ټپيان کړي دي.

د ياد شوي وزارت وياند ملا جانان سايق تېره ورځ طلوع نيوز ته ويلي، په‌دې موده کې د سېلابونو له امله ۴زره کورونه په بشپړ یا نسبي توګه ويجاړ شوي او ۷۰زره جريبه کرنيزه ځمکه له‌منځه تللې ده.

نوموړي د نورو زيانونو په اړه جزیيات نه‌دي ورکړي.

د طالبانو حکومت داسې مهال په تېرو ۹مياشتو کې د سېلابونو له امله د سلګونو کسانو د مرګ‌ژوبلې خبر ورکوي چې د تېر کال په اکټوبر میاشت کې هرات څو زلزلو ولړزاوه چې لږ تر لږه ۱۴۰۰ کسان په‌کې مړه او ۱۱ زره نور ټپیان شول.

په همدې حال کې هغه کسان چې د وچکالۍ او نورو طبیعي پېښو له امله زیانمن شوي د وچکالۍ د دوام او د حاصلاتو د کمښت په اړه اندېښمن دي.

د ننګرهار د دامان ولسوالۍ اوسېدونکی يعقوب وايي، تېر کال يې پر کلي سېلابونو د خلکو کورونه ويجاړ کړي او کرنيزې ځمکې يې هم له‌منځه وړي دي.

هغه ازادي راډيو ته وويل:

" تقريباً پنځه – شپږ مياشتې مخکې سېلاب راغلی و، دوه کورونه يې هم چپه کړل، يو ماشوم په‌کې شهيد شو، نورو کورونو ته يې هم زيانونه اړولي وو. اوس چې باران کېږي موږ په وېره کې يو."

د نيمروز ولايت د چاربورجک ولسوالۍ اوسېدونکي ګل اقا وايي، تېر کال د سېلابونو له امله د ده او نورو کرندګرو شاوخوا سل جريبه ځمکه ويجاړه شوې ده؟

ګل آقا زیاتوي:

" ما پنبه کرلې وه، ۲۰جريبه وه، چې له دوه‌نيم لکه څخه تر ۳لکه افغانيو پورې ارزښت يې درلود، حاصلاتو ته نږدې وه، خو سېلابونه راغلل، ټول کښت يې له‌منځه يووړ او زه ونه توانېدم چې حاصل ترلاسه کړم."

یو شمېر افغانان د نورو سېلابونو راوتو هم اندېښمن کړي
یو شمېر افغانان د نورو سېلابونو راوتو هم اندېښمن کړي

د وردګ ولايت د ميرداد ولسوالۍ، د سيدانو سيمې اوسېدونکی خيري سادات وايي، په سيمه کې يې د سېلابونو له امله د مڼو لسګونه باغونه ويجاړ شوي دي.

نوموي ازادي راډیو ته وویل:

" زموږ خپل کور او نور کورونه سېلاب ويجاړ کړي وو او کرنيزې ځمکې يې هم له‌منځه وړې وې، زموږ سيمه کې تقريباً ۷۰۰جريبه ځمکه او دوه لکه د مڼو ونې د سېلابونو له امله له‌منځه تللي دي."

نوموړی ادعا کوي چې تر دې دمه ورسره د طالبانو حکومت او مرستندويه ټولنو هيڅ ډول مرسته نه‌ده کړې.

دا چې په تېر کال کې د سېلابونو له امله له زيانمن شويو سره مرستې شوي دي او که نه او د طالبانو حکومت نورو احتمالي سېلابونو راوتلو ته څه ډول چمتووالی نيولی، وموغوښتل په‌دې اړه د طالبانو د حکومت پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د چارواکو نظر ولرو، خو وياند يې ملا جانان سايق د دې راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې د راپور له‌مخې، په يادو زلزلو کې ۸۵۰۰ کورونه بشپړ او څه باندې ۱۷ زره نور په نسبي توګه ویجاړ شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG