د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

بامیان کې د چرګانو د تڼاکې یا چیچک په ناروغۍ د ماشومانو د اخته کېدو اندېښنې


له ارشیفه د بامیان ولایت یو تصویر
له ارشیفه د بامیان ولایت یو تصویر

د بامیانو یو شمېر اوسېدونکي د چرګانو تڼاکې په"Chicken pox" ناروغۍ د خپلو ماشومانو د اخته کېدو په اړه اندېښمن دي او غواړي چې د دغې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وشي.

د چرګانو تڼاکې ناروغي په افغانستان په چيچک هم پېژندل کېږي.

د باميانو ولايت د «سنګ چسپان» سيمې اوسېدونکې ربابه چې په خپله سيمه کې يې د نجونو د زده‌کړې لپاره کورنی کورس جوړ کړی وايي چې څو ورځې وړاندې يې يو شمېر زده‌کوونکې په ياده ناروغۍ اخته شوې وې:

"ما يو کورنی کورس درلود، شل زده‌کوونکي په‌کې وو. دولس ورځې وړاندې پنځه تنه د چرګانو تڼاکې په ناروغۍ اخته شوي وو. بیا مې د عامې روغتیا ټیم ته زنګ وواهه، هغوی راغلل او خپله بررسي يې وکړه."

د باميانو ولايت په مرکز کې د زرګران سيمې اوسېدونکى چمن علي هم وايي چې د ده دوه کوچني ماشومان، چې يو يې اووه کلن او بل يې ١٢ کلن دى، په‌دې ناروغۍ اخته شوي دي:

"دې سره يو ډول دانې راپيدا شوې، تبه یې درلوده، دانو اوبو درلودې او ډېر زيات خارښ يې هم کاوه. دلته روغتيايي ټيم راغلی و او دوا يې ورکړه. زموږ ګاونډیان هم په‌دې ناروغۍ اخته شوي وو."

په بامیان ولایت کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا ریاست چارواکي هم په دغه ولایت کې د چرګانو تڼاکې او کله څرک ناروغيو خپرېدل تاييدوي.

د دې ادارې رئيس ډاکټر جعفر ذکي ازادي راډيو ته وویل، دوی څو ځله د يادو ناروغیو د واکسین غوښتنه کړې، خو تر اوسه په‌دې اړه کوم اقدام نه‌دی شوی:

"په ټوله نړۍ کې، حتی په پاکستان او ایران کې، د چرګانو تڼاکې او د کله څرک واکسین کېږي، مګر یوازې افغانستان ته د دې دوو ناروغیو واکسین لا هم نه‌دی راغلی. موږ د روغتیا نړیوال سازمان، یونېسف او د عامې روغتیا وزارت ته څو مکتوبونه استولي، چې افغانستان ته دې د دې ناروغیو واکسین وارد کړي، خو له بده‌مرغه تر اوسه په‌دې اړه کوم اقدام نه‌دی شوی."

هغه وويل، د ۲۰۲۴ کال په لومړيو دوو مياشتو کې يې د چرګانو تڼاکې او د کله څرک ناروغيو ۲۷ پېښې ثبت کړي دي.

د طالبانو د حکومت د باميانو ولايت لپاره ویاند صبور فرزان سیغاني هم ازادي راډيو ته وویل چې په بامیانو کې د ډاکټرانو د معایناتو او تشخیص له‌مخې د دغو ۲۷ پېښو له ډلې ۱۹ یې د چرګانو تڼاکې پېژندل شوي چې پر ياده ناروغۍ د اخته کسانو ستونزو ته روغتيايي ډلو رسېدنه کړې ده.

ځایي روغتیایي چارواکو د دغې ناروغۍ خپریدل تایید کړي، خو ویلي چې پر وړاندې یې اقدامات شوي
ځایي روغتیایي چارواکو د دغې ناروغۍ خپریدل تایید کړي، خو ویلي چې پر وړاندې یې اقدامات شوي

کابل کې د انتاني روغتون متخصص روزونکی ډاکټر فریدالله عمري وايي، د چرګانو تڼاکې یوه ساري ناروغي ده چې ټول خلک په ځانګړې توګه ماشومان پرې اخته کېږي او دا چې ساري ده، نو د ګڼې ګوڼې په سیمو کې هم ډېره خپرېږي.

دا چې ياده ناروغي څنګه پيدا او لېږودل کېږي او کوم خطرونه لري، ډاکټر فريدالله عمري يې په اړه ازادي راډيو ته داسې وويل:

"د چرګانو تڼاکې یوه ساري ویروسي ناروغي ده چې پرې اخته کسان کله چې ټوخی وکړي، يا پرنجيږي د هوا له لارې په چاپيريال کې خپريږي او هلته چې يو روغ انسان ورشي هم پرې اخته کېږي. درېیم دا چې دا ناروغي د یوې امیندوارې مور له لارې چې په‌دې ناروغۍ اخته وي ماشوم ته يې لېږدول کېدی شي."

دا ډاکټر وايي، هغه کسان چې د چرګانو تڼاکې په ناروغۍ اخته کېږي او خپلې روغتيا ته پام نه‌کوي ښايي په نورو خطرناکو ناروغيو اخته شي.

د روغتيا نړيوال سازمان د معلوماتو پر بنسټ، د چرګانو تڼاکې ډېری وخت په ماشومتوب کې یو پټ اختلال وي او په لویانو کې ډېر شدید وي.

دا سازمان وايي چې ياد ویروس ممکن وژونکي وي؛ په ځانګړې توګه په ماشومانو او هغو کسانو کې چې معافيت يې کمزوری وي.

د روغتیا نړیوال سازمان زیاتوي، د چرګانو تڼاکې ناروغي له سر او مخ څخه پیليږي او په لومړي سر کې تبه او ضعف هم وي او ورو ورو تنې او د بدن نور غړو ته خپریږي.

XS
SM
MD
LG