د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۶

د افغانستان پر څو ولایتونو واورې او د لویو لارو تړل کېدل


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د افغانستان په ۳۰ ولایتونو کې د درنې واورې او بارانونو ورېدل، که له یوې خوا خلکو ته د ښه کال زېری ورکوي، خو په موقت ډول یې د ګڼو ولسوالیو لارې تړلې دي.

دغو واورو په بدخشان، غزني، پروان، بامیان، دایکنډي او نورو ولایتونو کې د ځینو ولسوالیو لارې تړلې دي.

د سالنګ لویه لار هم چې د افغانستان نهه شمالي او شمال ختیځ ولایتونه له کابل، ختیځو او جنوبي ولایتونو سره نښلوي، پرون سهار بیا د ټرافیکو پرمخ وتړل شوه.

د بغلان لپاره د طالبانو امنیې قوماندانۍ له خلکو غوښتي چې تر بل اعلان پورې پر سالنګ تګ راتګ ونه کړي.

دغه لاره د تېرې چهارشنبې ماښام هم د ټرافیکو پرمخ تړل شوې وه چې د پنج شنبې سهار بېرته پرانیستل شوه.

د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت چې د طالبانو په کنټرول کې دی، وايي د درنې واورې له کبله د ګڼو ولسوالیو لارې تړلې دي.

سالنګ لویه لاره
سالنګ لویه لاره

د دغه وزارت ویاند مولوي محمد عبدالله جان چې په ملاجانان سایق مشهور دی، په یوه ویډیويي پیغام کې چې رسنیو ته یې لېږلی ویلي، د خلکو په مرسته د تړلو لارو د پاکولو هڅې روانې دي.

هغه زیاته کړې ده:

" د دې واورې له کبله په بدخشان، دایکنډي او بامیان کې د حاجي ګک کوتل، عقربه، دادګاه په ګډون د ځینو ولسوالیو لارې تړلې دي. د سالنګ لویه لار هم تړل شوې ده. د دغو لارو د پاکولو لپاره د ټولګټو وزارت کارونه د خلکو په همکارۍ دوام لري."

ښاغلی سایق وايي وزارت یې د احتمالي خطرونو د مقابلې طرحه برابره کړې او د عملي کېدو په حال کې ده.

د ده په وینا، زیانګالو ولایتونو ته خوراکي او غیرخوراکي مواد هم رسول شوي، چې پر اړو کسانو به ووېشل شي.

په همدې حال کې د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت له خلکو غوښتي چې تر ځمکې لاندې اوبو د زیاتوالي او د اوبو د بېځایه مصرف د مخنیوي په موخه په کوڅو او کورونو کې واوره د جذب وړ ځایونو کې زېرمه کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي، افغانستان په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې له سختې وچکالۍ سره مخامخ و چې په ۲۰۲۱م کال کې یې اندازه ۳۹ فیصده وه خو په ۲۰۲۲م کال کې ۶۴ فیصدو زیاته شوه.

د افغانستان په بېلابېلو برخو کې خلکو وروستیو اورښتونو ته خوښي ښوولې ده.

د کاپیسا یوه اوسېدونکي چې خپل نوم یې نه دی اخیستی تېره شپه ازادي راډیو ته وویل:

" تر اوسه چې دشپې اته بجې دي، د کاپیسا په نجراب ولسوالۍ کې واوره د اورېدو په حال کې ده. د خدای شکر چې ښه او برکتناکه واوره ده. هیله لرو دا واوره د هېواد د زرغونتیا سبب شي."

کابل کې له واورې ورېدو د ځینو ځوانانو هرکلی - تصویر پخوانی دی
کابل کې له واورې ورېدو د ځینو ځوانانو هرکلی - تصویر پخوانی دی

د طالبانو د ټرانسپورت او هوايي چلن وزارت وايي د کابل له نړیوال هوايي ډګره د الوتکو تګ راتګ په عادي ډول روان دی او د الوتکو د ځغاستې لیکې پاکې شوې دي.

دغه وزارت اټکل کړی چې نن یکشنبه به هم د سالنګ لویې لارې په ګډون په بدخشان، تخار، کندوز، بلخ، پروان، بغلان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، نورستان، لغمان، غزني او ګڼو نورو ولایتونو کې درنه واوره او تېز بارانونه واوري او په ځینو ولایتونو کې ممکن سېلابونه راووځي.

XS
SM
MD
LG